+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دویم درس: فرض کړه هغه څه چې غواړې لرې یې:

Rokyan Management Consultancy International FZE

دویم درس:

فرض کړه هغه څه چې غواړې لرې یې:

 

ژ: ایلم

د یو چا ذهن د هغه تر ټولو غوره او مهمه سیله ده چې ترې کار واخلي خو کله چې په دغې وسیلې ډار، زړه توروالي، ستړتیا خپله کمپله وغوړوله نو بیا همدغه ذهن دده تر ټولو ستر دښمن ګرځي. کله چې سړی په دې موضوع وخت په وخت فکر کوي چې مشتري یې رقیب ته مخه کړې او یا هم همکاران ورته درناوی نلري، نو بې له دې چې تشویشونه یې زیات شي، بله کومه ګټه نه کوي.

 

ددې پرځای چې په دې وخت ضایع کړې چې څوک دې عزت نه کوي او څوک درڅخه چا ته تللي، فکر وکړه چې هم دې عزت کیږي او هم درسره مشتریان شته! کیدای شي زما دا خبره په تاسو ښه ونه لګیږي خو بیا هم مثبت خیالونه او مثبت فکرونه کولای شي چې د تخریب په ځای دې ترمیم کړي.