همدا چې انسان زیږیږي نو د ژوند اورګاډي کې سپور روانیږي؛ غواړي له وچو تیر شي او چیرته په تم ځای کې ترې کوز شي. کله چې په اور ګاډي کې د لویو وچو په لورو سفر کوو او د ژوند د اورګاډي له کړکیو د باندې ګورو نو ویده ښارګوټي ګورو، په وچو ځمکو تیریږو، ګورو چې په څنګ کې مو له سوارلیو ډک بسونه تیریږي، د غنمو پټي ګورو او...