+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د استخدام مرګونې ګناوې:

article-467.jpg

Greg Schott

ژباړه: روکیان

هر استخدامونکی مدیر په دې هڅه کې وي چې زر،زر استخدام ترسره کړي.

استخداموونکي مدیران باید په دې پوه شي چې د صحیح کس موندل وخت نیسي.

کله،کله خو استخداموونکي مدیران دومره تر اغیز لاندې راشي چې خپل معیارونه بدلوي او یا هم هڅه کوي چې ټيټ معیارونه وټاکي ترڅو زر استخدام ترسره کړي، چې بیا پایله دا شي چې د کلونو جوړ ټيم د همدغه استخدام په پایله کې پاشل کیږي!

استخداموونکي مدیران په هیڅ صورت باید معامله ونکړي. بل اړخ ته موږ دې ته هم متوجه یو چې زیاتره استخداموونکي مدیران د مرکې کولو، استخدام، او دغوره کاندید په پیژندلو نه پوهیږي او نه هم ورته د اړتیا وړ روزنه ورکول کیږي!

ددې لپاره چې روغ او په شرایطو وړ کس مو موندلی وي، نو له لاندو ۷ ګناوو څخه ځانونه وژغورئ:

اوله ګناه: استخدام ته پوره وخت نه ورکول! له یوې خوا د غوره نوماند موندل او استخدام وخت نیسي، له بل پلوه استخداموونکي مدیران د وخت له کمي سره مخامخ وي! غوره به وي چې د استخدام لپاره کافي وخت په نظر کې ونیول شي!

دویمه ګناه: د نوماند ریفرنس ته په ټيټه سترګه کتل:

د یو نوماند ریفرنس هومره مهم دی څومره یې چې پخپله دی! د نوماند ریفرنس ځکه مهم دی چې له نوماند سره یې کار کړی، د هغه په خوی، کلتور، ځانګړتیاوو له بل هر چا ښه پوهیږي. د نوملي (کاندید) له مرجع/ریفرنس سره ښې اړیکې جوړې کړئ او له هغه سره د لیدلو لپاره وخت وباسئ.

دریمه ګناه: د اړتیا وړ مسایل عموماً نه مطرح کیږي؟

استخدامونکی مامور هڅه کوي چې زر تر زره کس ونیسي ترڅو "خانه" ډکه کړي خو ډیره کمه هڅه کوي چې په هغو مسایلو خبرې ورسره وکړي چې مهمې دي لکه: کاندید به څنګه او څومره ولایتونو ته سفرونه کوي؟ دفتر ته تګ و راتګ یې خوښیږي او کنه؟ هغه کار چې ورته سپارل کیږي، تیار دی چې لستوڼي ورته را بډ وهي! ستاسو کمپنۍ ته په کوم نظر ګوري—وړه او د غټې کمپنۍ ذهنیت خو ورسره نشته؟

څلورمه ګناه: تجربې ته په لیاقت فوقیت ورکول!

عموماً استخداموونکي مدیران هڅه کوي داسې یو کس په دنده وګماري چې په ورته مقام/دنده یې وار له مخه کار کړی وي، او یا هم د ورته کار د ترسره کولو تجربه لري؛  عموماً ګورئ چې نوملی ستاسو ادارې د اوږد مهالو موخو، د ادارې لرلید ته په راتلونکو ۳ میاشتو او یا هم یو کال کې څه کولای شي؟!

پنځمه ګناه: په خبرو یې غلطیږي!

ځينې کسان د خبرو کولو ښه مهارت لري؛ په ډیر کمال سره خبرې جوړوي او د مرکه کوونکی ټیم یې په خبرو غلطیږي. مرکه کوونکی باید هڅه وکړي چې د هغه په خبرو کې مهم ټکي وګوري چې د کمپنۍ لپاره یې څومره مهم دي او څومره یې له موخو سره مرسته کولای شي.

شپږمه ګناه: له یوې دندې و بلې ته ټوپ وهونکي!

دا ډول خلک به مو لیدلي وي؛ نن په یوې ادارې کې سبا بلې کې! که له دغو حلکو سره مخامخیږئ، له هماغه پیله یې رد کړئ. دوی چې هغې بلې کمپنۍ/ادارې ته ژمن پاتې نشول نو تاسو ته به څه ژمن پاتې شي!

یوازې هغه کسان به مو په درد وخوري چې تر ډیره له نورو کمپنیو سره پاتې شوي وي؛ او زر،زر استخداموونکي نه بدلوي!

اوومه ګناه: د ریفرنس چک کول وروسته له هغې چې د استخدام تصمیم یې ونیول شي!

 

زیاتره استخداموونکي هڅه کوي چې د نوملي ریفرنس هغه مهال وګوري کله یې چې د هغه د غوراوي په اړه نهایي پریکړه وکړله! دغه مهال که ریفرنس چک شي او یا نه مهم نه دی! غوره به وي چې د بشري زیرمو ډیپارټمنټ د نوملي له مدیر سره د لینکډین او یا هم نورو ټولنیزو شبکو له لارو په اړیکه کې شي او له هغه وپوښتي چې ددوی مامور له دوی سره په کار کې څنګه و؟ آیا دوی به یې بیا مقرر کړي؟ کاري وتیاوې یې څنګه وې؟