+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

مایکل جورډن

article-1197.jpg

مایکل جورډن:

مایکل جورډن د نیویارک د بروکلین په یوې ډیرې بې وزلې سیمې کې په کال ۱۹۶۳ز کې زیږیدلی دی.

څلور ورونه او خویندې یې درلودې خو د پلار روزمره مزد ددوی د لګښتونو لپاره هیڅکله د بسنې نه و. مایکل د تبعیض، کرکې او نفرتونو څخه په ډک یو چاپیریال کې را لوی شویدی.

د جورډن پلار به خپل ځوی کې ناآشنا او پټې وړتیاوې لیدلې. د جورډن د آزمویلو په موخه یې یوه ورځ ده ته یوه جوړه کالي ورکړل.

پلار: ځویه دغه کالي به په څو خرڅ کړې؟

ځوی: کیدای شي یو ډالر!

پلار: کولای شې په دوو یې خرڅ کړې؟

ځوی: ګورو به خو ضمانت نشم کولای!

دا د یوه استاد پلار له خوا شاګرد ځوی ته د ژوند جوړولو لومړۍ آزموینه وه. دغه مهال ددوی په کور کې اوتو نه و چې کالي دې پرې اوتو شي. جورډن کالي ومینځل او بیا یې په یوې پلنې تختې د جامو منیځلو برش په شا په داسې ډول لمر ته وغوړولې چې له وچیدو سره سمې او منظمې ښکاره شي.

د کالیو له وچیدو وروسته یې، د خپلې سیمې د بیروبار څخه ډکې میټرو ته مخه کړه. شپږ ساعته یې هورې نارې او سورې وکړې ترڅو د خرڅلاو په موخه کوم پیریدونکی ومومي چې په اخري شیبو کې یو سړی پرې ور برابر شو او کالي یې ترې په دوو ‌ډالرو وپیرل!

ده پیسې جیب ته او د کور په لورې مارش شو. د لومړۍ سودا له برکته، نور نو د کالیو مینځل، وچول او خرڅول دده په دندې بدل شول.

لس ورځې وروسته یې پلار یو ځل بیا مښلې جامې راوړلې او بیا یې ورڅخه هماغه پخوانۍ پوښتنې وکړلې؟ خو دا ځل د بیعې قیمت اوچت و—۲۰  ډالره.

"فکر نه کوم چې دومره اوچتې به خرڅې شي خو بیا هم هڅه کوم!"

پلار یې چې ترې روان شو او جورډن یې له زړو کالیو سره پریښود نو جورډن په سوچ کې شو چې باید څه وکړي او څنګه یې وکړي. له خپل تره ځوی څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه که هغه ورته په دغو کالیو د وخت د نوموتو کارتونونو هر یو ډونالډ ډک (Donald Duck) او میکي موس (Mickey Mouse) عکسونه رسم کړي. دده پلان دا وه چې دی به دغه کالي دغه ځل د مالدارو د زامنو د کوم ښوونځي په شاګردانو خرڅوي.

دی چې کله درخصتۍ پرمهال د ښوونځي مخې ته ودرید او د خرڅلاو لپاره یې چیغې سورې جوړې کړې، نو د یوه مالدار شاګرد د مزدور سترګې پرې ولګیدې چې تازه په تازه د کوچني خان کورته د رسولو لپاره راغلی و.

مزدور ترې کالي د کوچني بادار د خوشالولو لپاره په ۲۰ ډالره واخیستل. کله یې چې کوچني خان ته وښودل هغه د ډیرې خوښۍ څخه ۵ ډالره په بخشش کې ورکړل چې شول ۲۵ ټولټال—سخت خوند یې وکړ!

جورډن په جامو کې نه ځاییده؛ همدا چې کورته ورسیده، پلار ته یې کیسه وکړه خو کیسه لا پای ته نه وه رسیدلې چې پلار یې له خپلې څنګ ته ایښې خلتې څخه یوه جوړه نور کالي راوویستل!

"دا به په ۲۰۰ ډالره خرڅوې نو!"

"څه وایې پلاره؟"

"هو نو!"

بس په نه زړه یې دا ځل هم دغه ننګونه ومنله! دوې میاشتې وروسته نیویارک ته د هغه وخت د مشهور فلم "Charlie’s Angels"اداکاره فرا فاسِټ د فلم د شهرت په موخه راغلې وه. د خبري غونډې څخه وروسته ترې خلکو لاسلیکونه اخیستل. جورډن هم د خلکو د پښو منځ، منځ کې فاسِټ ته ځان ورساوه. د هغې چې سترګې پرې ولګیدې نو کوچنی مینوال پرې خوږ ولګیده او په لاس کې ورسره جامو یې ورته لاسلیک وکړ.

همدا چې جورډن د غونډې له تالاره ووته نو په سرک یې چیغې وهلې، له ما سره داسې کالي دي چې د آغلې فاسِټ لاسلیک پرې شویدی. کالي بولۍ ته وړاندې شول او په ۱۲۰۰ ډالرو وپلورل شول.

کور ته په ستنیدلو یې پلار خبر کړ او د پلار ژړا یې نوره نو د ټينګې نه وه. دغه شپه یې نو ټوله د پلار ترڅنګ تیره کړله. پلار یې ورڅخه پوښتنې هم کولې او مچولو یې هم!

"جورډنه، په دغه پلور او پیر کې دې څه شی نوي زده کړل؟"

جورډن"بس همدومره چیرې چې څاه وي، هلته لاره هم وي!"

پلار یې"ته هم بده نه وایې خو زما مطلب بل څه و هغه دا چې تا زاړه کالي ولیدل چې د یوه ډالر ارزښت یې درلود خو تا په دوو، شلو او ۱۲۰۰وپلورل—نو ته کولای شې چې خپل ارزښت اوچت کړې او په دغه تیاره، تیاره چاپیریال کې هم ښه ژوند رامنځته کړې."

بس د پلار په همدې خبرو کې جورډن خوب یووړ! خوب کې یې د پلار اخري خبره بیا بیا تکراروله. "دغه تیاره، تیاره چاپیریال کې هم ښه ژوند رامنځته کیدلای شي!"

بس دغسې جورډن د امریکا د باسکیټبال وتلی ستوری شو!!!

یاره ته وایه، ته هم خپل ژند بدلولی شې؟