الن زیمرمن د یوه بریالي مدافع وکیل، فردي پلورونکي (Personal Seller) او د ویناوالو ملي انجمن د بنسټ ایښودونکي کویټ رابرټز کیسه کوي:
رابرټز یو سهار له خوبه راپاڅيده او د تازه هوا اخیستلو په موخه د خپلې خونې کړکۍ ته لاړ؛ له کړکۍ یې چې سر وویست نو یو ډنګر ماشوم یې ولیده چې کور په کور ګرځیده، دروازه یې ټکوله او په خلکو یې کتابونه پلورل.