د نومبر ۱۰مه
ل. جان سي مکسویل
ژ: روکیان
که ژوند کوې نو ویره او ایمان، دواړه به در کې را لوییږي! اوس نو دا په تاسو پورې اړه لري چې ایمان پسې ځې او که په ویرې پسې!
یو چا یو ځلې داسې لیکلي وو:
دوه شیان مې په سینې کې په جنګ دي
یوه ګناه او بل ثواب!
یوه مې خوښیږی خو له دا بل څخه مې کرکه کیږي
ډاډه چې دا یوه به په دا بل بری مومي!
خو اصلي خبره دا ده چې دغه دواړه شیان به تل ستاسو په وجود کې وي! هر یو ته دی چې ښه وده ورکړه هماغه کولای شي چې ستاسو په ژوند حاکمیت ومومي! ویرې هم په یو وار نه شې ورکولای! که چیرې دې ویرو ته په خپلو احساساتو کې ډیر ځای ورکړ، کار دې پرې وکړ؛ لاس دې پرې کش کړ نو پوه شه چې وخت تر بله به ډیریږي او و
د ویرې له منځه وړلو ښه لاره دا ده چې هیڅ وخت ورنکړې؛ په کیسې کې یې نشې؛ هیڅ انرژي په ضایع نکړې! چغلیانې، اوازې، بدخبرونه، ویرونکي فلمونه د ویرې لپاره د خوراک دنده ترسره کوي. څومره انرژي او وخت چې ورکوې په هماغه کچه ویره لوییږي.
که د کوم کار په کولو کې له ویرې سره مخامخ شولې، ترهه ترې مه کوه. پرې ورځه؛ حتماً به بریالی کیږې—په دې ډول سره به دې خپله ویره ځپلې وي! بیا به ویره درته کوم جدي مفهوم نلري. بیا به ویره درته د "ودریږه" مانا لري یوازې د "ځه" په مانا به یې اخلې!
له The Difference Makerکتاب څخه!
زه خو وایم چې پخپل ایمان او ډاډ کار وکړه!