+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

لډویک ماریشین: ماشوم متشبثین

article-294.jpg

لډویک ماریشین:

بي بي سي نړیوال سرویس 

ژ: روکیان 

د جنوبي آفریکا دغه ځوان لډویک نومیږي. دی په ۱۷ کلنۍ کې په دې فکر کې شو چې د صابون او شامپو څخه پرته داسې پاکوونکي توکي رامنځ ته کړي چې وچ وي.

ده په دې موادو ۷ کاله کار وکړ. دده محصول اوس په بازارونو کې پیدا کیږي او ښه نوم یې پیدا کړیدی. ماریشین ایوارډونه هم اخیستي دي. دی وایي:"خلک عموماً چې ځانونه مینځي له ستل او یا هم له اوبو کار اخلي خو بې له اوبو هم ځانونه پاک ساتلی شي که چیرې زموږ محصول واخلي. زموږ محصول وچ جیل دی. هر څوک چې غواړي ځان پاک وساتي، زموږ دغه جیل دې په ځان ومښي. څومره چې هم ښیرن وي پاکیږي هغه داسې چې په ځان زموږ د جیل له مښلو وروسته ټول بدن څخه ښیره را ډډیږي او ځان پاکوونکی کولای شي چې په ځان د یوې ټوټې له کشولو سره ټولو ښیره له ځانه وموښي."

 

له ده سره په دې کار کې یې پلار تر ټولو ستره مرسته کړیده. دی وایي: "هر ځل مې چې پخپل دغه ځان پاکوونکي جیل کارکاوه نو زما پلار لومړنی هغه کس و چې ددې محصول په اړه به یې له ما سره خپل غبرګون شریکوه! په کمزوریو او غښتلتیاوو به یې را سره خبرې کولې."