+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د مایکرو مدیریت مخه ونیسئ

article-522.jpg

د مایکرو مدیریت مخه ونیسئ:

لیکنه: الیزبیت آیر

مایکرو مدیریت کله چې مدیر په هر واړه کار پسې خپل ذره بین را اخیستی وي او ګوري یې!

ولې مایکرو مدیریت ته مخه کیږي؟

الف: په مامورینو نه باور

ب: په دوام داره توګه د مامورینو لخوا غیرقانع کوونکي خدمات وړاندې کول چې مدیر مجبوریږي چې مایکرو مدیریت ته مخه کړي

ج: لاس لاندې مامورین بې صلاحیته کول

د: په ډیرو تیزو مامورینو کې اعتماد باالنفس وژل

 

د مایکرو مدیر ځانګړتیاوې:

  • د صلاحیتونو له تفویض څخه ډډه کوي
  • د نورو د کارونو څخه لیدنه کول او هغه هم په خورا جدیت سره
  • ددې پر ځای چې عمومي تصویر ته وګوري په وړو، وړو شیانو پسې ګرځي!
  • که په کوم سپارل شوي کار کې یې وړه غلطي هم ولیدله، نو تفویض شوی مسؤلیت بیرته اخلي
  • که له مدیر سره مشوره ونشوله، نو سخت غوصه کیږي

د مایکرو مدیریت بدګڼه په څه شي کې ده؟

مایکرو مدیرانو ته ځانونه خورا لایق، په کار پوه او رسیدلي ښکاري. دوی په خپل لاس لاندو مامورینو باور نه لري او یا یې هم په وړتیاوو شکمن دي!

کله چې مدیران دیکتاتور ډوله خوی خپل کړي هم ورته کارونه ترې صادریږي!

دوی خوښیږي چې په هر څه کې خپل مامور ته مشوره ورکړي او لار وروښیي!

څنګه له مایکرو مدیریت څخه خپل مدیر ویستلی شئ؟

  • خپل باس سره کینئ او ورته ووایاست چې ټول د اړتیا وړ لارښوونې درته په کامل ډول وکړي؛ د ځینو مؤقتي نکاتو په اړه ورسره یو مؤقت وخت وټاکئ ترڅو پوه شي چې تاسو یې بیا هم لارښوونې ته اړتیا لری
  • له خپل مدیر څخه هغه کارونه واخلئ چې تاسو په هغوی کې د نورو په پرتله ډیره تجربه لری او یا هم ډیر پوهیږی؛ په دې ډول سره به د هغه باور په تاسو نور هم غښتلی شي!
  • خپل کاري مشر ته وخت نا وخت خپل د کاري جریان/پیشرفت راپورونه ورکوئ ترڅو هغوی مطمین شي چې تاسو ورته احترام لری او تل یې په جریان کې ساتی
  • له خپل مدیر سره مو مرسته وکړئ چې ورو، ورو د مایکرو مدیریت یو، یو عادت هیر کړي!