+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

آیا نور په ما باور کولای شي؟

aritlcle-208.jpg

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د هر ډول اړیکو بنسټ یوازې او یوازې باور دی او بس!

کیدای شي د شرکتونو او یا هم له وړو هوایي ډګرونو مو پروازونه ترسره کړي وي؟ د Learjet  الوتکې نوم به مو اوریدلی وي. ما ته هم څو ځلې په دې الوتکې کې د پرواز چانس په نصیب شویدی. دغه الوتکې وړې او یوازې د څو کسانو د انتقال ظرفیت له ځان سره لري. کله چې دغو الوتکو ته خیژې نو فکر کوې چې داسې یوه ټیوب ته ننوتلې چې شاوخوا یې ماشینونه لګیدلي دي.

په دغو الوتکو کې سفر کول پخپله یوه تجربه ده—له حیرانتیا ډک سفر!

خو یو شی مې چې په دې ډول الوتکو کې ډیر خوښیږي هغه ددې الوتکو سرعت او په کم وخت کې مقصد مطلوب ته رسول!

ما په الوتکو کې میلیونونه میله سفر کړیدی. لرې، لرې تللی یم. له کور/دفتره تر هوایي ډ‌ګره په ګاډو کې تګ مې نه هیریږي؛ له ماشینونو تیریدل؛ تلاشیو ته دریدل؛ په کتار کې دریدل او...کله، کله خو داسې هم شوي چې په ساعتونو، ساعتونو په میدان کې ځنډيدلي یو ځکه چې پرواز مو لغوه شوی و: دغه ځنډ دې وژني!

لیر جیټ الوتکې بیا نو له دغه ډول شیانو مبرا دي. لیرجیټ الوتکې ستاسو د پرواز وخت نیم په نیمه در بچتوي.

ددغو الوتکو پلار بیل لیر (Bill Lear) نومیږي. لیر پخپل ذات کې هم عجیبه سړی و: مخترع، سوداګر، هواباز او... ۱۵۰ اختراعوې یې په نوم ثبت دي. لیر په تفکر کې منډماتونکی شخصیت و. په ۱۹۵۰ز کې د سوداګرو لپاره د یوې تیزې الوتکې د جوړولو په فکر کې شو. دده دې خوب کلونه وخت ونیوه خو د ټول کار پایله په ۱۹۶۳ ز کې د لیرجیټ په بڼه را څرګنده شوله. لیر په ۱۹۶۴ز کال کې خپله لومړنۍ جیټ الوتکه پخپل پیرودونکي (مشتري) وپلورله!

دده بریا خورا په چټکۍ مخ په پورته روانه وه؛ ‌ډیرې الوتکې یې وپلورلې خو لا ‌ډیر وخت نه و وتلی چې دوې الوتکې یې د تصادم ښکار شولې! دې پیښې سړی ولړزاوه ځکه تر دې دمه ۵۵ کسانو دغه ډول الوتکې اخیستې وې. ده سمدستي د الوتکو مالکانو ته خبر ولیږه چې الوتکې دې کوزې کړي څو دده او ټیم لخوا یې اصلي ستونزه مالومه شي چې ولې ټکر شولې او ولې دغه الوتکې وغورځیدلې؟!

د الوتکو مالکانو ته دده دغه ډول خبرداري کولای شول چې په رسنیو کې دده نوم بد کړي خو ده ته یې نوم نه بلکې د خلکو ژوند مهم و. کله چې لیر الوتکو ته ورسیده نو د ستونزې په موندلو پسې لاس په کار شو. ستونزه یې وموندله خو دقیق نه پوهیده چې څنګه او په کوم ځای کې؟ د دقیق موندلو لپاره لازمه وه چې دی پخپله الوتکې ته پرواز ورکړي څو په هوا کې د ستونزې په کُلي ماهیت ځان پوه کړي. الوتکې ته یې پرواز وکړ. دغه کار د قربانۍ په مانا و. ددې غښتلی امکان و چې دی دې په دې معایناتو کې ژوند له لاسه ورکړي خو ددې ټولو شیانو برسیره ده د عزم وکړ او هغه هم قوي عزم! لا ډیر نه و الوتلی چې الوتکې کې ستونزه رامنځته شوله. هغه ستونزه چې نور پیلوټان هم ورسره مخامخ شوي وو. د ستونزې د حل په موخه یې نوې پُرزه جوړه کړه او دغه پُرزه یې ټولو ۵۵ الوتکو ته ولګوله.

په الوتکو کې دغې ستونزې د لیر کاروبار ته ستره صدمه ورسوله. د سبا ورځې پیرودونکي په ده بدګومانه شول. ده دوو کلونو ته اړتیا درلودله چې خپل کاروبار یو ځل بیا په پښو ودروي خو ددې ټولو شیانو برسیره بیا هم لیر له خپل کاره لاس په سر نشو—ادامه یې ورکړله. دی دې ته تیار و چې خپله بریا، بخت، او تر دې چې خپل ژوند په خطر کې واچوي ترڅو په الوتکو کې ستونزه حل شي چې نوره انساني ضیاع رامنځته نشي! دی له بریا، بخت، خوښۍ تیر شو خو یو شی یې هیڅکله له لاسه ورکنکړ هغه خلوص او ایمانداري—همدې ته کرکټر ویل کيږي!

 

 

 

د کرکټر اهمیت

د ژوند له شرایطو سره مقابله کول او د هغوی اداره کول تاسو ته د هغه سړي د کرکټر په اړه بشپړه کیسه کوي! کړکیچ (بحران) کرکټر نشي جوړولی خو رامنځته کولای یې شي! بدمرغي هغه دو راهي ده چې سړي ته وایي: معامله وکړه او یا هم کرکټر خپل کړه!

هر ځل چې دی کرکټر ته لاس اچوي، که څه هم پایلې به یې منفي وي خو بیا هم دده د غښتلتیا سبب ګرځي! د نوبل جایزې ګټونکی لیکوال الکسنډر سولژینتسین (Alexander Solzhenitsyn)وایي: "د ژوند مانا دا نه ده چې سړی دې په بریالیتوب کې فکر کوي بلکې دا ده چې د روح په جوړولو باید کار وکړي!" د کرکټر جوړول د یوه مشر نه بلکې د یوه انسان په توګه هم خورا زیات اهمیت لري!

خلک باید د کرکټر په اړه په کومو شیانو باید پوه شي؟

کرکټر له خبرو کولو اوچت دی!

ډیر خلک به مو لیدلي وي چې وایي: 'زه د خلوص ټوټه یم!'خو دا خبرې یوازې او یوازې په عمل ثابتیدای شي او بس!

یوازې ستاسو کرکټر کولای شي چې دا په ثبوت ورسوي چې تاسو څوک یاست او تاسو څوک یاست کولای شي په ثبوت ورسوي چې تاسو څه ګورئ! او تاسو څه ګورئ کولای شي په ثبوت ورسوي چې تاسو څه کوئ!همدا دلیل دی چې تاسو د یو چا کرکټر د هغه له اعمالو څخه نشی بیلولی—کرکټر او عمل یو بل سره بطن او ظهر دي!

که د یو سړي اعمال او ارادې د یو بل خلاف او له یو بل سره په ټکر کې وي، نو بیا د هغه کرکټر ته وګوره چې ولې دغه شیان په دې ټولګه (کس) کې پیښیږي!

استعداد الٰهي تحفه ده خو کرکټر بیا نو انتخاب!

موږ په ژوند کې د ډیرو شیانو په انتخاب کې عاجز یو! موږ دومره عاجز یو چې خپل مور و پلار هم نشو انتخابولی؛ موږ حتیٰ د خپل پیدایښت ځای او شرایط نشو غوره کولای! موږ د خپلې IQ په غوراوي کې عاجزه یو! موږ نشو کولای چې خپله IQ پخپله غوره کړو خو ددې ټولو شیانو برسیره موږ کولای شو چې یو شی پخپله خوښه غوره کړو او هغه کرکټر دی!

 

کرکټر تلپاتې بریاوې رامنځته کوي:

ریښتوني رهبري نور په کار اچوي او په کار یې ګډوي. د رهبرۍ یو متل دی چې وایي: که چیرې ته ځان مشر بولې او تر شا دې څوک نه وي روان نو مطلب دا چې سرلاری نه یې بلکې یوازې قدم وهونکی یې او بس!

که د مشرانو په کرکټرونو کې عیبونه وي، هیڅکله پیروان پرې باور نشي کولای او نه هم ورپسې ځي!

؟؟؟؟؟؟

تاسو به ځینې کسان لیدلي وي چې د خپل لیاقت او وړتیا له لارې د بریا تر څو پوړیو رسیږي خو بیا لاندې غورځي او ډیر بد غورځي—اصلي ستونزه یې په کرکټر کې ده!

د هارورډ طبي پوهنتون لیکوال او روانپوه سټيو برګلس وایي: "هغه کسان چې لوړو پوړیو ته خیژي خو هلته د پاتې کیدلو لپاره د کرکټر تخته له ځان سره ونلري نو پوه شه چې د بدبختۍ د طوفانونو په لوري لاړ!"

کمزوری کرکټر به تاسو له لاندو څلورو څخه له یوې ستونزې سره مخامخوي:

خود غرضي؛ ګوښیتوب؛بدلمني؛ او یا هم ویجاړونکې کومه ماجرا!

هوښیار اوسئ چې څلور واړه یې تباه کوونکې کندې دي!

خپل ځان وازمویه:

وګوره چې د برګلس څلور ځانګړتیاوې خو در کې موجودې نه وي؛ که وې نو سمدستي ترې د ځان ویستلو په هڅه کې شه!

له دغو ستونزو یوازې د ځان ویستلو هڅه مه کوه بلکې علمي او مسلکي د ځان ویستلو هڅه وکړه. داسې هیڅکله فکر ونکړې چې دغه ستونزې به د وخت په تیریدلو سره پخپله حل شي او یا که ډ‌یرې پیسې او یا هم کوم غوره مقام ومومې نو له دغو ستونزو به ووتلی شې! په دې پوه شه چې په کرکټر کې رامنځته شوې تشې د وخت په تیریدلو سره لاپسې غټيږي او لا پسې ژوریږي!

که په تا کې د برګلس لخوا په ګوته شوې ستونزې نه وې بیا هم پخپل ځان ګوتې ووهه! وګوره چې خبرې او عمل دې یو شی غږوي او که بیل،بیل؟!

وګوره چې پخپلې خبرې ثابت پاتې کیدلای شې؟ کوم  مسؤلیت چې اخلې بیا یې ترسره کوې او که خوشې د خولې خبره وي او نور یې په یخ لیکې؟! کله چې له خپلو ماشومانو سره وعده کوې چې که اول نومره شي ډالۍ به ورته اخلې پخپله خبره دریږې او که...

آیا خلک ستا قول د یوه رسمي تړون په توګه منلی شي؟

که غواړې چې په کور، کارځی، او یا هم په ټولنه کې د رهبرۍ مقام ته ورسیږې نو باید پخپل کرکټر کار وکړې!

د میډ پارک شرکت (Mid Park Inc.) رییس وایي: "که مشران غواړي چې درناوی ورته وکړو نو باید او باید اخلاق او خویونه یې په هیڅ صورت او هیڅ حالت کې تر پوښتنې لاندې رانشي! مشران حتیٰ له خړو لیکو هم ځانونه لیرې وساتي!"

 

د کرکټر جوړول:

که غواړې چې پخپل کرکټر کې بدلون رامنځته کړې، لاندې نسخه عملي کړه:

اول قلم: په کرکټر کې دې تشې ولټوه!

لږ وخت وباسه او وګوره چې له خپلې کډې، کورنۍ، کارځی کې خو له چا سره چیرته ستونزه نه لرې. په دې تیرو دوو میاشتو کې دې خو له چا سره کوم ناوړه چلند نه وي کړی؟ هر ځای کې تشه او یا هم درز و نو په ډکولو یې لاس په کار شه!

دویم قلم: ماډل خپل کړه:

همدا پورته دې چې ستونزې یاداشت کړلې وګوره چې په کومې ځانګړې ساحې کې خو تشه نلرې چې تل ځان را ښکاره کوي؟! ځینې لارې چارې شته چې کولای شي ددې ستونزو په موندلو کې درسره مرسته وکړای شي!

دریم قلم: سزا وزغمه

د کرکټر جوړول هغه وخت پیلیږي چې ته یې سزا وګورې او دا یې آغاز وي! لکه چې ته ووایې: 'وبخښه'؛ 'ښه کار مې ونکړ'!" له همدې ځایه ترمیم پیلیږي! د هغو کسانو نوملړ برابر کړه چې ته باید ورشې او د خپلو کړنو لپاره له هغوی بخښنه وغواړې! پام دې وي چې بخښنه دې باید له خلوصه ډکه وي!

څلورم قلم: بیارغونه:

بخښنه غوښتل د قضیې یو اړخ دی—داسې یو اړخ چې باید د پرون په اړه ترسره شي! خو دقضیې بل اړخ د هغو اشتباهاتو رفع کول او په ضد یې ګام پورته کول دي چې تاسو یې نوملړ برابر کړیدی او غواړې چې په راتلونکې کې یې مخه ونیسې!

 

یوه ورځ یوه سړي خپله لور محلي میلې ته له ځان سره بوتلله؛ همدا چې میلې ته ورسیدل، لور یې په حلوا پشمک منډه کړله؛ پلورونکي هم جلکۍ ته د حلوا یو لوی توپ جوړ کړ او ور یې کړ! پلار یې چې لور په دې حالت کې ولیده نو ترې وی پوښتل: لورکۍ! دومره لوی توپ خوړلی شې؟

لور یې ورته وویل: "پلاره ډیر تشویش مه کوه! څومره چې ښکاره هومره نه یم—د باندې وړه خو دننه ډیره لویه یم!"

 

حقیقي کرکټر باید همداسې وي—په باطن کې باید لوی وي!