د مفاهمې شالید:
دا به د منلو وړ نه وي چې یو څوک دې ووایي چې مفاهمه څو کاله وړاندې او یا هم د عصري علومو له پيل سره یو ځای رامنځ ته شویده. هغه وخت چې عصري علوم نه ول خو خلک ول. ژوند و.
خلکو به حتماً له یو بل سره موضوعات مطرح کول. نظریات به یې سره تبادله کول؛ یو بل ته به یې غوږ نیوه. خبرې به یې کولې. پیغامونه به یې یو بل ته لیږل. جلسې او ناستې به یې سره دایره ولې. د خپلو کارونو د اجرااتو په اړه به یې راپورونه—خو په دغه شکل نه چې نن دي—وړاندې کول.
سیي ده چې د لیکلو عصري شکل چې نن یې لرو؛ وسایل چې نن یې کاره وو؛ ډیزاین چې نن ورڅخه ګټه اخلو په دې ډول پرون څه شی نه ول ځکه چې پرون یې اړتیا نه وه.
که خط لیکل وو، هغوی په هماغه انداز ښه پوهیدل چې کاراوی یې. که لیږل ول، هغوی ته یې په هماغې کوترې پس تړلو مشکل ور رفع کاوه؛ په پاکټ کې بندول یې هم کارول؛ له پوستې یې لیږه. بس ستونزه حلیده. پیغام رسیده. مقابل اړخ خپل ځواب اخیسته.
سماریانو د ښې مفاهمې لپاره، د پیغام د لیږد را لیږد لپاره شکلونه او تصویرونه په خټو ویستل. مصریانو بیا (hieroglyphic writing) معرفي کړ. د یونان خلکو نړۍ ته فونیټیک الفبا معرفي کړه. ۱۴۰۰ کاله مخکې له میلاده، د چینایانو داسې اسناد وموندل شول چې په هډوکو یې لیکل کړي وو. له میلاد څخه۱۲۷۰ کاله مخکې، لومړنی دایرت المعارف په سوریې کې ولیکل شو. په ۹۰۰قبل المیلاد کې د چین حکومت لومړنۍ پوستي چوپړتیاوې پیل کړې.په ۷۷۶ قبل المیلاد کې لومړنۍ کورنۍ کوترې د اولمپیک لوبو د ګټونکي خبر اتنیانو ته ورساوه. په ۵۳۰ قبل المیلاد کې یونانیانو لومړنی کتابتون پیل کړ. د ۵۰۰ او ۱۷۰ قبل المیلاد ترمنځ لومړنۍ د پیپرس پاڼې د لیکلو په موخه چې د وخت ترټولو نوی او عصري کاغذ و وکارول شو.
د اشخاصو او افرادو لخوا د پیغام لیږد را لیږد هغه وخت عادي خبره وه. د پیغامونو دغه لیږد را لیږد د وخت په تیریدلو سره مخ په وده و او بدلونونه رامنځته کیدل.
په ۱۰۵ز کې چینایي Tsai Lun کاغذ را منځ ته کړ. په ۱۴۵۰ز کې اروپایانو لومړنی اخبار راوویسته. په ۱۴۵۵ز کې جوهانس ګوتنبرګ د چاپ ماشین رامنځ ته کړ.بیا نو کامره راغله. په ۱۶۵۰زکې لومړنۍ ورځپاڼه خپره شوه. بیا نو داسې خبره تامس ایډیسن ته ورسیدله. هغه نو فونو ګراف رامنځ ته کړ. ایمایل برلاینر ورپسې ګراموفون راوویسته. جورج ایسټمن (George Eastman) د کوډک (Kodak) دفلم کامرې رامنځ ته کړې.
Almon Strowger اتومات ټیلیفون اختراع کړ. Guglielmo Marconi بې سیمه ټیلیګراف راوپنځاوه. بیا یې ورپسې لومړني رادیویي سِګنال په اتلانتیک کې رامنځ ته کړل. ټومس اډیسن خپلو اختراعاتو ته ادامه ورکړه، غږیز حرکي تصویرونه یې وپنځول.
بیا نو په ۱۹۲۵ ز کې John Logie Baird لومړني ازمایښتي تلویزوني سیګنالونه رامنځ ته کړل. د وارنر ورونو ستډیو په دې وتوانیدله چې غږ له فلم څخه جدا او بیل ثبت کړي چې دې کار د ټامس اډیسن کار ته لا پرمختګ وبخښه.
بیا نو په ۱۹۲۷ز کې NBC دوې رادیویي شبکې فعالې کړې. لومړني تلویزون له انګلستانه خپرونې پیل کړې. په ۱۹۳۰ز کې امریکا هم تلویزوني خپرونې پیل کړې. په ۱۹۳۸ کې تلویزون په دې وتوانید چې خپلې خپرونې ثبت کړای شي. له دې څخه مخکې تلویزونونو یوازې او یوازې ژوندۍ خپرونې درلودلې. بیا نو په ۱۹۳۹ز کې د مهال ویش مطابق تلویزوني خپرونې چې منظمه بڼه یې درلودله پیل شوې.
په ۱۹۴۴ز کې Harvard Mark I کمپیوټرونه د حکومت د استعمال لپاره وکارول شول. د کمپیوټر کارولو د مالوماتو نړۍ په ځلیدو کړه.
په ۱۹۵۱ز کې کمپیوټرونه د سوداګریزو موخو لپاره وپلورل شول. بیا نو په ۱۹۵۸ ز کې Xerox machines (زیراکس ماشینونه)رامنځ ته شول. په ۱۹۶۳ز کې zip code په امریکا کې رامنځ ته شو. بیا نو په ۱۹۶۶ز کې لومړنی فکس ماشین اختراع شو. په ۱۹۶۹ز کې لومړنی انټرنیټ ARPANETپیل شو.
په ۱۹۷۱ز کې floppy disc وکارول شو. په ۱۹۶۷ز کې Apple I کمپیوټرونه رامنځ ته شول. ټیډ ټرنر د سټلایټ له لارې نړیوال پروګرامونه پیل کړل.
بیا نو جاپان په ۱۹۷۹ز کې cellular phone راوکیښ. سوني واک مین یې په ۱۹۸۰ز کی اختراع کړل. په ۱۹۸۱ز کې IBM PC وپلورل شو. mouse د کمپیوټر برخه وګرځيد.
په ۱۹۸۳ز کې د ټایم مجلې، کمپیوټر ته د کال د سړي لقب ورکړ. په ۱۹۸۵ز کې په کمپیوټر کې سي ډي رام ځای پر ځای شو. په ۱۹۹۴ز کې د www انټرنیټي چوپړتیاوې پیل شوې.
نور نو تاسو پرې پوهیږئ چې څه او څه په دې برخه کی ترسره شول.
د hotmail او yahoo برسیره بیا په په دې وروستیو کی د gmail چوپړتیاوې هم پیل شوې. فیسبوک، ټویټر، یوټيوب، او سکایپ رامنځ ته شول. ددوی استعمال خو په عربي هیوادونو کې تباهی رامنځ ته کړې، دیکتاتوران یې را وپرځول. هغه څه چې ګټور بلل کیدل، بندیزونه پرې ولګیدل خو خوشبختانه او یا هم بدبختانه اغیز یې دومره زیات شوی و چې له منځه وړل یې نور د وس کار نه و.
د مفاهمې واټنونه د ملتونو ترمنځ بیخي لنډ شول. نړۍ سره وتړل شوه. نن سبا یو څوک کولای شي چې په یو وخت کې له لندن، امریکا او کابل سره په تماس کی شي. په دریواړو موقعیتونو کې هم کس لیدلی شي؛ هم ورسره خندلی شي او هم ورسره د خپلې خوښې مطابق موضوعاتو په اړه ورسره بحث کولای شي.
دا به د مفاهمې او د مفاهمې د وسایلو پای نه وي؛ تراوسه مالومه نه ده چې نور به څه و څه رامنځ ته کیږي خو دغه کاروان روان دی او خپل منزل لنډه وي.
د مفاهمې تعریفونه:
مفاهمه د لفظي او یا هم د غیر لفظي پيغام د لیږلو او اخیستلو دوه اړخیزه پروسه ده چې په مؤثره او مثمره توګه د یوې ادارې د ننه او یا هم بیرون ترسره کیږي.
د پیغام لیږلو او اخیستلو دوې اړخیزې پروسې ته مفاهمه ویل کیږي. د نظریاتو ادلون بدلون ته مفاهمه ویل کیږي.
یو شی چې په دې ټولو تعریفونو کې مشترک دی هغه پیغام دی. پیغام د مفاهمې زړه او روح بلل کیږي. کله چې پیغام نه وي نو مفاهمه نشي رامنځته کیدلی.
پیغام د مفاهمې هغه هستوي برخه ده چې په منځ ته راتګ سره یې د مفاهمې ټوله پروسه له خپلو ټولو نورو برخو سره تړل کیږي. پیغام به یا لفظي وي او یا هم غیر لفظي. لفظي هغه چې کلیمات په کې کارول شوي وي. کلیمات په تحریري بڼه هم کاریدای شي او په تقریري بڼه هم. نو دلته ویلای شو چې لفظي پيغامونه به یا په تحریري ډول وي او یا هم په تقریري. کوم پیغامونه چې له دې کټګوریو وځي نو هغوی به بیا غیرلفظي وي لکه په اشاراتو سره پیغام لیږل. د لاس، پښو، سر، شونډو، او اوږو په کارولو سره پیغام لیږل چې په دې اړه به مکمل او هر اړخیز بحث وروسته ترسره کړو ځکه چې د نن سبا ورځې زیاترو پیغامونو لیږد کې له دې ډول لارو څخه ګټه پورته کیږي.
کله چې پیغام رامنځ ته شو نو لیږونکی(مرسل) یې هغې دویمې ډلې ته لیږي.
دغه مرسل کیدای شي چې یا لوستونکی، ویناکوونکی او یا هم لیکونکی وي. د یوه شي د انتقال لپاره لازمه ده چې باید کومه وسیله له ځان سره ولرو. وسیله چې په انګریزۍ کې ورته medium ویل کیږي، باید د مخاطب او یا هم مرسل الیه ته په کتو وټاکل شي.
مرسل الیه یا مخاطب هغه بل اړخ ته ویل کیږي چې پیغام اخلي او یا هم پیغام ورته لیږل کیږي. مرسل الیه به یا غوږ نیونکی وي، او یا به هم ستاسو د پيغام لوستونکی وي که پیغام په کتبي بڼه لیکل شوی وي.
هڅه باید وشي چې مخاطب او یا هم مرسل الیه ته زیاته پاملرنه وشي ځکه همدغه مرسل الیه دی چې موږ ورته پیغام لیږو، او یا یې هم ورته لیکو. که چیرې پیغام د مرسل الیه په خوښه نه وي نو حتماً به نوموړی خپل غبرګون منفي ښیي او یا به یې هم په اړه بې تفاوتي څرګنده وي.
کله چې هم مرسل الیه پیغام ترلاسه کړي، نو په اړه یی خپل تاثرات ښیی، او یا یې په مقابل کې ځواب کاږي. دغه غبرګون چې مرسل الیه یې ښیی شاید وځنډیږي هم!
مثلاً د اوړي په ورځو کې تاسو د بوټونو په اړه یو اعلان ګورئ. کیدای شي موسم ته په کتو مو اوس اړتیا نه وي چې بوټان وپیرئ. تاسو کیدای شي ووای چې ځه یاره یو څه ژمی چې رانږدې شو نو بوټان به واخلو. یا مطلب دا چې تاسو وایاست چې نن، دا شیبه، او یا هم دغه اونۍ بوخت یم نشم کولای چې بوټان واخیستلی شم خو کله مې چې هم د ورځې په پای، د اونۍ په کومه ورځ کې موقع وموندله را و به یې نیسم ځکه چې اوس کیدای شي د ژمي په پرتله ارزان وي.
یا تاسو له یو چا څخه کومه خبره واوریدله خو فعلاً نه غواړئ چې ځواب یې ور وګرځوئ؛ کوم برښنا لیک مو ترلاسه کړ، اوس مو زړه نه کیږي چې ځواب یې ورکړئ. هغه غبرګون چې تاسو یې غواړی ورکړی ځنډوی او یا هم حالاتو، وضعیت او طبیعت ته په کتو اوس یې لازم نه بولئ.
داسې هم کیدای شي چې غبرګون ونه ځنډول شي. غبرګون چې د مرسل الیه لخوا ورکول کیږي یا به منفي وي، یا به مثبت وي او یا به هم خودي(ستاسو څخه و ستاسو ته) وي.
کله، کله کیدای شي چې د ځينو مزاحمتونو له کبله ستاسو پیغام مقابل جانب ته چې تاسو خپل هدف ګرځولی ونه رسیږي. دغه مزاحمتونه کیدای شي چې یا داخلي وي او یا هم بیروني.
که په ټولګي کې یو څوک د لکچر پرمهال په لوړ اواز سره خبرې کوي، نو هغه پیغام چې ویناوال یې غواړي مخاطبینو ته ورسوي کیدای شي چې له ستونزو سره مخامخ شي. کیدای شي ویناوال خپلې خبرې پریکړي. کیدای شي چې د اوریدونکو پام بلې خواته وګرځي.
دغه مزاحمتونه کیدای شي چې یا داخلي وي او یا هم بیروني. پورته یاد شوی مثال د ټولګي دننه یو مزاحمت دی. ویناوال کولای شي چې په یو ډول یې اداره کړي.
خو هغه مزاحمت چې له بیرونه پیښیږي؛ په هغه به د ویناوال کنترول سخت وي. که چیرې کومه الوتکه ټيټه د ښوونځي او یا هم د پوهنتون او یا هم د بل داسې ځای په سر چې لاندې په تالار کې یې یو څوک وینا اوروي تیره شي، نو اوریدونکی به په دې ونه توانیږي چې پوه شي ویناوال په هغې شیبې کې چې الوتکه تیریدله، څه وویل.
ځینې داخلي مزاحمتونه چې د پیغام د بشپړ نه اخیستلو سبب ګرځي کیدای شي چې خیال پلو وي، ناروغي وي، او یا هم ځینې نور تشویشونه وي چې یو څوک ورڅخه کړیږي.
تاسو به خبرې کوی، مقابل اړخ به ګورئ چې چوپ به درته ناست وي؛ کله چې ترې وپوښتې چې څه مې ویل نو سره به وښوروي، وایي به چې بل چیرته وم، ومې بخښه!!!
دا پیښه له یوه لیکلي پیغام سره هم پيښیدای شي. یو څوک به یو اسان او ساده پیغام لولي، خو پرې نه به رسیږي ځکه په تشویش کې به وي؛ د کوم بل څه په اړه به په عین وخت کې فکر کوي. ښه خبره به دا وي چې د پیغام د ښه لیږلو لپاره دغه مزاحمتونه له منځه یوړل شي.
د مفاهمې لپاره مهمه ده چې باید یو چاپیریال او یا هم context شتون ولري. بې له مفاهموي چاپیریاله مفاهمه نه ترسره کیږي او که کیږي هم اغیز به یې کم وي.
داسې به ډیر کم پیښ شوي وي چې یو چا دې د فاتحې په مراسمو کې د نازیه اقبال، فزانه ناز صفت کړی وي. که د مړي خپل وي او که پردي ټول یو ډول څيرې ښيي او له تندیو یې غم اوري. خپه وي.
د واده په مراسمو کې به مو نه وي لیدلي چې یو چا دې کتاب له ځان سره راوړی وي؛ په یوه کونج کې دې ناست وي ځکه چې سبا ازموینه لري. ځکه دغه چاپیریال د واده، د چوکیو اوډلې بڼه او دغه سازو سرود له مطالعې سره په دې ځای کې نه ښایي.
که څوک د سینما په فلمي وقفې کې جاینماز د لمانځه په موخه اچوي او غواړي عبادت ترسره کړي نو مطمین اوسئ چې خلک به ددغه عابد د عبادت په اړه په زړه کې له ځانه پوښتي چې دا سړی څه کول غواړي. د فلم لیدلو پرمهال تسبیح اړول به درته څا مانا ولري؟
نو ځکه وایو چې د مفاهمې د ترسره کولو لپاره مهمه او اړینه ده چې وړ او د موضوع سره مناسب چاپیریال اماده وي ترڅو مو خبرې او وینا اغیز ولري او وکولای شي چې مخاطبین خپلې خوات جذب کړای شي.
په تعریف کې دا هم راغلي ول چې مفاهمه کیدای شي د ادارې دننه او یا هم د باندې ترسره شي. د یوې ادارې دننه موږ مامورین لرو، ریٔسان لرو، آمرین لرو، د لوړې کچې او د ټيټې رتبې بیلابیل کارمندان راسره کار کوي. موږ مجبور یو چې پخپلو منځنو کې مفاهمه ولرو.
که چیرې مفاهمه نه وي نو لوړ پوړي مامورین به ټيټ پوړو هغو ته خپل پیغامات څنګه ورسولای شي؟ ټيټ پوړي به خپل شکایت څنګه له لوړ پوړو سره مطرح کړای شي؟
مفاهمه کیدای شي د یوې ادارې دننه په صعودي او یا هم نزولي ډول ترسره شي.
کله چې آمرین، رؤسا، او یا هم مشران خپلو کارمندانو ته احکام ورکوي؛ فرمایشات وړاندی کوي؛ کارونه ورسپاري؛ پلان ورکوي؛ دې ډول ته یې صعودي مفاهمه (Downward Communication) ویل کیږي.
کله چې مامورین، کارمندان، مادونان خپلو مدیرانو، ریٔسانو او یا هم مشرانو ته شکایتونه وړاندې کوي؛ ستونزې ورسره شریکوي؛ د پلان په اړه ورسره پوښتنې مطرح کوي، دې ډول ته یې (Upward Communication) ویل کیږي.
دریمه یې هغه ډول دی کله چې یو مامور له بل سره؛ یو ریٔس له بل ریٔس سره، یو آمر له بل آمر سره مالومات شریکوي؛ موضوعات مطرح کوي؛ او یا هم بحث کوي نو دې ډول ته یې (Horizontal Communication) ویل کیږي. مطلب دا چې کله همسویه مامورین هغه که په هرې کچې کې وي یو له بل سره د نظریاتو تبادله کوي، نو افقي مفاهمه ترسره کوي ځکه چې په سویو کې سره برابر دي.
کله چې مفاهمه له باندنیو ادارو سره صورت نیسي نو باید له داخلي مفاهمې هم ورته ډیره زیاته پاملرنه وشي. دا چې په داخلي مفاهمې کې، مامورین په یوې ادارې کې له یوه بل سره کار کوي، نو یو بل ښه پیژني. که کومه غلطي هم وکړي، بیا هم د ډیر جدي انتقاد لاندې نه راځي خو په باندنۍ مفاهمې کې وړه غلطي هم کولای شي، ستاسو د ادارې لپاره په زیان تمامه شي. ستاسو د ادارې حقوقي شخصیت او شهرت له زیان سره مخامخ کړي. دلته به مو دوه تاوانونه کړي وي، یو به مو اداري شهرت ته زیان رسیدلی وي او له بل پلوه به مو خپل شخصیت متضرر شوی وي.
د بیرونۍ مفاهمې پرمهال د ټولنیزو خدماتو او ټولنیزې حسابدهۍ موضوع هم خورا اړینه ده چې باید ورته پام وشي.موږ باید خپلو پيرودونکو، حکومت او یا هم ټولو هغو خوواته چې زموږ په کار و بار کې مستقیمه او یا هم غیر مستقیمه دلچسپي لري، د اړتیا وړ ټول مالومات وړاندې کړو؛ او هڅه باید وکړو چې په ځینو مهمو برخو کې هغوی له خپل کاروباره خبر وساتو.
نور بیا!