+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دوهمه برخه: اتم درس

article-460.jpg

اتم درس: د ټیم اجراات مو ښه کړه:

ژباړه: روکیان

ځلیدلي مشران تل پخپلو وړتیاوو او استعدادونو اِتکا نه کوي. دوی هڅه کوي چې ټیم یې هم وځلیږي. راځئ چې پوه شو چې دوی ددې کار د ترسره کولو لپاره له کومې نسخې کار اخلي:

  • ټیم ته مو یو لید لوری ورکړئ:

مامورین مو په دې پوه کړئ چې دوی ددې لپاره نه دي پیدا شوي چې یوازې او یوازې کار وکړي، بلکې د ژوند څخه باید خوند هم واخلي: کاري چاپیریال له ساعتیریو ډک کړئ او له وچ والي څخه یې وژغورئ.

ازاد کاري چاپیریال رامنځ ته کړئ: ددې مطللب دا چې مامورین باید په ازادانه ډول خپل نظریات شریک کړای شي، تصمیم نیونه ترسره کړای شي؛ په پلان جوړولو کې سهیم واوسي. د غلطیو په مقابل کې باید حوصله ولرې. که حوصله ونلرې نو پوه شه چې مامورین دې زړه نه ښه کوي چې خطر ومني.

 

مامورین دې وننګوه: د مامورینو د رُشد او ودې یوه غوره لار د هغوی ننګول دي. کله چې هغوی وننګیږي او نوي فرصتونه ورته مهیا شي نه یوازې وده کوي بلکې په سلوک او کردار کې یې هم بدلون رامنځته کیږي.