اووم درس:په ټکنالوژۍ دې اتکا کمه کړه:
ژ: ایلم
څومره دې چې وس کیږي، هومره په ټکنالوژۍ خپله اتکا کمه کړه. که له یوې خوا ټکنالوژي کارونه اسانوي او زر یې ترسره کوي خو له بل پلوه تر ډیره د ستونزو جوړولو سبب هم شویده. ډیر کم خلک پیدا کیږي چې شمیرې دې په یاد وساتلی شي. د عادي جمعې او منفي لپاره حساب ماشین او یا هم موبایل ته منډه کوي. په لاس لیکل خو د پخوا په پرتله ډیر کمزوري او خراب شویدي.