+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

دې ته وایي:"خدمات"

article-384.jpg

دې ته وایي:"خدمات"

ژباړه:روکیان

د لومړني روژه ماتي له پیل څخه نیم ساعت مخکې مې چې کله خپلې د انټرنیټ پیسې مالومې کړې، پیسې مې خلاصې وې! ورور ته مې د اتصالات د کارټ راوړلو وویل ترڅو ۵ جي بي فعاله کړم! سیم کارټ کې د پیسو له اضافه کولو سره مې سمدستي د اتصالات "د مشتریانو د پاملرنې مرکز" سره اړیکه ونیوله! خپل ځان مې معرفي کړ. او د ۵ جي بي د فعالولو مې ورته وویل خو زما د توقع خلاف د مشتریانو د پاملرنې مرکز عجیبه خبره وکړه:"دا وخت د اړیکې ټینګولو دی؟!"

چوپ پاتې شولم ځکه روژتي وم!

د جون په میاشت کې اروزګان ته تللی وم. کام ایر اروزګان ته په اونۍ کې یو پرواز لري. یوه سه شنبه او بله هغه...

کله چې بیرته کابل ته ستنیدلم نو د کام ایر پرواز وځنډیده او ما ته یې وویل چې یوه اونۍ نور هم منتظر پاتې شم. دا چې په کابل کې مې مهم ملاقاتونه درلودل، او وار له مخه مې ورسره وعده کړې وه نو مجبور وم چې په موعود وخت ځان کابل ته ورسوم. ما د کام آیر له مسؤل سره خبره وکړه چې له کندهاره را ته سیټ ونیسي؛ زه به تر کندهاره په ګاډي کې ورشم. سهار د ملا آذان سره مې له ترینکوټه هی کړې او شاه ولي کوټ مې پاس کړ. د همدا چې د کندهار هوایي ډګر خولې ته ورسیدم نو د کام ایر لخوا زنګ راغی چې د کندهار پرواز یې هم لغوه شویدی.

 

د جون په میاشت کې زموږ یو ۱۶ کسیز ټيم د تایلنډ مرکز بنګاک ته سفر وکړ، په واپسي کې د هغوی سیټونه له دوبۍ څخه په کام آیر کې بوک شوي وو. خو د دوبۍ حکومت د کومو کشمکشونو له کبله چې د امارات هوایي چلند او کام آیر ترمنځ را پیښ شوي وو، او که کومه بله ستونزه وه، کام آیر په دوبۍ بنده کړه. موږ مجبور شولو چې د ټولو سیټونو بوکینګ له کام آیر څخه صافي ته واړوو چې خورا قیمت راته تمام شول.

 

څه به مو سر خوږوم. دا چې موږ له کام آیر سره تړون لرو او هره میاشت ترې لسګونه نړیوال ټکټونه اخلو، دا ځل زموږ د پیسو په ورکړه کې یو څه ځنډ راغی، ددې ځنډ ځواب کام آیر په دې الفاظو راکړ:"که پیسې تحویل نه کړئ نو ستاسو هغه کړکۍ به چې زموږ په سیستم کې پرانیستل شویده، وتړو!"

 

کیدای شي تاسو به هم د افغان شرکتونو له خدماتو څخه ورته تجربې لری...

راځئ چې د ځینو نړیوالو له کیسو مو خبر کړو چې له خپلو پیردونکو سره څه ډول چلند کوي:

الف: سینسبوري د ۳ کلنې ماشومې مشوره ومنله:

لیلي رابینسن د سینسبوري د یوه محصول په اړه خورا زیاته مشوشه وه. دغه محصول چې "شیرچاپه" ډوډۍ نومیږي د لیلي رابینسن په باور ډوډی د زمري له چاپ سره سر نه لګوي او رنګ یې د زرافې په څير دی. هماغه و چې دغې وړې ۳٫۵ کلنې ماشومې د خپلو والدینو په مرسته د سینسبوري په نوم یو لیک ولیکه څو د دغې "شیرچاپه" ډوډۍ نوم د "زرافې ډوډۍ" په نوم بدل شي. ځکه د ډوډۍ بیروني شکل د زرافې د پوستکي رنګ ته ورته و. 

 

عجیبه یې لا دا چې کله دغه لیک د کمپنۍ "د مشتریانو څخه د ملاتړ" برخې مشر کریس کینګ (۲۷کلن)ته ورسیده نو په اړه یې عجیب غبرګون وښوده چې په لاندو ټکو کې یې له تاسو سره شریکوم: "په خدای ستا دغه نوی وړاندیز زړه راښکونکی دی؛ موږ باید خپله شیرچاپه ډوډۍ په زرافې چاپې هغې بدل کړو. شیرچاپه خو ځکه ورته ویل کیده چې هغه چا چې دغه ډوډۍ د لومړي ځل لپاره زموږ په کارخانې کې جوړه کړه همدغه نوم یې ورته خوښ شوی و خو فکر کوم هغوی یو څه د نوم په غوراوي کې ښویدلی و." 

 

کله چې د کینګ لیک د لیلي رابینسن مور ته ورسیده هغې په خپل بلاګ خپور کړ هماغه و چې کمپنۍ د خپل محصول نوم په کُلي ډول بدل کړ. 

 

مورټن کباب:

پیټر شنکمن چې لیکوال، ویناوال او سلاکار دی خپل ځان ته په خورا اهمیت قایل دی. مخکې له دې چې یې الوتکه په میدان ښکته شي د لوږې احساس کوي؛ خپل د خوښې ریسټورانټ ته ټویټ کوي چې په دوو ساعتونو کې یې الوتکه هوایي ډګر کې کوزیږي که ریسټورانټ کباب هوایي ډګر ته ور ورسوي. که څه هم شنکمن ددې ریسټورانټ دایمي پیریدونکی دی خو بیا یې هم باور نه و چې په دومره بیړه به یې امر پر ځای شي. 

 

کله چې یې الوتکه په هوایي ډګر کوزیږي، د ریسټورانټ لخوا استول شوی مامور—چې میدان ته یې ۲۳ میله ګاډی چلولی و څو امر په وخت اجرا شي—یې سلام ته ورځي او د خپل خوښې کباب شنکمن ته وړاندې کوي.

 

یونایټيډ هوایي کرښې د خپل مسافر لپاره پرواز وځنډاوه:

مسافر د خپلې مور په غم کې چې په مرګوني حالت کې ده او هوایي کرښه نه غواړي چې خپل پرواز لغوه او یا هم ناوخته کړي. په دې کشمکش کې باید یوه خوا زیانمنه شي... ستاسو په فکر دا به کومه خوا وي: مسافر او که هوایي چلند؟

د کیري ډریک لومړی پرواز ځنډیږي او دده تشویش نور هم زیاتیږي. کله چې الوتکې ته خیژي نو د خپلې رنځورې مور غم یې ژړوي. د الوتکې سټیو‌رډ ورته متوجه کیږي او د وضعیت پوښتنه ترې کوي. ډریک ورته وایي: "دا چې ستاسو لومړی پرواز وځنډیده نشم کولای چې رنځوره مور مې چې اوس د مرګ په بستر پرته ده وګورم ځکه دویم پرواز را څخه تلونکی دی او مجبور یم بل پرواز ته منتظر شم."

سټیورډ سمدستي دغه خبر د پرواز کپتان ته رسوي او کپتان په مخابرې کې په دویم پرواز غږ کوي چې خپل پرواز تر هغې وځنډوي ترڅو مسافر یې ور ورسیږي.

ډریک وکولای شول خپل دویم پرواز ګیر کړي او مور یې ولیدلی شي. 

 

"همدا چې مور ته مې ور ورسیدلم نو سترګې یې پرانیستلې او وی پیژندلم. زما په لیدلو سره یې سترګې پټې کړې او پور یې پرې شو." 

 

د ډریک او یونایټیډ ایرلاینز خبره تر سي این این هم ورسیدله...