غوږ نیونه او ډولونه یې:
لیکوال: سمیع الله ایلم، کابل
اکتوبر۲۰۱۳،۱۴
په افهام و تفهیم کې غوږ نیونه زښت زیات مهم رول لوبوي. تر هغې چې پوره او په بشپړ ډول غوږ نیونه ترسره نشي، ښه مفاهمه نه ترسره کیږي. خو دا هم یو حقیقت دی چې د غوږ نیونې په برخه کې ټول خلک یو ډول نه دي. کله، کله خو مقابل جانب (اړخ) چې خبرې کوي په مخاطبینو تور لګوي چی سپکاوی یی ورته کړی ځکه چی غوږ ورته نه دی نیول شوی. د مخاطبینو توجه بل طرف ته وه او د متکلم موضوع ته اهمیت نه دی ورکړل شوی.
کله، کله به مو اوریدلي وي چې خلک وایي دغه فلانکی زموږ هیڅ کار نه کوي خو چې کله هم ورغلي یو او خبره مو ورته کړیده نو پوره غوږ یې نیولی. خلک دلته که څه هم په دې خپه دي چې کار یې نه دی شوی خو بیا هم د یو ښه عادت درلودلو له کبله چې غوږ نیول دي، هغه غایب ته چې تاسو ته ترې کیسه کوي، کریډټ ورکوي.
کامیاب سیاستوال او سوداګر خپلو خلکو او پیرودونکو ته غوږ نیسي او په ډاډه زړه یې خبرې اوري. یوه ستونزه چې موږ یې لرو دا ده چې زموږ په ښوونځیو او یا هم د ژبو په ټولګیو کې هیڅ د غوږنیولو په نوم کوم مضمون نشته. یو لړ تجربې چې په دې برخه کې له ټولنې لرو هغه دا چې هورې هم د غوږ نیولو کلتور کمزوری دی. نه غوږ نیسو او نه هم چا ته د خبرې وار ورکوو ځکه چې موږ حوصله نه لرو او نه مو هم دې کلتور ته د ودې ورکولو په موخه کوم کار کړیدی. ما هم دغه څپرکی جدا ونیوه ترڅو دغه موضوع یو ډول اهمیت پیدا کړي او وکولای شي چې د لوستونکو توجه جلب کړي.
ترڅو پورې چې موږ غوږ ونه نیسو نو په موضوع نشو پوهیدلای. کله چې په موضوع پوه نشو نو حل به ورته څنګه مومو؟
حالات همداسې برابر شويدي چې سړی نشي کولای په ښه ډول سره غوږ ونیسي. ژوند په منډه شوی. موبایل دی، آی فون دی، آی پاډ دا ټول هغه شیان دي چې د سړي توجه ځان ته جلبوي. خلک خبرې کوي او ډیرې خبرې کوي. که غوږ هم وو نو په ذهن کې په یو بل څه فکر کوو، یا هم د متکلم پوښتنې ته د ځواب په لټه کې یو! له هرې خوا بوختیاوې ددې سبب شویدي چې د غوږنیونې کچه ټيټه شي.
کله چې موږ غوږ نه نیسو مطلب دا چې موږ بیا هم په خپلو غبرګونونو تأکید کوو؛ ذهن مو بند دی او بل څه نه مني.
په مفاهمې کې زیاتره مهال خلک په دې فکر وي چې اغیزمنه مفاهمه هغه یوه ده چې سړی ښې خبرې وکولای شي؛ مقابل اړخ ښه پوه کړای شي خو غوږ نیونه هومره مهمه ده څومره چې خبرې کول مهمې دي. ښه غوږ نیونکي غوره خبرې کوونکی هم وي ځکه کله چې دوی غوږ نیسي نو په دې پوهیږي چې مقابل جانب یې څه وایي او څه شي ته اړتیا لري. کله یې چې د مقابل جانب اړتیاوې وموندلې نو بیا په اسانۍ سره کولای شي چې ځان ته خپل مخاطب جذب کړای شي او له مناسبو لارو څخه ورته په رسیدلو کې ګټه پورته کړي.
که چیرې یو سوداګر خپل پیرودونکي ته په ښه ډول غوږ ونه نیسی نو د پیرودونکي په اړتیاوو به څه پوه شي؟ څنګه به وکولای شي د هغه قناعت حاصل کړي؟
غوږ نیونه یعنې څه؟ د مفهوم لاس ته راوړل د غوږونه په واسطه. موږ غږ ترلاسه کوو؛ بیا دغه غږ په کلیمو او جملو بدلوو. کله چې موږ غوږ نیسو نو اوازونه ترلاسه کوو. بیا مو ذهن ورباندې کار کوي چې له دې اوازونو یو مفهموم واخلو. غوږ نیونه د ژبو په زده کړه کې ډیر زیات مهم مضمون دی. په یاد ولرئ چې له غوږ نیونې مفهوم دا نه دی چې یو سړی دې د ویناوال وړاندې چوپ کیني. بلکې یو ښه غوږ نیوونکی پوښتنې کوي. خپل ویناوال درک کوي.
د غوږ نیونې او اوریدلو ترمنځ توپیر:
اوریدل یوه فزیکي پروسه ده چې په هغې کې تاسو یوازې او یوازې غږ اوری. خو غوږ نیونه د اوریدلو او تحلیل کولو ترکیب دی. او یا هم ویلی شو چې غوږ نیونه ذهني پروسه ده چې په کې تاسو غږ اورئ، مانا ترې اخلئ او په نتیجه کې خپل غبرګون ښیی خو اوریدنه تاسو ته موقع درکوي چې یوازی د غږ څپې ترلاسه کړئ، په فزیکی ډول اواز واورئ او بس.
غوږ نیونه د اوریدلو په شان نه ده. غوږ نیونه له اوریدلو څخه ډیره اوچته ده. په غوږ نیونې کې توجه ته اړتیا ده. د غوږ نیونې پرمهال باید نه یوازې دې ته چې کیسه څه شی ده بلکې دې ته هم متوجه و اووسې چې کیسه څنګه ویل کیږي. ویناوال کلیمات څنګه کاره وي او د اواز کیفیت یې څنګه دی. د غوږ نیولو پرمهال باید غوږنیوونکی لفظي او غیرلفظي دواړو ډولو پیغامونو ته متوجه وي. ستاسو غوږ نیونه و متکلم ته په دې پورې اړه لري چې ستاسو درک د موضو په اړه څومره دی.
د غوږ نیونې ډولونه:
نمانځونکې غوږ نیونه(Appreciative Listening):
کله چې د خوند او یا هم مزو لپاره څوک یو شي ته لکه موسیقۍ ته غوږ نیسي.
فعاله غوږ نیونه(Active Listening):
کله چې غوږ نیونکی د غوږ نیونې په پروسې کې فعاله ونډه اخلي. مخاطب هڅه کوي چې د متکلم خبرې په دقت واوري او په هغه څه ځان پوه کړي چې ورته ویل کیږي. له هو سره "هو" او له نه سره "نه" وایي. که چیرې پوه نه شي نو پوښتنې مطرح کوي. خپل شک لرې کوي او خپل ځان رسوي. هم په فزیکي ډول د متکلم په وړاندې وي او هم په فکري ډول.
تلقیني غوږ نیونه(Empathic Listening):
کله چې یو څوک ددې لپاره خپل متکلم ته غوږ نیسي ترڅو له ویناوال څخه احساساتي ملاتړ وښیي نو دې ته تلقیني غوږنیونه ویل کیږي لکه چې ډاکټر مریض ته غوږ نیسي او یا هم کله چې موږ خپل دوست ته د هغه لخوا د ستونزو د بیان پرمهال غوږ نیسو.
جامع غوږ نیونه(Comprehensive Listening):
کله چی زده کوونکي په ټولګی کی د ښوونکي لکچر ته غوږ ږدي ترڅو یو شی تری زده کړي. ددی غوږ نیونی مطلب د ویناوال په خبری ځان پوهونه ده.
انتقادي غوږ نیونه(Critical Listening):
کله چې یو څوک په دې موخه ویناوال ته غوږ نیسي چې خبر یې ومني او که رد یې کړي لکه د سیاسي نوماند خبرو ته غوږ نیونه او یا هم په محکمې کې د دوسیې په اړه پریکړو ته غوږ نه.
تبعیضي غوږنیونه(Discriminative Listening):
کله چې یو څوک په دې موخه غوږ نیسي ترڅو پوه شي چې سړی، ښځه، هلک جلکۍ، ګل، او که ګل پاڼه خبرې کوي.دلته هڅه په دې وي چې اوازونه سره بیل کړای شي او خبرې کوونکی وپيژندل شي چې څوک دی. غوږ نیوونکی غواړي د خبرې کوونکو په تعداد باندې ځان پوه کړي. که چیرې د لسو کسانو په منځ کې هم د یو ماشوم پلار خبرې وکړي نو ماشوم د خپل پلار غږ له نورو بیلولی شي.