+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

مسافه

article-175.png

مسافه:

ډاکټر زغم!

 

دغه کلمې به څنګه ولولئ: اوروم – اوپهنتيجه – اوناپايه اوبې – اوله

که دغه کلمې د جملې په منځ کې همداسې راغلې وي، ممکن تاسې یې د قرینې له مخې سمې ولولئ خو دا تمه له مبتدي لوستونکو نه شو کولای. زوی مې په پنځم ټولګي کې دی. ها بله ورځ یې پښتو کتاب کې یو درس لوست، پوښتنه یې وکړه چې «اوښځې» څه معنا؟ حیران شوم چې دا نو څه بلا ده. که ګورم چې د «او» او «ښځې» تر منځ مسافه نشته. په هغه متن کې چې ما اقتباس ځنې کړی دی، د پورتنیو کلمو او عبارتونو سمه بڼه ده: «او روم» منظور د روم ښار دی، «او په نتیجه …»، «او ناپایه او بې …»، «او له …»

یو څو وخته د یوې مجلې ایډیټر وم، لوی جنجال د لیکوالو په لیکنو کې د مسافې نه مراعاتول راته جوړ و. دا ستونزه په ډېرو لیکوالو او د ښوونځیو په ګڼو کتابونو کې شته. کله کله د مسافې نه ورکول یا بې ځایه مسافه د جملې مفهوم بدلوي. مثلاً د فلسفې په اړه د یوه لیکوال په مقاله کې دا جمله: «د خدای رحمت محدود وي.» حال دا چې مطلب یې دا وو چې ملایان د خدای رحمت محدودوي. ده د «محدودوي» په منځ کې له بې ځایې مسافې سره هماغه کار کړی و چې ملایانو غوښتل یعنې د خدای رحمت یې محدود کړی و. بل ځای کې یې لیکلي وو «تا ته او روم» دلته هم د «اوروم» په منځ کې، چې یوه کلمه ده، مسافه «او» «روم» جوړ کړی دی. په دې بل مثال کې بیا د مسافې نه ورکول، معنا بدله کړې ده: «نیکي اوبدي» یعنې یو څوک نیکي د ټوکر په شان اوبدي حال دا چې منظور یې «نیکي» او «بدي» دی.

څو ورځې د مخه مې د یوې مطبعې له ډیزاینر سره پر یوه کتاب کار کاوه. ده په ډېرو ځایونو کې د اضافت «د» له ورپسې کلمې سره نښلولی و. «دافغانستان»، «دکتاب»، «ددې» … ما ورته وویل چې تر «د» وروسته دې مسافه ورکړي، ده ویل چې «د» خو کومه معنا نه لري چې کلمه یې وګڼو او جلا یې ولیکو. دا سمه ده چې د اضافت «د» او د ربط توري مستقلې کلمې نه دي خو کله چې په جمله کې راځي، باید جلا ولیکل شي که نه نو د متن لوستل به راته سخته کړي.

اکثره لیکوال تر هغو کلمو وروسته لازمه مسافه نه ورکوي چې په «ا، د، ذ، ر، ز، ژ، ږ، و» ختمې شوې وي. دا کار به ځکه کوي چې دغه توري له خپل مابعد توري سره نه نښلي. خو، په کار ده چې تر هرې کلمې وروسته مسافه ورکړو.

د مسافو په برخه کې په پښتو کې بله لانجمنه مسأله د فعلونو او مرکبو نومونو ده. «را نه غی»، «و به نه شي» «ګل میر»، «احمد جان» … دلته که پوره مسافه ورکوو، په اصل کې واحده کلمه په څو ټوټو وېشو او که یې نه ورکوو، ګډوډي جوړوي. دا نه معلومېږي چې د چا نوم «احمد جان» دی که نوم یې «احمد» دی او موږ له نازه «جان» ورسره لیکلی دی. پارسي ژبو د دې ستونزې لپاره نیمه مسافه جوړه کړې ده او په عبارتي فعلونو او مرکبو نومونو کې یې کاروي خو په پښتو کېبورډونو کې دا شی نشته. هیله ده چې د کمپیوټر ماهران به دا ستونزه راته حل کړي. که نیمه مسافه ولرو، «را نه غی» داسې لیکلی شو چې یوه کلمه راته وایسېږي او «احمد جان» هم له «احمد» «جان» څخه توپیرولای شو.

له لیکوال او تاند څخه په مننې!