ژ: روکیان
یو سړی لاړ او په یوې لویې کارخانې کې یې د مدیریتي پوست لپاره عریضه ورکړله. له لومړنۍ مرکې په بریا سره تیر شو او په دویم پړاو کې د کارخانې مشر غوښتل چې له دغه متوقع مدیر سره وګوري!
مخکې له مرکې، رییس د متوقع مدیر ټول کاري اسناد ولیدل؛ عجیبه اسناد یې وو! سړی خورا زیات لایق و! لوړې ډګرۍ یې اخیستې وې!
د مرکې پرمهال، د کارخانې د رییس لومړنۍ پوښتنه دا وه چې:"په ښوونځي او پوهنتون کې دېسکالرشیپ اخیستی و؟"
د عارض ځواب و: نه!
د کارخانې رییس: نو څنګه پلار دې روپۍ پرېکولې؟
عارض: د یو کابل به وم چې پلار مې مړ شو! مور مې له ښوونځي تر پوهنتونه زما د سبقونو پیسې ادا کړیدي.
"مور دې چیرته کار کوي؟"
"مور مې د خلکو جامې مینځي!"
"لاسونه دې وښيیه!"
رییس چې د هلک لاسونه ولیدل نو پاک، صاف او سوتره وو.
"مور سره دې کله هم په کارونو کې مرسته کوې؟"
"نه هیڅکله نه! مور مې زه نه پریښودلم! تل به یې را ته د سبقونو د لوستلو ویل!"
"زه درته یو پیشنهاد لرم! نن چې کور ته لاړ شې، نو د مور لاسونه دې وګوره! ښه یې ومینځه! سبا چې راغلې نو بیا له ما سره وګوره!"
هلک چې کور ته لاړ نو له موره یې هیله وکړه چې خپل لاسونه ور وښیي. مور یې هم خوښه شوله ځکه لومړی ځل و چې ځوی ورڅخه یوه ناآشنا غوښتنه کړې وه.
له یوې خوا هلک د مور لاسونه مینځل خو له بلې خوا یې له سترګو اوښکې روانې وې! لومړی ځل و چې هلک په دې پوه شو چې د مور لاسونه یې ګونځې شويدي، خراب شوي او مښل شویدي.
هلک پوه شو چې دده د پوهې او سبقونو لپاره یې مور څومره قربانۍ ورکړې وې.
د مور د لاسونو له مینځلو څخه وروسته، هلک د مور جامې هم ومینځلې!
په دغه شپه هلک او مور یې تر ناوخته یو ځای سره خبرې وکړې.
په دا بل سبا هلک کارخانې ته لاړ ترڅو د کارخانې له مشر سره د وعدې مطابق وګوري.
د مرکې پرمهال، رییس د هلک په سترګو کې اوښکې ولیدلې نو له هلکه یې وپوښتل چې هغه درس ورته تیر کړي چې ده د مور د لاسونو د لیدلو او پاکولو پرمهال زده کړ.
"ما د مور لاسونه ومینځل، پاک مې کړل او بیا مې د هغې ټولې جامې ومینځلې!"
"په دې پوه شولم چې د یو چا رسول څومره قرباني غواړي؛ په دې هم پوه شولم چې بې له موره، ددې امکان نه و چې زه دې دغه منزل ته ورسیږم."
رییس هلک ته په کتلو وویل: "نو اوس غواړو داسې یو کس په دنده وګومارم چې د نورو قدر پیژندلی شي او د پیسو ګټل یې د ژوند منزل نه وي!"
"ته وګومارل شولې!"
هلک په دفتر کې د ټولو خوښیده. د لاس لاندو کسانو ورسره مینه درلودله. د دفتر کاري کیفیت هم اوچت شو.
هغه کسان چې د پلار او مور په نازونو لوی شي؛ په دې پوه نشي چې ستونزې څه دي او څه کولای شي یو سړی جوړ کړي نو هغه هیڅکله له خپلو مامورینو، همکارانو سره ښه وضعیت نه کوي.
دغه ډول کسان به د علمیت له لحاظه اوچت وي او تر یوې مودې به بریالي وي خو د وخت په تیریدلو سره یې بازار خرابیږي؛ بیا نو خلک ورته د عزت په ځای په ټيټه سترګه ورګوري.
که ددغه هلک په څير ټول مور و پلار خپل زامن له ستونزو خبر نه کړي نو باور وکړئ چې د ډیری تعلیم یافته کسانو سرنوشت به دده په څير وي!
زه دا نه وایم چې ماشومانو ته مو ښه خوراکونه مه ورکوئ؛ خو د واښو د ریبلو پرمهال یې ځان ته وغواړئ او ورته وښایاست چې ریبل څنګه کیږي. د خوراک څخه وروسته ورته ووایاست چې د خپلې مور سره لوښي ومینځي دا ددې لپاره نه چې تاسو کومه مزدوره نشی نیولی بلکې ددې لپاره چې پوه شي چې ژوند څه شی دی!
د Kerwin Rae له دیوال څخه!