+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

څنګه بشپړ پوټانسیل ترلاسه کړو؟

article-485.jpg

ژ: روکیان 

هر متشبث په دې باور دی چې ډیر کار کول او خپله اداره له پورونو ویستل کولای شي، د یوې ادارې د پرمختګ سبب شي!

خو یوه خبره په یاد ولرئ هغه دا چې یوازینی شی چې موفقیت تضمینولای شي: شله توب/دوامداره په یوې موضوع کار کول!

ډیر په دې باور دي چې که یو څوک خورا لایق وي نو بریالی دی! دغه نړۍ له ډیرو لایقو خلکو ډکه ده خو بریالي نه دي!

ددې سرچپه ډیر داسې دي چې لایق نه دي خو په خپلو موخو پسې شله توب دې ځای ته رسولي چې سترې بریالیتوبونه ترلاسه کړای شي!

ځینې لنډې مشورې به په دې ډول وي:

الف: موخې وټاکه او ګردچاپیره ترې تاویږه!

یوازې موخې ټاکل مهم نه دي بلکې هر څه چې کوې یو ډول باید دغو موخو ته ګټه رسونکی وي او باید ددې سبب شي چې یو پړاو مو د موخو په لوري نږدې کړي!

سټیو جابز یو ځلې ویلي وو: ستر کار ترسره کول په دې مانا چې هغه څه سره چې ترسره کوې یې باید مینه ولرې!

نه ووایه:

وارن بوفې وایي: د بریالیو او ډیرو بریالیو  ترمنځ توپیر دا دی چې ډیر بریالي ډیر "نه" وایي!

د افغانانو ستونزه هم داده چې په ډیرې اسانۍ "نه" نه وایي! داسې کارونو لپاره هم هوکړه کوي چې ښه پوهیږي چې یې نشي ترسره کولای!

۳: مخکې له دې چې غبرګون وښیې، غوږنیسه!

غوږ نیول افغانانو ته اسان کار نه دی! هڅه کوي چې زر ځواب ووایي؛ دوی ته مهم نه دی چې ځواب به یې څه پایلې ولري خو هڅه کوي چې لومړني شي!

که غوږ ونیسي، دوې ګټې به یې کړې وي: په کیسه به پوره پوه شوی وي او له بل پلوه به یې له متکلم سره صحي کاري اړیکې جوړې شوې وي!

۴ د نورو لپاره اغیزمن شه!

ځینې خلک یوازې د خپل ځان مسؤلیت لري خو بیا ځینې داسې هم شته چې ډیر نور ورته سترګې په لار وي!

که غواړې چې مشر شې او په نورو اغیزمن شې،

الف: ډیر زده کړه،

ب: ډیر ترسره کړه

تشویق ددې مانا نه لري چې تاسو دې هر کال خپلو مامورینو ته بونسونه او یا هم نورې جایزې ورکړئ، بلکې هغه په دې دلیل قانع کړه چې سهار له خوب پالنګه ولې پاڅي؟!!

۵: زده کړه مه پریږده!

د ځینو لپاره د زده کړو پای ۱۲م وي؛ د ځینو نورو لپاره ۱۶م خو په یاد ولرئ چې د اوسنۍ نړۍ بدلون او سرعت خوار چابک دی! نن له پرون څخه پوره بدل دی!