+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د مفاهمې پیچلتیاوې

article-175.png

د مفاهمې پیچلتیاوې:

ل. سمیع الله ایلم، کابل

 

 

مفاهمه څومره چې ساده ښکاري، هغسې په عمل کې نه ده. 

·       مفاهمه یوازې اوریدل او خبرې کول نه دي. مفاهمه له خبرو کولو او اوریدلو څخه ‌ډیره اوچته او بیله ده. خبرې کول اوږد مهاله اړیکې نشي جوړولی خو مفاهمه اوږدمهالې اړیکې رامنځ ته کولای شي. تاسو به کله، کله په پیښور کې لیدلي وي چې بس ته د ختلو پرمهال، د بس نِګران(کلینډر)  ډیر ښه چلند کوي؛ مرسته درسره کوي؛ لاس در کوي خو کله چې کوزیږی ټیله کوي دی؛ وایې زر کوه چې مخې کې پولیس ولاړ دي. جریمه کوي مې! 

 

که پوره قضیې ته پوره پام وکړو، دلته د ختلو پر مهال د ګاډي کلینډر مفاهمه کوي خو د کوزیدلو پرمهال بیا یوازې خبرې چې مفاهمه یې نشو بللی.

که تاسو په ښار کې هټیو ته لاړ شی او غواړی چې کوم یو شی وپیری؛ په هټیوال مو که څو جنسه را کوز کړل او ترې وامو نه اخیستل نو حتماً به درته وایې چې سر دی اخیستونکي ته نه پاتې کیږي. سپکوي دي ځکه چې دلته هټیوال مفاهمه نه کوي. مفاهمه یې کمزورې ده. سبا دې زړه نه کیږي چې  هټۍ ته یې د سودا لپاره ورشی. بل چیرې ګران جنس اخلې خو له ده یې نه اخلې.

دلته ده چې ستاسو اړیکې له هټیوال سره پرې شوې. ادامه یې پیدا نه کړه. په اغیزمنه توګه خبرې کولو ته مفاهمه ویل کیږي. د اوریدلو پرځای باید غوږ ونیول شي.

غوږ نیول له اوریدلو اغیزمن دي. اوریدل د غوږ نیولو برخه ده.

  • مفاهمه دوه اړخیزه پروسه ده:تاسو به هغه متل اوریدلی وي چې وایي له یوه لاسه ټک نه خیژي نو مفاهمه هم همدا ډول ده. په مفاهمې کې باید تل دوې ډلې وي. مهمه نه ده چې په یوې ډلې کې څو او په بلې کې څومره کسان دي خو مهمه خبره دا ده چې باید دوه اړخیزه وي.

که چیرې د کرکټ لوبې مثال ورکړو نو په کرکټ کې که چیرې توپ وهونکي ته توپ وانه چول شي نو هغه به څه شی وهي؟ هغه خو له ځان سره لوبه نشي کولای. که برعکس یې هم واخلو همدا ډول به وي. که چیرې کوم سړی توپ اچوي او څوک نه وي چی توپ ووهي نو څه وایاست چې لوبه به ادامه ومومي؟

مفاهمه دوه اړخیزه ده. باید دوه کسان په کې وي. دوې ډلې په کې برخه واخلي. که یوه ډله توپ اچوي نو چې بله باید وي چې توپ ووهي. په مفاهمې کې هم باید که یو څوک خبرې کوي، بل باید ورته غوږ کیږدي. که دواړه په یو وار خبرې کوي نو هیڅ یو به مفهوم ترلاسه نه کړي او خپل هدف ته به ونه رسیږي.

  • په مفاهمې کې خلک ماناوې سره شریکه وي:کلهچې موږ کوم لفظي او یا هم غیر لفظي پیغام لیږو نو دا په مقابل جانب پورې اړه لري، چې هغوی پیغامونو ته څه ډول مانا ورکوي. کلیمې په اصل کې مانا نه لري دا خلک دي چې هغوی یې څنګه تعبیره وي. اوس نو مهمه خبره دا ده چې باید پوره هڅه وشي ترڅو هغه څه چې تاسو یې وایاست او تاسو یې د خپلو کلیمو په اړه فکر کوی، په داسې ډول سره وویل شي څو مقابل اړخ یې هم په هماغه  ډول سره ولوستل شي څو مقابل اړخ ترې بل ډول تعبیر وانخلي. که داسې ونه شي نو بیا به سؤ تفاهم را منځ ته شوی وي.
  • مفاهمه په غبرګون ولاړه ده:که غبرګون مثبت وي، نو مفاهمه به ادامه پیدا کړي او که غبرګون منفي وي نو مفاهمه به پرې شي. اوس پوښتنه دا ده که څوک په غبرګون نه پوهیږي نو مفاهمه به څنګه ادامه پیدا کړي؟ تاسو به لیدلي وي چې یو سړی خبرې کوي، وینا اوره وي یا هم یو استاد لکچر ورکوي خو ناست کسان به یو، یو له مجلسه وځي. مجلس پریږدي خو ویناوال به بیا هم خپلو خبرو ته ادامه ورکوي، روان به وي، غږیږي به! سړی نو حیران شي چې دا څنګه؟ دلته ویناوال د خلکو غبرګون نشي درک کولای. که ښه مفاهمه ولری، نو غبرګون به هم تل مثبت وي؛ خو که مفاهمه کمزورې وه، نو متوقع غبرګون به څه ډول وي؟

 

  • مزاحمتونه د مفاهمې لپاره مانع کیږيهر هغه اختلالات چې ستاسو مفاهمه پرې کوي؛ نه پریږدي چې ستاسو پیغام مقابل لوري ته انتقال شي مزاحمت بلل کیږي. کیدای شي چې دغه مزاحمتونه یا داخلي وي او یا هم خارجي. ناروغي، تشویشونه، سوچونه او په هوا کې قصرونه جوړول داخلي مزاحمتونه بلل کیږي چې انسان پرې مبتلا شوی؛ د چاپیریال له خوا متوجې اختلالات بیا نو بهرني دي چې نه پریږدي یو څوک دې ښه مفاهمه ترسره کړای شي.

 

  • د مفاهمې د اجرا لپاره چاپیریال مهم دی:ځکه مفاهمه په خپل چاپیریال کې ترسره کیږي. که چاپیریال یې نه وي نو د مفاهمې ترسره کیدل به اغیزمن نه وي. وایې اوبه په لوښي کې خوند کوي که لوښی ښکلی وي نو اوبه به هم ډیر خوند وکړي خو که د لوښي خوند نه و، د اوبو خوند هم تللی بولئ. مفاهمه هم داسې در واخلئ. که چیرې چاپیریال یې نه و برابر او ترسره شوله نو بیا یې مزه اوبو وړې ده. 

 

 

د مفاهمې په وړاندې خنډونه: 

  • مغزي فلتر:دوه انسانان هیڅکله په څيره کې یو ډول نه دي. کله چې په څیرو کې یو ډول نه دي نو په فکرونو، خیالاتو، پوهه کې هم یو ډول نه دي. هیڅ دوه انسانان یو ډول فکر نه کوي. د یو انسان مغزي فلتر له بل هغه څخه توپیر لري. دوه انسانان دوو موضوعاتو ته له بیلابیلو زاویو ګوري. له بیلابیلو اړخونو څخه یې تحلیلوي. دغه تحلیلول ددوی په فکر، خیال او ذهن پورې اړه لري. موضوع هغسې تحلیلوي څنګه یې چې ذهن رسیږي او څومره یې چې د مالوماتو کچه ده
  • کلتور:کلتور هم خپل اغیز پریښودلای شي او ښه جدي یې پریښودلای شي. کلتور هغه څه دی چې د انسان ذهن یې نیولی او ویني ته یې ځان رسولی. په ځینو ټولنو کې په لوړ غږ خبرې کول عام وي خو په ځینو نورو کې بیا دا ډول نه وي. که دوه کسان یې پخپلو کې کوي نو دریم یې نشي اوریدلای. په ځينو کلتورونو کې میلمستیا او له میلمه څخه پذیرایي یو ډول وي خو بیا ځینو نورو کې هغسې ډول هیڅ پیدا کیږي نه او یا یې هم کچه ټيټه وي. ځینې خلک او یا هم ولسونه د خپلو مشرانو په اړه په نظر ورکولو او خبرو کولو کې محتاط وي خو ځینې نوره بیا کاواکه او بې باکه وي. که چیرې دوې ډلې د یو بل په کلتور پوهې نه وي نو په مفاهمې کې به ستونزې ولري.

 

  • ژبه:که چیرې دوې ډلې د یو بل په ژبه، کلیمو او اصطلاحاتو پوه نه شي نو مفاهمه به له خنډ سره مخامخ شوې وي. کیدای شي په داسې یو شي یې سره لانجه شي چې د لانجې موضوع به نه وي. دواړه به یو شی غواړي خو یو بل به پوهولی نشي او بالاخره به یې ترمنځ ستونزه پیښه شوې وي.
  • فزیکي خنډونه:د یو دفتر داسې طراحي چې مامورین یې په مختلفو تعمیراتو کې ځای پرځای شوي وي او یا هم په مختلفو ولایتونو او یا هم ښارونو کې د یو دفتر ساحوي دفترونه. که چیرې ددغو دفترونو ترمنځ د ارتباط د ټینګولو په خاطر عصري ټکنالوجي و نه کارول شي نو مفاهمه به ضربه وموي. د ارتباطي وسایلو زوړوالی او خرابوالی هم کولای شي چې په مفاهمې کې خنډ او ځنډ رامنځ ته کړای شي.

 

مریضی، تشویشونه، خیال پلوونه هم فزیکي خنډونه ګڼلی شو چې مفاهمه نه پریږدي هغسې چې اړتیا یې ده ترسره شي.

  • د اداري جوړښت ډیزاین:که اداري جوړښت ګونګ طراحي شوی وي او مامورین خپل مستقیم مدیر و نه پیژني او یا هم د څو مدیرانو ترمنځ ویشل شوي وي نو حتماً به په مفاهمه کې خنډ را منځ ته کیږي.  ځکه یو مامور په یو وخت کې باید یو کس ته مسؤل وي او له یوه کسه احکام، فرمایشات ترلاسه کړي. د ډیرو کسانو لاس لاندې کار کول به په اداره کې ګډوډۍ ته لار پرانیزي. څومره چې اداري تشکیلات ډیرې طبقې ولري په هماغه اندازه یې د مفاهمې خلا زیاتیږي. د مفاهمې خلا عموماً د ادارې په اوږدو (طویل) تشکیلاتو کې اصلې ستونزه ګڼل کیږي.

 

  • خوی او عادتونه: د یو کس خوی او عادتونه هم کولای شي په دفتر کې د مفاهمې خنډ شي. ځینې نور مامورین به ځکه ورسره مفاهمه نه کوي چې تیز دی، بی ځایه جدي کیږي؛ پوچ خولی دی او یا یې هم شخصیت ترپوښتنې لاندې دی. تعصبات او تبعیضونه هم کولای شي چې د مفاهمې په ترسره کیدلو کې خنډ واقع شي. خلک هغه څه ته غوږ نیسي او دلچسپي په کې ښیي چې دوی یې واقعاً د اوریدلو هیله لري نه هغه څه چې بس ویل کیږي.