+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

ته ولې مخکې نشې تللی؟

article-359.jpg

ته ولې مخکې نشې تللی؟

لیکوال: ریمر ټیراډو(Raymmar Tirado)

ژ: روکیان

  1. :ځکه چې ته ډیر ناکام شوی نه یې:

ستا ستونزه دا ده چې له عادي او روزمره فعالیتونو څخه دې رازي یې! بس په دې ځان خوشالوې چې  د نوو پروګرامونو د زده کولو په اړه خلکو ته خبرې وکړې خو په عملي ډګر کې هیڅ ګام نه پورته کوې!

ستا په فکر د نوو شیانو زده کول یا ډیر سخت او یا هم ناممکن دي!

له خپلې دندې دې بد راځي خو د نوې موندلو هڅه هم نه کوې ځکه ته له دې ډاریږې چې رد به شې؛ څوک به دې ونه مني! کاري مرکه به دې بې پایلې پای ته ورسیږي!

زه ستا سرچپه هڅه کوم چې له ماتې سره مخامخ شم؛ له نوو ننګونو سره ځان بلدوم خو ته...

څومره چې ناکامیږم، هومره زده کوم او خپل ځان عیاروم خو ته بیا داسې نه کوې! زه اوسپنه یم چې آهنګر مې اور ته ورکوي؛ په څټکونو یې وهي ترڅو ښکلې، ځلالرونکې او پړقیدونکې توره ترې جوړه کړي!

  1. ته په دې فکر کوې چې نور به ستا په اړه څه فکر کوي؟

ته له دې ډاره د نوو کارونو د ترسره کولو هڅه نه کوې چې فکر کوې خلک به در پورې وخاندي او یا به ستا په اړه عجیبې او غریبې خبرې وکړي! دا چې ته خلک څارې او د هغوی په اړه قضاوتونه کوې نو ته هم په دې فکر کې یې چې نور به ستا په اړه فکر کوي او غږیږي به نو ځکه له مخکې تګه ویره لرې!

ستا بله ستونزه په ښو کالیو، ښو خوراکونو او څښاکونو پیسې لګول دي خو زه دغه پیسې په ځان لګوم! دا چې ته هڅه کوې چې د نورو سره ځان برابر کړې، زه ستا برعکس په دې لټه کې یم چې نور زما په څير شي!

  1. ته خپل ځان ته غره یې!

ته هغه څه کوې چې نور یې کوي! ته هغه څه لولې چې نور یې لولي! تا چې څه په ښوونځي کې لوستي وو په هغوی دې بسنه وکړه! ما د ښوونځي څخه د باندې نړۍ ولیدله او په اړه مې فکر وکړ! ځان پرې ستړی کړ څو ښه پرې پوه شم!

تا د آزموینو لپاره درسونه ولوستل خو زه په تا پسې نه لاړم!

زیرکتیا هغه نه ده چې تا زده کړې بلکې هغه څه ده چې ته یې ژوند کوې!

کیدای شي له ما سره به د پوهنتون ډګري نه وي خو زه تا ننګوم او درته وایم چې ته نر شه داسې مضمون ومومه چې زه پرې خبرې ونه کړای شم!

  1. ته نه لولې!

یا هغه څه لولې چې مجبور یې چې وی لولې او یا هیڅ نه لولې!

ستا ستونزه دا ده چې د هر کتاب د نه لوستلو لپاره دلایل لټوې: تاریخ احمق دی او فلسفه بېعقله!

د لوستلو پرځای هڅه کوې چیرې ګیم ترسره کړې او یا هم چیرې تلویزون ته کینې او کومه د مؤقتي خوند څخه ډکه ډرامه وګورې!

ته به آس تر اوبو ورسولی شی خو اوبه پرې ونشې څښلی!

  1. ته مشتاق نه یې!

ستا ستونزه دا ده چې هر څه هغه ډول وایې چې څنګه یې اورې او یا هم لولې! دومره جرأت نشې کولای چې له ځانه وپوښتې "که دا ټولې خبرې خوشې درواغ وي نو بیا؟"

ستا ستونزه دا ده چې ما ته د "جامع الکمالات" خطاب وکړې خو هیڅکله ځان "جامع الهیڅ" نه مخاطبوې!

هغه مهال چې ته له خلکو سره د چټیاتو په غږولو بوخت وې، زه ویبپاڼې ډیزاینوم؛ د موبایلونو لپاره نوي، نوي اپلیکشنونه جوړوم ...

  1. ته هیڅ نه پوښتې:

نه له ذیصلاحیته خلکو پوښتې او نه هم له خپل ځانه!

ستا ستونزه دا ده چې د پوښتنو کولو په چل نه پوهیږې؛ په دې نه پوهیږې چې له وقاره ډکې پوښتنې څومره ستر مقام لري او څومره ستر ځای نیسي!

  1. ته ریښتیا نشې ویلی:

ته دا حقیقت نشی منلی چې ته په هغه څه اعتراف وکړی چې نه پرې پوهیږې! که حتیٰ زه تاته دا هم ووایم چې سبا به هر څه بدلون ومومي ته به باور ونکړی او تر سبا به منتظر پاتې شې چې بدلون مومي او کنه!