+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د مارچ لومړۍ نیټه:

article-351.jpg

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ. روکیان 

د بریا راز په دې کې ده چې د یو چا خیر یو بل چا ته ورسیږي. هغه چې له نورو سره د ژوند په چارو کې مرسته کوي له ژوند څخه خوند اخلي او ورځ تر بلې غوړیږي.

په ۱۹۸۴ز کې، لو ویټټیکر (Lou Whittaker)  د امریکا ټیم د مونټ ایوریسټ مسابقاتو په لوري رهبري کړ. د میاشتو له هڅو، ستړتیاوو څخه وروسته د ویټټيکر د ټیم پنځه غړي د ایوریسټ لوړې څوکې ته چې ۲۷زره فوټه لوړه ده ورسیدل. د ټیم دوه غړو یې ونشوای کولای چې ایوریسټ فتح کړي. هغوی پاتې شول. بیرته لاندې ورګرځيدل ترڅو پخپلو خیمو کې پاتې شي؛ خوب وکړي، ځانونه ارام کړي؛ خپلې نیمګړتیاوې و ارزوي خو ویټټيکر ۲۷زره فوټه د غره په څوکې کې له خپلو نورو ټیم غړو سره پاتې شو او دوو ناکامانو ته یې ددې چانس ورکړ چې د مونټ ایوریسټ مراسمو کې ددوی استازيتوب وکړي. وروسته چې کله له ویټټيکر څخه وپوښتل شول چې ولې یې پخپله د ایوریسټ مراسمو کې ګډون ونکړ، دده ځواب خورا غښتلی و: "زما دنده دا وه چې نور لوړو څوکو ته ورسوم." ویټټیکر په دې پوهیده چې کله د ټیم مشر ښه تصمیمونه نیسي نو د ټیم ټول غړي ځانونه بریالي بولي.

له 25 Ways to Win with Peopleکتاب څخه!

 

همدا نن پریکړه وکړئ چې نورو ته به خیر رسوئ!