+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دویمه برخه: دریم درس

Rokyan Management Consultancy International FZE

دریم درس: په اساساتو کار وکړه:

د اغیزمن مشرتوب لپاره بلا لارې چارې شتون لري! په ټولو کې اساسي خبره په لاندې اساساتو کار کول دي:

  • ګانده دې طراحي کړه:  په دې هم خپل ځان او هم خپل ټیم پوه کړه چې په کوم لوري او چیرې روان یاستی!
  • اجراات پلان کړه: کله چې ته او ټیم دې په دې پوه شو چې چیرې ځی نو دویم ګام په دې کار کول دي چې څنګه باید خپلې موخې ته ورسیږې؟
  • استعدادونه بوخت کړه: کله دې چې د تګ لاره طرحه کړه چې څنګه باید لاړ شې، دریم ګام دې باید دا وي چې خپل ټیم په کار واچوې او بوخت یې کړې.
  • د سبا په استعداد کار وکړه: د سباني پروګرام، د سبا مواقعو لپاره نوي استعدادونه وروزه.
  • پخپل ځان پانګونه وکړه: هیڅوک پوره نه دي! په بازار کې د دایمي شتون لپاره باید او باید تل د مارکیټ په شرایطو بلد وې.