+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

موږ د خپل چلند مسؤل یاستو:

article-314.jpg

د فبروری ۲۲مه:

 ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

تقدیر په شکایتونو نه بدلیږي. ژوند له حیرانوونکو پیښو ډک دی؛ یوازې پخپل چلند کار کول ددې سبب کیږي چې سړی دې له دې عمري پروژې دایمي ګټه پورته کړای شي. 

 

بدګومانه له باده نالیږي!

خوشباوره هیله لري چې مسیر به یې بدل شي.

مشر بادوان برابروي!

هر کس پخپل چلند او برخورد کې باید غوره انتخاب ولري. زه هغه وخت ډیر حیرانیږم چې ځوانان د خپل برخورد او چلند مسؤلیت نه مني. که بړوس وي نو وایي چې په چپ اړخ پاڅیدلی یم. که په ژوند کې یو په بل پسې له ناکامیو سره مخامخ شي نو بیا وایي چې په ښه ورځ نه ده زیږیدلی! که کور کې یې نور د بریا په لوري روان وي او د ژوند اوچتو منزلونو ته خیژي او دی مخ په زوړ وي نو ګناه په مور باروي وایي چې په ښې ورځې یې نه یم زیږولی. که د واده وروسته ژوند یې ښه نه وي روان نو وایي چې له روغې ښځې سره یې واده نه دی کړی. دوی تل د خپلو ستونزو لپاره پړه په نورو اچوي. تاسو به داسې کسان لیدلي وي؟ زما او ستا په ژوند کې ستره ورځ هغه ده چې زه او ته د خپلو کړنو مسؤلیت ومنو. که مسؤلیت مو ومنه نو پوه شه چې همدا نن مو د ودې په لورې لومړی ګام کیښود.

له Developing Leader within You  کتاب څخه!