+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د تشبث د بریا ۶ سي ګانې:

article-520.jpg

لیکوال: فریډ مواد، د TaskWorld  بنسټ ایښودونکی او اجرایه رییس

ژباړه: روکیان

تشبث داسې یو څه دی چې یو ځلې ورننوتلې، هره ورځ به دې کاري زړه راښکون (دلچسپي) زیاتیږي!

هره ورځ به هڅه کوې چې له یوې خوا دې شهرت او نوم لا نور وځلیږي او له بلې خوا به دې هڅه دا وي چې لا ډیر څه وکړې!

تر دې دمه مې ۱۰ کمپنۍ پیل کړیدي، او په هر یو کې مې هڅه کړیده چې نوي څه خلکو ته وړاندې کړم!

تر دې دمه مې لاندې فکټورونه موندلي دي چې کولای شي د متشبث لپاره مهم دي چې د بریا په موخه یې په ذهن کې وساتي:

  1. جرات: (Courage)

د تشبث بنسټ جراات دی! هغه څوک چې جراات نلري، نشې کولای چې د تشبث د پیل تڼۍ کیکاږي! بې جرااته به هماغه د تشبث په پیل کې له راټوکیدونکو ستونزو په ګرداب کې ګیر شي او بیا به د خلاصون لار نلري!

د ستراتیژیکو موخو په لار کې د رغنده، او پریکنده موخو لپاره اړینه ده چې یو څوک دې سترې او پر وخت پریکړې وکړي چې بې جرااته ددې کار وړتیا نه لري! هغه چې په وخت رغنده او پریکنده پریکړه نشي کولای، فرصت له لاسه ورکوي!

  1. غښتلي نظر: (Conviction)

زیاتره خلک په دې فکر دي چې په کاري چاپیریال کې پیسې نشته خو خبره دا نه ده بلکې ستونزه دا ده چې خلک له ځان سره نوي او غښتلي نظریات او لرلیدونه نه لري!! نوي نظریات نه یوازې چې تاسو ته کاري فرصتونه برابروي بلکې درسره مرسته کوي چې خپل ټیم غښتلی، پُرانرژي او تل هڅوونکی وساتې!

پخپل نظر هسې خوشې ځان نښلول هم ښه کار نه دی! غوره به وي چې یو څوک د خپل نظر د یقینې کولو او ښه ثابتولو لپارهباید ټول اړخونه په نظر کې ونیسي!

محیطي فکټورونه تل مهم او اغیزناک وي!

  1. وړتیاوې (Capabilities)

ښه نظریات تطبیق غواړي او تطبیق انرژي او استعداد! ټول استعدادونه ډیر کم په یوه سړي کې راټوکیږي! د ډیرو استعدادونو او وړتیاوو موندلو لپاره باید جدي او کارنده ټيم ولرې! له خپلې ادارې د جنیاتو اداره مه جوړوه! هڅه کوه چې وړ، بااستعداده او غښتلي کسان مو په ټيم کې وي!

څومره مو چې ټیم لوی وي، په هماغه اندازه به تاسو ډیرو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې چانس ولری!

  1. همکاري: (Collaboration) همکاري او هغه هم اغیزمنه تل ستونزه وي! همکاري رامنځته کولو لپاره باید تاسو تل ښه لوبغاړي ولری چې چیرته ولوبیږي! د ښې همکارۍ لپاره باید دغه لوبغاړي په ښه ډول او په احتیاط سره انتخاب شي، روزنه ورکړل شي! په روزنه یې کار وشي! د دایمي انکشاف لپاره اړینه ده چې د مامورینو څخه نظر واخیستل شي!
  2. پانګه: (Capital)

ځینې کمپنۍ له دې کبله نه ناکامیږي چې له دوی سره کافي اندازه پانګه نه وه چې د خپلې نظریې د تقویت په موخه یې ولګوي!!! پانګه مهمه ده او په دې برخه کې بودجه جوړولو ته ښه پام وشي! په وهمیاتو باید باور ونشي!

  1.  باهوشي: (Consciousness)

 

متشبثین باید د وضعیت او حالاتو په اړه حساس وي! په دې باید وپوهیږي چې نن چیرته دي او بله ورځ، راتلونکې میاشت او کال وروسته باید چیرته وي! رقیبان څوک دي او څنګه ورسره رقابت وشي! رقبا باید په ښه ډول مطالعه شي!