دویم درس: مشر باید مبتکر وي
د رهبرۍ پرونی شکل او ډول یې نن نه دمنلو وړ دی او نه هم چلیږي! نني مشران باید:
- د امر چلولو پرځای تربیې ته پاملرنه وکړي
- د مدیریت کولو پرځای باید خپل ټیم ته اسانتیاوې برابرې کړي؛ په تخنیکي موضوعاتو یې بلد کړي؛ د نوي عصر له اړتیاوو سره یې اشنا کړي
- د درناوي غوښتلو پرځای، قدرمن واوسي، درناوی وکړي او درناوی خپور کړي
- د بریا ترڅنګ د ماتې په مدیریت هم پوه وي
- متواضع واوسي او څومره یې چې وس کیږي، هومره باید نورو ته د ځلا موقع برابره کړي.