+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر ۲۵ مه

Rokyan Management Consultancy International FZE

د اکتوبر ۲۵ مه

نورو ته ارزښت ور اضافه کړه 

 

ل: جان سي مکسویل

ژ: روکیان

 

ټوله خبره په دې کې ده چې ته د نورو په مقابل کې څه ډول چلند لرې او یا هم څه ډول چلند دې غوره کړیدی. د انساني اړیکو متخصص لیس جیبلین وایي: "تر هغې پورې نور ارزښت نه درکوي ترڅو پورې چې ته نورو ته په ارزښت نه وې قایل شوی؛ که ته په زړه کې مقابل لوري ته د هیڅ سړي په سترګه ګورې او بیا ترې د خیر توقع هم کوې نو فکر نه کوم چې له ښه غبرګون سره دې مخامخ شې." څنګه؟  څه فکر کوی چې غلطه خبره یې کړیده؟ څنګه اسانه کار درته ښکاري چې ته دې هغه چا سره ښیګڼه وکړې چې نه دې خوښیږي؟

که ته له چا سره کومه مرسته نه کوې او بیا له نورو څخه د خیر تمه لرې نو دا خو پخپل ذات کې لیونتوب دی. که ته له خلکو څخه یوازې د ځان په ګټه کار اخلې او کوم خیر نه ور رسوې نو ددې مطلب دا دې چې ته یې استثماروې؛ که غواړې هغوی درسره مینه وکړي نو غوره به وي چې ته هم ورسره مرسته وکړې. له خلکو سره مرسته کول؛ هغوی ته ارزښت ورکول ددې سبب کیږي چې یو څوک دې په هر ډول اړ دوړ کې بریالی راووځي.

راځئ له تاسو وپوښتم چې تاسو خلکو ته په کومه سترګه ګورئ؟ آیا ستاسو مخاطبین هغه کسان دي چې تاسو ورته ارزښت او اهمیت ورکولای شی او یا هغوی داسې فکر کوي چې ستاسو د بریا په لار کې خنډونه دي؟

لیکوال سیډني جې هاریس وایي: "خلک درناوي ته اړتیا لري نه دې ته چې ته یې متاثره کړې؛ خلک غواړي چې د انسان په څير ورسره چلند وشي نه دا چې د نورو د خودخواهیو لپاره د خیز تختې شي؛ خلک نه غواړي چې د نورو د غرور او یا هم د نورو د چټیاتو ښکار شي."

که غواړې چې نورو ته ارزښت ور اضافه کړې، لومړی پخپله دوی ته په ارزښت قایل شه!

له 25 Ways to Win with Peopleکتاب څخه!

خلک استثماروې او که هڅوې یې؟