دریم درس: په اساساتو کار وکړه:
د اغیزمن مشرتوب لپاره بلا لارې چارې شتون لري! په ټولو کې اساسي خبره په لاندې اساساتو کار کول دي:
- ګانده دې طراحي کړه: په دې هم خپل ځان او هم خپل ټیم پوه کړه چې په کوم لوري او چیرې روان یاستی!
- اجراات پلان کړه: کله چې ته او ټیم دې په دې پوه شو چې چیرې ځی نو دویم ګام په دې کار کول دي چې څنګه باید خپلې موخې ته ورسیږې؟
- استعدادونه بوخت کړه: کله دې چې د تګ لاره طرحه کړه چې څنګه باید لاړ شې، دریم ګام دې باید دا وي چې خپل ټیم په کار واچوې او بوخت یې کړې.
- د سبا په استعداد کار وکړه: د سباني پروګرام، د سبا مواقعو لپاره نوي استعدادونه وروزه.
- پخپل ځان پانګونه وکړه: هیڅوک پوره نه دي! په بازار کې د دایمي شتون لپاره باید او باید تل د مارکیټ په شرایطو بلد وې.