+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دریم درس: د خپلې ودې مسؤلیت په غاړه واخله:

Rokyan Management Consultancy International FZE

دریم درس: د خپلې ودې مسؤلیت په غاړه واخله:

ایلم

ستا د مسلکي ودې مسؤلیت ستا خپل مسؤلیت دی. ددې لپاره به غوره وي چې زموږ لاندې نسخه تعقیب کړې:

له خپلو دوو همکارانو سره هره میاشت ګوره:

دغو همکارانو ته دې د خپل کاروبار د پرمختګ په اړه مالومات ورکوه؛ په دې یې خبره وه چې کاروبار دې کوم ځای ته رسیدلی او په کوم لوري روان دی.

له خپلو پخوانیو همکارانو سره دې لیدنه ددې سبب کیږي څو ته له خپلې ټولنې سره وتړل شې.

ربع وار، د خپلو لویو تجربو یادداښت اخله:

که کاروبار دې له ننګونو ډک نه وي نو پخپله د فرصتونو په لټه کې شه؛ چیرته کوم روزنیز کانفرانس کې برخه واخله؛ کوم غیرانتفاعي کار ترسره کړه.

پخپلو اجرااتو یو مرور وکړه:

غوره به وي چې خپل اجراات وقتاً فوقتاً تر مرور لاندې ونیسې او وی ارزوې! د خپلو غښتلتیاوو (قوتونو) او نیمګړتیاوو (ضعفونو) په برخه کې د خپل ځان سره ریښتونی اوسه.

غوره به وي چې په دې ځان پوه کړې چې بل کال ته باید کوم څه ته ډیره توجه وکړې ترڅو له تاسو سره ستسو د کارونو په برخه کې مرستندویه ثابت شي.

د زده کړو مشتاق اوسه:

فکر دې وي چې د نوو زده کړو مخه دې غرور ډب نکړي. ستر مشران، ددې برسیره چې لوی او په ښه موقف کې دي، تل هڅه کوي چې نوي شیان زده کړي. دوی هیڅکله د نوو زده کړو څخه مخ نه اړوي.

که په یوې برخه کې ښه پوره رسیدلی وې او مالومات دې کافي وي، غوره به وي چې په بلې ساحې کې هم پخپل ځان خواري وکړې او په بلې ساحې کې هم خپل ځان ورسوې!

 

تل پوښته! پوښتنه شرم نه دی! پوښتنې درسره مرسته کوي چې په نوو شیانو دې پوه کړي او د ذهن تیاره ګوټونه دې در روښانه کړي.