+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

ناکامي خپل غوره ملګری وګرځوه:

article-226.gif

نومبر ۶

ناکامي خپل غوره ملګری وګرځوه:

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

له ترخې تجربې باید زده کړه وشي او که دغه کار ته ترسره کړې، مطلب دا چې په ژوند کې دې یو لوی بدلون ته مخه کړیده. کلونه کیږي چې ما په یوې موضوع خبرې کړیدي او فکر کوم چې د بدلون په اړه اوریدونکو او لوستونکو ته یو ښه لید ورکوي:

خلک هغه وخت بدلون غواړي کله چې...

کله چې ښه وځپل شي او په دې فکر کې شي چې باید بدلون وکړي

کله چې په دې پوه شي چې بدلون ورته اړین دی

کله چې په دې ورسیږي چې اوس یې وخت را رسیدلی چې بدلون ته مخه کړي

زه ددې خبرې په مفهوم د ۱۹۹۸ز د ډیسمبر په ۱۸مه پوه شوم. زموږ په کمپنۍ کې یې د کرسمس ورځ لمانځله خو زما په سینې کې یو سخت درد و؛ زه لاندې لاړم ترڅو یو څه فکر او سوچ مې بدل شي خو لاندې راباندې د زړه حمله راغله! شکر چې خدای(ج) مې مل و او څه را پیښ نشول؛ شاوخوا مې په لوی شمیر کې ډاکټران راغونډ شوي وو؛ دوی هڅه کوله چې نه یوازې په دې ورځ مې وژغوري بلکې په دې تکل کې هم وو چې د تل لپاره مې له دې ستونزې خلاص کړي!

زما قلبي ډاکټر مارشال راته وویل چې هغه کسان چې د ژوند په لومړیو کې ور باندې د زړه حمله راځي، د هغو کسانو په پرتله چې د زړه حمله یې هیڅ تجربه کړې نه وي، زر او ښه رغیږي او بیا ډیر عمر ژوند کوي.

ما له همدې تجربې څخه د زده کړې لور ته مخه کړه. پخپل رژیم کې مې بدلون راوسته؛ تمرین مې ډیر کړ او په هر څه کې مې د موازنې په اصل عمل کولو ته ملا وتړله ځکه ما غوښتل چې ډیر عمر ژوند وکړم.

زما په دې اړه د جیم ران دا خبره ډیره خوښیږي چې وایي: "زده کړه یوازې د پوهې لپاره مه غواړه بلکې د عمل لپاره یې ترلاسه کوه!"

له Failing Forwardکتاب څخه!