څنګه برښنالیکونه ډیرغونډولی شو؟
ژ: روکیان
له کانسټنټ کانټکټ څخه په مننې
- له خپلو ملګرو وغواړه چې ستاسو پیغام نورو ته ورسوي
- تخفیف وړاندې کړه
- د خپل دفتر د بنسټ ایښودنې ورځ ولمانځه او له راغلو خلکو څخه برښنالیکونه ټول کړه
- خپل لنیکډین هر وخت تازه کوه
- له اداري مامورینو سره مخامخ/دوه په دوه ناستې ونیسه
- بروشرونه توزیع کړه
- خپل بزنس کارټونه (سوداګریز کارتونه)توزیع کړه
- د بزنس کارټونو راټولول
- هر کله چې خلک ستاسو له ادارې لیدنه کوي، نو یو د ثبت کتاب ورته واچوه او هر څوک چې راځي له هغوی وغواړه چې خپل ټیلیفون لمبر او برښنالیک دې په دې کتاب کې ثبت کړي
- خپل لومړي پیرودونکي (مشتري) ته ځانګړی ارزښت ورکړه او په ټولو مهمو غونډو کې یې راوغواړه
- د برښنالیکونو او ټیلیفوني شمارو لپاره ډیټابیس رامنځته کړه
- په یوه مهم ځای کې یوه ورځنۍ میله جوړه کړه او خلکو ته خپل بروشرونه او بزنس کارتونه توزیع کړه
- خپله دفتري رسمي فیسبوک پاڼه تل نوې تازه ساته
- په مجلو او اخبارونو کې اعلان ورکړه
- په ډیر لیدونکو ویبپاڼو کې اعلانونه ورکړه
- په ویبلاګونو او ځینو فیسبوکي پاڼو کمنټونه ورکړه او له خلکو سره خپل لینک شریک کړه
- د سرک د سر لوحې ولګوه
- ټویټر کې خپل اکونټ جوړ کړه
- د خپل فیسبوک پاڼې کور (پوښ) تل تازه ساته او بدلوه یې
- سکایپ اکونټ پرانیزه
- د خپل فیسبوک پاڼې لپاره لایکونه (خوښونې) ډیرې کړه
- خپله فیسبوک پاڼه تمویل کړه
- فردي پلور (Personal Selling) ته مخه کړه
- په هر برښنالیک کې خپلې د خپل لاسلیک لاندې خپل رسمي برښنالیک پته اضافه کړه