+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

یوویشتم درس:له خپلو غلطیو یې زده کړه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

یوویشتم درس:له خپلو غلطیو یې زده کړه:

هر سړی هڅه کوي چې له غلطیو لیرې وي؛ ترسره یې نه کړي او یا هم په یو ډول ترې ځان وساتي خو بیا هم نه کیږي. انسان ضعیف دی او اشتباهات ترې سر خوري.

تل خپله غلطي منه: کله چې غلطي درڅخه وشي نو بیا یې د پټولو هڅه مه کوه؛ پرده پرې مه اچوه! بهانې ورته مه لټوه! په نره اعتراف پرې وکړه.

بدلون ته لار ومومه: انسان چې کار کوي نو ستونزې به هم ورته جوړیږي؛ خلک به انتقادونه هم پرې کوي ځکه په کار کې به یې خامیانې وې او اشتباهات به ترې سر خوري! رییس سره دې کینه او په خبره یې پوه کړه چې ته له غلطیو څخه  د وتلو لپاره کومې لارې چارې لرې! د پرمخیون لپاره درسره نخچه څه ده!

د تشویشونو له جال څخه ځان وباسه:

 

غلطي کیږي؛ چې وشوله بیا نو پرې ډیر سر مه خوره! بیا نو ځان په سوچونو کې مه غرقوه! غوره به وي چې بیا په حل لارې فکر وکړې او د سبا لپاره فکر وکړې.