+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د ټولګي ګلخان اوس نو بیلیونر دی-ریچارډ برنسن

article-1198.jpg

ښاغلی ریچارډ برنسن د ۱۹۵۰ دجولای په ۱۸مه د انګلینډ په سرې کې دغې نړۍ ته سترګې وغړولې.

تر دیارلس کلنۍ پورې یې خپلې زده کړې د سکیټکلیف ښوونځي کې ترسره کړي او باقي پاتې زده کړې یې تر ۱۶ کلنۍ پورې د سټو په ښوونځي کې ترسره کړیدي.

 

تاسو به خبرنه واست چې د نړۍ دغه ملیاردر په ښوونځي کې د زده کړو پرمهال د ډایلیکسیا (یو ډول ناروغي چې ناروغ د ذهني کمزورتیا له کبله لوستل او لیکل نه شي کولای او د ځينو ترمنځ ورته توپیر بیخي سخت وي) له ناروغۍ ځوریده.

د ښوونځي ښوونکو به چې برنسن لیده نو تمه یې نه ترې کیدله چې له ګل خانه به یې ځوی وشي!

برنسن هم پوهیده چې د زده کړو سړی نه دی! په ۱۶ کلنۍ کې یې ښوونځی پریښود. د متشبث په توګه یې لومړی کار د یوې کلتوري مجلې چلول وو چې نوم یې—شاګرد و!

په ۱۹۶۹ز کې برنسن، ددې لپاره چې مجلې ته بودجه او فنډ ومومي نو د کتلاګ یو داسې سیستم یې رامنځ ته کړ ترڅو خلک ددغه کتلاګ له لارې سوداګریز توکي انتخاب او واخلي. په دغه سیستم یې ورجن (Virgin) نوم کیښود!

په ۱۹۷۲ز کې یې د موسیقۍ د ریکارډونو کمپنۍ پرانیستله چې تردې دمه ژوندۍ ده او اوس هم د موسیقۍ په برخه کې خپل راج چلوي.

 

په ۱۹۹۲ز کې یې د خپلې هوایي کرښې پورونه خلاص کړل. دغه مهال نو یې ورجن ریکارډ سره مخه ښه وکړه او په EMI یې په یو بلیون ډالره وپلوره.

په ۱۹۸۴ز کې برنسن د ورجن اټلانټیک هوایي کرښه پیل کړله. دغه هوایي کرښه دم ګړی د امریکا، برطانیې، کاناډا، اروپا او جنوبي افریقا په ګډون په ۳۰ هیوادونو کې ۴۰۰ کمپنۍ لري.

بس نو ورځ تر بلې برنسن خپل کاروبار ته وده ورکړه او په بیلابیلو برخو کې یې پانګونه وکړه چې دغه بیلابیلې ساحې عبارت دي له: د اورګاډي کمپني، د عصري او مسترحې لوبې، د موبایلونو کاروبار، او فضایي ګرځندوی چې د نړیوالو ترمنځ د ورجن ګلاکټیک په نوم شهرت لري.

 

"ما سره چې اتانې هم پیدا شي، پانګونه کوم! په بانکي حسابونو کې یې نه پریږدم!"