+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

نهم درس: غوره پریکړې کوه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

نهم درس: غوره پریکړې کوه:

مهمه نه ده چې زر پریکړې کوې او که ورو؛ احساساتي تصامیم نیسې او که په سړه سینه خو په هر حال لاندو ټکو ته دې پام وي:

  • د پریکړو پرمهال، د ښو ذهنونو خبره اخله: تصمیم نیونه په اصل کې پروسه ده چې اِن پټ په پایلې بدلوي. که اِن پټ دې غښتلي،  سوچه او دقیق وي نو پایله به هم دقیقه،سوچه او غښتلې وي. نو د یوې پریکړې کولو پرمهال د هماغې ساحې د متخصصینو، مجربو کسانو نظر حتماً اخله.

 

  • تنوع مهمه ده: له هرې خبرې او کار سره توافق ښودل ښه کار نه دی. کله،کله نه ویل هم زده کړئ. هر څه ته سر هم مه ښوروئ. تل د قضیې هغه بل اړخ مطالعه کوه او بیا تصمیم نیسه.