+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

څه ډول مامور تل دنده ساتلی شي؟

article-502.jpg

څه ډول مامور تل دنده ساتلی شي؟

ژ:روکیان

کمپنیو کې تل ترتله دنده نه وي! بله خبره دا چې دنده هم تل ترتله نه وي! هر اقتصادي بدلون د دندو په بازار باندې خپل اغیز ښندي!

یو څوک باید تل دنده ولري! هر وخت باید دی په دندې وي! تاسو به حیران شوي وی چې څنګه؟ ځواب یې خورا لنډ دی: له ځانه متشبث جوړ کړه!

متشبث یعنې څوک: هغه څوک چې ټيټې کاریدونکې/لږه ګټه لرونکې منابع په ډیرو کاریدونکو/ډیرې ګټې تولیدوونکو منابعو بدلې کړي!

کله چې په ۲۰۰۰ز کال کې د کالج محصل وم، نو یواځینی هیله مې دا وه چې په کومې لویې کمپنۍ لکه: مایکروسافټ، ډیل او یا هم اِنټل کې دنده واخلم خو کله چې په ۲۰۰۲ ز کال کې له کالجه فارغ شولم، نو دا خبره مې په یاد وه خو ذهنیت بدل شوی و!

د یوتا په پروو، کې ما کمپني پرانیستله! دلته په یوتا کې د نوول په نوم بله کمپنۍ هم وه! په هغه وخت کې نوول په یوتا کې لوی نوم و! په زرګونو مامورین یې درلودل؛ په ملیونونو ډالر ورسره په خزانه کې وو! ددې سرچپه له موږ سره نه بیا دومره مامورین وو او نه هم راسره دومره پیسې! مامورین و د ګوتو په شمار وو خو لیاقتونه مو راټول کړي وو!

زما د کمپنۍ لپاره د کسانو موندل هم اسانه کار نه و! کوم چا ته به مو چې کاري آفر ورکړ، ددې پرځای یې چې ومني، ردوه به یې! ویل به یې چې نوول ته ځم؛ هم نوم لري او هم په کې د دندو امنیت ښه دی!

خو عجیبه کارونه به هغه وخت وشول چې کله به همدغه کس چې زما آفر به یې رد کړی و، په نوول کې بې دندې شو!

خلک عموماً فکر کوي چې په سترو کمپنیو کې د دندو پایښت د وړو هغو په پرتله ډیر وي خو داسې نه ده!

دغه له دندو شړل شوو کې به ځینو زر دنده موندله خو ځینو نور به بیا بیخي سرګردانه وو! هغوی چې زر یې دنده موندله دلیل یې په کار پوهیدنه، کمپنۍ ته د ارزښت اضافه کیدنه او د ابتکاراتو راوړل وو!

ما له دغو شړل شوو څخه ډیر هغه یې په دندو وګمارل! ما به دوی کې هغه لټول چې زما د کمپنۍ د بریا، د موخو د لاسته راوړلو لپاره ارزښتناک وو!

زه په کاري مصاحبې کې ښه جدي ګورم چې یو سړی زما کاروبار ته ګټه راوړلی شي او کنه! که په خبرو کې یې زما د کاروبار لپاره ښکاره کومه ګټه نه وه نو زه دفتر په خوشې کسانو نه ډکوم!

که چیرې ته ماته په کاري مصاحبې کې ووایې چې یاره ته زما د کاروبار لپاره له ځان سره پلان لرې او ددغه پلان تطبیق به ددې سبب شي چې په یو کال کې زما اداره ۱۰ سلنه ګټه وکړي او په دغه لس سلنې ګټې یوه سلنه لګښت راځي نو زه به دې بې له ځنډه په دنده وګومارم!

که په لنډو ټکو کې ووایم: متشبث هیڅکله بې کاره نه پاتې کیږي! ځکه هغه په لاندو ټکو عمل کوي:

الف: هغه کمپنۍ په ګوته کوي چې دی ورته کار کولای شي!

ب: په هغو ټکو پوه وي چې دی یې د ارزښت په توګه یوې کمپنۍ ته ور اضافه کولای شي!

ج: د ارزښت د اضافه کولو لپاره ورسره منظم کاري پلان شتون لري!

د: په کومې کمپنۍ کې چې غواړي کار وکړي، په هغې کې له هغه وړ کس سره غواړي وګوري!

س: متوقع استخداموونکې د تشویق لپاره جامع او جالب پرزنټشن جوړوي!