+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د خپل ډاګي نوم زده کړه:

article-227.jpg

نومبر ۷مه

په ۱۹۳۷ز کال کې د ټولو کتابونو نیکه کتاب چاپ شو. دغه کتاب شپه په شپه کې ۱۵ ملیونه کاپۍ وپلورل شو! خبریاست چې دغه کتاب د چا و؟

د ډیل کارنیګي! د کتاب نوم How to Win Friends and Influence People و!

ولې دغه کتاب په دومره لوی شمیر کې وپلورل شو؟ ځکه چې کارنیګي د انسان په طبیعت له بل هر چا ډیر پوهیده!

ما ته د کارنیګي له هوښیارتیا او عقل څخه ډکې خبرې ډیر خوند را کوي. په دې خبرې کې خو یې بیخي ډیر خوند دی چې وایي: "ته څه خبر یې چې یو سړي ته د هغه په نوم غږ کولو سره هغه څومره تر خپل اغیز لاندې راوستلی شې؟ کله چې ته یو چا ته د هغه په خپل نوم غږ کوې هغه تر خپل اغیز لاندې راولې او هغه له نورو خلکو بیلوې!

مخاطب ته د هغه په نوم غږ کولو سره ته کولای شی چې هغه ته یو ځانګړی اهمیت قایل شی! پخپل نوم د یو چا یادول هر چا ته خوند ورکوي هغه که د هوټل مزدوره وي او که د یوې لویې مؤسسې اجرایوي رییس!"

د کارنیګي خبره په ۱۹۳۷ز کې هم پایلې درلودلې او د ځانګړي اهمیت درلودونکې وه او نن هم اهمیت لري! پرون یې هم کار کاوه او نن هم!

له 25 Ways to Win with Peopleکتاب څخه!