+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

فبروری ۲۰مه:

article-312.jpg

خلکو ته انرژي ورکړه:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

روانپوه هِنري هیچ ګوډارډ په ماشومانو باندې د هغوی د انرژۍ د کچې د مالومولو په موخه یوه سروې ترسره کړیده. ددې سروې د ترسره کولو پرمهال یې له یوې آلې کار اخیستی چې ده ورته دایرګوګراف “ergograph” نوم ورکړیدی. دده موندنې جالبې دي. دی وایي چې کله ماشومان ستړي شي او نوره د لوبو د ترسره کولو وړتیا ورسره نه وي پاتې، که دغه مهال دوی له یو چا څخه کومه هڅوونکې خبره، صفت او...واوري نو د انرژۍ کچه یې په ناڅاپي ډول لوړیږي او بیرته د هغه څه په لوري ځغلي او ترسره کولو هڅه یې کوي چې مخکې یې هیڅ د کولو اشتها نه لرله. په ورته وخت کې که دوی کومه مایوسوونکې او یا هم منفي خبره واوري نو فزیکي انرژي په ناڅاپي ډول ټيټيږي. 

 

د انرژۍ دغه لوړوالی او ټیټوالی به تاسو هم درک کړی وي. کله مو چې چا صفت کړی نو انرژي مو په ناڅاپي ډول لوړه شوې، مورال مو لوړ شوی خو ددې برعکس کله چې تر انتقاد لاندې نیول شوي یاست، مورال مو مات شوی او انرژي مو له لاسه ورکړیده. نو له دې څخه مالومیږي چې کلیمات خپل زور او ځواک لري.

ستاسو په فکر باید څه ډول کاري چاپیریال رامنځته شي چې په هغه کې له خلکو په ښو یاد شي. داسې الفاظ باید وکارول شي چې همدا واوریدل شي، خلک وغوړیږي او مخونه یې وځلیږي.

داسې یو کاري چاپیریال باید رامنځته کړئ چې خلک ترې خوند واخلي؛ د کار لیوالتیا یې پکې زیاته شي.

له 25 Ways to Win With People کتاب څخه!

همدا نن یو څه وکړه چې د نورو لپاره د یوه غوره چاپیریال د رامنځته کولو سبب شي!