+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د سریع ترسره کولو لپاره، ټکنالوجۍ ته مخه کړئ

article-505.jpg

 

لیکوال: جانبوای ناټ، له ډیجیټل میډیا مشورتي او پانګې اچونې اداره

ژ: روکیان

 

بوخت خلک پوهیږي چې د ورځې ساعتونه یې د کار لپاره کم دي. په ځانګړې توګه دا خبره د هغو کسانو لپاره صدق کوي چې په یوازې سر خپل کاروبار چلوي. کله خو کارونه دومره ډیر شي چې سړی ډاریږي هسې نه سره وپاشل شي.

که څه هم د نن سبا ټکنالوجي د پرون په پرتله ښه شوې او چابکتیا یې خورا لوړه ده خو بیا هم ستونزې شته! لاندې ۱۰ لارښوونې به درسره مرسته وکړي چې څنګه یو څوک خپل ورځنۍ کاري اغیزمنتیا ډیره کړي.

Scraps

د iOS دغه اپلیکشن په مرسته کولای شې چې ستاسو په سر کې را ټوکیدلې نظریې ثبت کړي. دا به ستاسو د نظریاتو لپاره تر ټولو غوره آرشیف وي. وروسته بیا کولای شې چې خپل دغه نظریات ګروپ بندي کړې او ښه ګټه ترې پورته کړې.

 

عموماً موږ سره ښه نظریه کمه پیدا کیږي، بیا چې پیدا شي کاغذ نه وي. دغه آپلیکشن درسره مرسته کولای شي چې کار مو آسانه کړي.

MakeMe

که ځنډ ستاسو اصلي ستونزه وي، نو دغه آپلیکشن درسره مرسته کولای شي چې ددې ستونزې غم مو در وخوري.

PayAnywhere:

دغه آپلیکشن به درسره مرسته وکړي چې ویزه، ماسټر کارټ، امریکن ایکسپریس او پی پال (PayPal)په اسانۍ سره ومني ترڅو د پیسو ورکړه اسانه شي!

Producteev:

دغه آپلیکشن به له تاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو Outlook ته د پروجیکټ منجمنټ بڼه ورکړي او د کارونو په ښه تفویض او سپارلو کې به رغنده رول ولوبوي.

HoursTracker:

دغه آپلیکشن درسره مرسته کوي چې تاسو په دې پوی کړي چې تاسو روزانه څومره وخت په څه شي تیروی.

Wunderlist:

دغه آپلیکشن درسره مرسته کولای شي څو ستاسو برښنالیکونو لپاره فولډر رامنځته کړي. د فولډرونو رامنځته کول به درسره مرسته وکړي چې خپل کارونه ښه تنظیم کړای شې.

GoToMyPC

کله، کله به له دې ستونزې سره مخامخ شوی وې چې ته په سفر وې او اسناد دې په کمپیوټر کې وي او نشې کولای چې لاس رسی ورته ولرې،

ددې ستونزې د حل لپاره به غوره وي چې دغه آپلیکشن په موبایل کې ولګوې ترڅو له ورته ستونزې سره د مخامخیدو پرمهال درسره مرسته وکړي.

Google Drive:

که ته تل له خپلو مشتریانو سره فایلونه شریکوې، نو غوره به وي چې ګوګل ډرایو ولرې. ګوګل نه یوازې دا چې مفت دې بلکې هر څوک چې په ګوګل کې اکونټ ولري کولای شي ترې ګټه پورته کړي.

Goods Order Inventory

که چیرې تاسو محصولات خرڅوی نو لازمي ده چې تاسو د هغوی تعقیب لپاره چې چیرته دي، څومره خرڅ شویدي، یو منظم سیستم ولرئ. پورته یاد شوی آپلیکشن درسره مرسته کولای شي چې د محصولاتو په تنظیم کې درسره ممد ثابت شي!