+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

درویشتم درس:یو باهوشه مشر شه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

درویشتم درس:یو باهوشه مشر شه:

د نن سبا ځوانان، مشران د پرون هغو څخه بیخي متفاوت دي. زیاتره خلک چې ګورې نو په پیسو کې بوخت دي. د ژوند تر ټولو ستره تمنا یې پیسې دي. ته باید ددوی په څیر ونه اوسې. ته باید داسې یو څوک وې چې د خپلې ادارې دننه او د باندې درته درناوی وشي؛ خلک دې خوښ کړي او لیاقت دې وویاړي.

ځینې لارې چارې شته چې داسې یو څوک در څخه جوړولی شي:

الف: د انټرنیټ په نړۍ کې ځان مطرح کړه:

له انټرنټ پرته، نن سبا، ژوند کول اسان نه دي. د انټرنټ په نړیوال جال کې باید او باید حضور ولرې. انټرنټ دغه دی لویې وچې سره نښلوي؛ د نړۍ یو کونج یې له بل هغه سره بیخي تړلی دی.

انټرنټ کې حضور یوازې د یوه حساب پرانیستل نه دي بلکې په بلاګونو کې لیکل کول دي؛ د تازه موضوعاتو په اړه پوسټونه کول دي.

ب: ایوارډونه وګټه: نه یوازې دا چې باید ایوارډ ته دې کاندید کړي؛ پخپله ځان ونوموه. له ملګرو او دوستانو څخه وغواړه چې نوماند دې کړي.

 

ج: د مهمو ادارو او شخصیتونو څخه د تایید ملاتړ ترلاسه کړه: یوازې په ایوارډونو هم اکتفا مه کوه. غوره به وي چې د ځان په اړه د مهمو شخصیتونو او ادارو د ملاتړ تایید ترلاسه کړې.