+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فبروری ۲۶مه:

article-318.jpg

د بدلون په مقابل کې بدلون:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

د بدلون په مقابل کې ستونزې، مقاومتونه، خنډونه له بل هر څه زیاتې وي. حتیٰ زیاتره تحصیل یافته خلک د حقیقتونو د درکولو برسیره بیا هم هڅ نه کوي چې بدلون ومني. 

 

برتانوي سمندري جراح جیمز لینډ په ۱۷۵۳ز کې یو کتاب خپور کړ چې په هغه کې یې د سکروې ناروغۍ تداوۍ لپاره د لیمو جوس د څښلو نسخه وړاندې کړې وه. ده ددغې نسخې لپاره بنسټ هغه بې شمیره سفرونه بلل چې په سمندر کې یې ترسره کړي وو.

تاسو به کیدای شي په دې باور وی چې ډاکټر لینډ ته به د خپلې دې نسخې له کبله څومره ډیر انعامونه ورکړل شوي وي او څومره به نازول شوی وي خو خبره سرچپه ده! ډیری ډاکټرانو دده په دغې نسخې هیڅ غوږ ونه ګروه او هیڅ اهمیت یې ورنکړ او تر ۴۰ کلونو پورې یې بابیزه وګڼله. د بیړۍ یوه ماڼو د لینډ خبره په غوږ کې ونیوله. ده پخپلې بیړۍ کې تازه میوې بار کړلې. دغه ماڼو کپتان جیمز کوک نومیده.

جیمز به پخپلو بیړیو کې تل له ځان سره نارنج او.. بارول. د برتانیې د سمندري ځواک شاهي ادارې په ۱۷۷۶ز کې جیمز په میډالونو ونازوه. تر ۱۷۹۴ز پورې د ډاکټر لینډ نسخې ته چا پام ونکړ؛ په هغه کال (۱۷۹۴ز) کې چې کله ډاکټر لینډ مړ کیده، سمندري ځواک خپلو ځواکونو ته په سمندر کې د سفر پرمهال هره ورځ د یو ګیلاس نارنج جوس څښلو توصیه وکړله. په دغه کال یو سمندري سفر ۳ اونۍ وخت ونیوه خو د سکاروې هیڅ پیښه رامنځته نشوله. بیا له دې وروسته یوه لسیزه تیره شوله چې سمندري ځواک د لیمو جوس څښل د سمندري ځواک لپاره په اصولو او ظوابطو کې شامل کړ! که چیرې سړی دغه بهیر ته وګوري نو پوهیږي چې بدلون څومره ورو رامنځته کیږي او څومره ځنډول کیږي.

له Developing the Leader Within You!کتاب څخه!