+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

توپیر لوی او ووړ نه لري!

article-334.jpg

ژ: روکیان

د یو سړي عادت و چې هر سهار د لیکلو لپاره ساحل ته لاړ شي! مخکې له دې چې لیکل پیل کړي نو په قدم اخیستلو یې پیل وکړ! یو څو قدمه یې چې واخیستل، لرې یې یو سړی په ریګو کې ولیده چې ګډا ته ورته حرکات یې ترسره کول.

سړی نور هم ګړندی شو چې دغه ګډیدونکي سړي ته زر ورسیږي. ورنږدې شو چې ګوري یو کس له ریګو څخه د اوبو لخوا د شپې پرمهال راوړل شوي ماهیان راوباسي او اوبو ته یې غورځوي.

تازه را رسیدلي سړي له دغه کس څخه وپوښتل چې دا څه کوي؟

"غواړم ماهیانو ته نجات ورکړم!"

"دا خو په کیلومترونو ساحل دی څومره ماهیانو ته به ته نجات ورکړې! ستا دغه کار به په ساحل کې کوم توپیر رامنځته نشي کړای!"

ګډیدونکی سړی یو ځل بیا ځمکې ته کوز شو او یو ځل بیا یې یو څو ماهیان اوبو ته وغورځول او هغوی په ټوپونو شول! ګډیدونکي سړی چې لا هم لګیا و ولاړ کس ته وویل:"که د ټول سمندر لپاره کوم توپیر نشم رامنځته کولای ددغو څو ماهیانو لپاره، هغه دی تا ولیدل چې یو څه تغیر مې خو رامنځته کړ!"

 

که تاسو کینی چې خیرات به هغه وخت کوی چې میلیونر شئ؛ او یا هم هغه وخت به مو خیر یو چا ته رسیږي چې په یو غټ مقام فایز شئ نو دا شیان کله ممکن وي او کله هیڅکله نه! خیر رسول له هغه څه پیل کړی چې په وس کې مو همدا شیبه پوره دي!