+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

اوولسم درس: له کاره خوند اخله

Rokyan Management Consultancy International FZE

اوولسم درس:  له کاره خوند اخله

ژ: ایلم

ددې مطلب دا نه دی چې کار دې پريږده او ځان په داسې شیانو بوخت کړه چې د خوښۍ سبب دې ګرځي. نو حل لاره څه ده:

الف: په کاري چاپیریال کې دې هغه کسان راټول کړه چې خوښیږي دې. کاري چاپیریال کې دې باید هغه کسان وي چې خوښیږې دې؛ مینه درسره کوي؛ درناوی درته لري او اعتبار پرې ولرې.

 

ب: هغه کارونه کوه چې مینه ورسره لرې! که کوم کار دې نه خوښیږي او یا هم ورسره مینه نه لرې نو بې ځایه ځان پرې مه بوختوه! که ځان هم پرې بوخت کړې خو پایله به یې هغسې نه وي چې ستا او یا هم د ادارې دې هیله وه.