+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د فبروری ۲۵مه:

Rokyan Management Consultancy International FZE

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان
ترلاسه کوونکي (ګټونکي) د متوسطو په پرتله:

هغه څه دي چې د ځینو د بریا او آسمان ته د ختلو سبب کیږي او ځینې نور بیا په ځمکې ولي؟

کیدای شي تاسو دغه څه چې زه غواړم په اړه یې خبرې وکړم بخت، طالع، مهرباني، د خدای (ج) کرم وبولئ.

ځینې خلک د ډیرو ستونزو برسیره بیا هم ډیرې لویې لاسته رواړنې لري. بودجه به یې کمه وي؛ د پلور (sales) په برخه کې به یې ډیری مشتریان له لاسه ورکړي وي خو بیا به هم ګورې چې پروژه به یې په ښه ډول سره پلې کړې وي او د خپلې ادارې د پلور ګراف به یې د هیواد په کچه ۵ سلنه اوچت کړی وي.

دوی به په داسې یو چاپیریال کې د سوداګرۍ د پرانیستلو هڅه کوي چې هلته په هیڅ ډول دده همکاران د بري چانس نه ګوري.

دوی په دې کې نه وي چې کوم ډول کار کوي خو هر کار ته چې لاس اچوي بریالی کوي یې او دا یې د ژوند تر ټولو مهم هدف وي!

زیاتره خلک به ګوری چې ځانونه متوسط ګوري خو دوی هیڅکله داسې نه دي! دوی تل متوسط ننګوي! بیا هم پوښتنه په ځای پاتې ده چې دغه کسان ولې بریاوې ترلاسه کوي.... خاندان یې غښتلی دی؟ ډیره پانګه لري؟ د نورو په پرتله له دوی سره فرصتونه ډیر دي؟ مورال یې اوچت دی؟ له سختیو نه ډاریږي او که کوم بل څه؟

باور وکړئ چې کوم شیان ما بره یاد کړل یو یې هم د ډیر اهمیت وړ شیان نه دي. هغه څه چې د ګټونکي او متوسط ترمنځ توپیري دیوال دی هغه د ناکامۍ په وړاندې ددوی غبرګون دی؛ له حالاتو او وضعیت څخه ددوی توپیري درک دی!

له Failing Forwardکتاب څخه!