+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دیارلسم درس: خپله اجنډا مرور کړه

Rokyan Management Consultancy International FZE

دیارلسم درس: خپله اجنډا مرور کړه:

ژ: ایلم

مخکې له دې چې یو څوک د نورو منظمولو په تکل کې شي، باید لومړی خپل ځان منظم کړي—او د خپل ځان منظمول اسان کار نه دی!

  • لږ تر لږه درې شیان مخکې له غرمنۍ ترسره کړه: هره ورځ سهار باید خپل کارونه داسې ترتیب کړې چې درې مهم شیان مخکې له غرمنۍ خوړلو ترسره کړې. په دې ډول سره به نه یوازې کاري پرمختګ ولرې بلکې له خپل ځانه به راضې وې او له خوړلو به خوند اخلې.
  • ستر او لوی کارونه په برخو وویشه: ټول کارونه په یو ځل نه کیږي. او نه یې هم په یوه منډه کولای شې. غوره به وي چې کارونه په برخو وویشې؛ د برخو ترسره کول دې تشویقوي او احساس کوې چې لاس ته راوړنې لرې. تل هڅه کوه چې د کار غوښنه برخه د ورځې او یا هم اونۍ په پیل کې ترسره کړې.
  • غوره به وي چې ورته کارونه په یو وخت ترسره کړې:

 

ددې لپاره چې ته هم ستړی نشې او وخت دې هم بچت شي، هغه کارونه چې کاري ربط سره لري، په یو وخت کې ترسره کړه.