+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

"فکر نه کوم ښځې دې هر څه ښه ترسره کړای شي"

article-385.jpg

"فکر نه کوم ښځې دې هر څه ښه ترسره کړای شي" انډرا نویي!

لیکوال: جیوف وییس، د انټراپرینیور مامور لیکوال

ژ:روکیان

 

په کومه ورځ چې نویي د پیپسي رییسه وټاکل شوه، نوموړې کور ته د شپې ۱۰ بجې لاړه.

لا یې د خپلې ترفیع خبر کورنۍ ته نه و اعلان کړی چې مور یې په دروازې کې ودروله او له "بازاره د شیدو راوړلو یې ورته وویل"

که څه هم میړه یې په دې شپه ساعتونه، ساعتونه کور و خو ددې د مور استدلال دا و چې زوم یې ستړی دی.

نویي لاړه او له دوکانه یې شیدې راوړې... د ترفیع اعلان یې د ټولو تر غوږونو ورسوه خو مور یې ددې خبر په اوریدلو سره هغې ته توصیه پیل کړله:"ګوره لورکۍ! که ته هر شی شې خو ته په دې کور کې د یو چا لور، د یو چا ننګور، د یو چا کډه او د یو چا مور یې!!! متوجه اوسه چې کله دلته راننوځې ریاستونه، ریاستونه دې باطله دانۍ کې پریږده."

د پیپسي رییسه وایي: "مورتوب پوره ورځ کار دی نه نیمه ورځ!"

"د واده مې ۳۴ کاله کیږي خو فکر نه کوم چې د ژوند ټول کارونه مې دې په ښه ډول سره ترسره کړي وي. که له لورګانو مې وپوښتئ چې زه څنګه مور یم، فکر نه کوم چې ځواب یې ډیر مثبت وي."

نویي زیاتوي: "بیا هم هڅه کوم چې کارونه په ښه ډول سره ترسره کړم."

د نویي وړه لور چې کله ورته د رسمیاتو پرمهال زنګ وهي چې لوبې ترسره کړي او کنه، نو د نويي سکرتره مجبوره ده چې د خپلې رییسې له لور څخه ځینې پوښتنې وکړي لکه:

"الف: سبقونه دې لوستلي؟

ب: کورنۍ دنده دې ترسره کړې؟"

سکرتره چې کله قانع شوله نو خپلې رییسې ته د هغې د لور د کارونو په اړه راپور ورکوي. رییسه بیا نو د خپلې سکرترې له لارې خپلې لور ته د نیم ساعت لپاره اجازه ورکوي څو لوبې وکړي. 

 

د نویي لپاره دغه مقام ته ځان رسول اسانه کار نه دی ځکه ښځه ده او هغه هم د هندي شالید واله چې په ۱۸ کلنۍ کې یې میړه کړی او کلتوري پیغورونه یې د اروپایي ښځو په پرتله ډیر تحمل کړیدي.