+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د ښه غوږ نیونکي ځانګړتیاوې:

article-190.jpg

د ښه غوږ نیونکي ځانګړتیاوې: 

 

ل: سمیع الله ایلم، کابل

اکتوبر۲۰۱۳،۱۴

  • په ۸۰-۲۰ اصل باندې باور لري. مطلب دا چې ۲۰ سلنه خبرې کوي او ۸۰ سلنه غوږ نیسي.
  • ویناوال ته اهمیت ورکوي. داسې تصور وکړئ چې ویناوال داسې یو جاکټ اغوستی چې په هغه لیکل شويدي: "ما ته اهمیت را کړه."
  • په دې باور وي چط هغه وخت یې ښه زده کولای شم چې کله مې غوږونه خلاص او خوله بنده وي.
  • ښې پوښتنې مطرح کوي ترڅو بحث وغځیږي او د نورو په خبرو کې ځواب لټوي.
  • خپل غبرګون درسره شریکوي
  • متوجه وي
  • کومه پټه اجنډا له ځان سره نه ساتي

 

ښه غوږ نیوونکی نه یوازې دا چې هغه څه ته غوږ نیسي چې ویل کیږي بلکې هغه څه باندې هم ځان پوهوي چې نیم ویل شوي وي.

په غوږ نیونې کې د بدن ژبې(Body Language) ته توجه کیږي. د لفظي او غیرلفظي مفاهیمو ترمنځ په موافقو او نه موافقو فکر کیږي. که چیرې تاسو ته یو سړی ووایي چې ژوند یې ښه روان دی؛ خو له دې سره یې له سترګو اوښکې جاري شي نو باید پوه شې چې د سړي د لفظي او غیرلفظي پیغامونو ترمنځ ټکر شته. هغه څه چې یې وویل د غیرلفظي مفاهیمو له خوا یې ملاتړ ونشو. د غوږ نیولو پرمهال باید پوره توجه وکړې او له نورو حواسو هم ګټه پورته کړی. غوږ نیونه یوازې اوریدل نه دي. د غوږ نیولو پرمهال له غوږونو پرته له نورو اعضاوو هم باید استفاده وشي.

  1. خبرې بس کړه: که چیرې موږ په دې مکلف شوي وای چې د اوریدلو پر ځای زیاتې خبرې وکړو نو خدای(ج) به دوې خولې او یو غوږ را کړی و—مارک ټواین

غوږ ونیسه، ډیرې خبرې مه کوه. که څوک خبرې کوي پریږده چې خبرې یې خلاصې شي.

  1. غوږ نیولو ته ځان جوړ کړه:

ارام واووسه. ویناوال ته متوجه اوسه. نور شیان دا مهال له ذهنه اوباسه. ځکه د انسان ذهن د نورو شیانو په واسطه منحرف کیدای شي.

  1. له ویناوال سره مرسته وکړه:

مطلب دا چې چانس ورکړه چې خبرې وکړي. د هغه اړتیاوې او تشویشونه په نظر کې ونیسه. د هغه له خبرو سره موافقت وښیه؛ سر ورته وښورو؛ 'هو'، 'همداسی'، 'بلی'، 'بالکل'، 'زبردست' کلیمو په کارولو سره یې وهڅوه.

  1. مزاحمتونه پریږده:

هغه څه ته متوجه اوسه چې درته ویل کیږي. له کړکۍ بیرون ډیر مه ګوره. نوکان مه خوره؛ هسې له خپل قلم، موبایل سره مه بوختیږه ځکه چې د غوږ نیولو لپاره درته مزاحم واقع کیږي.

  1. ویناول درک کړه:

هغه څه چې اورې د ویناوال له نظره ورته وګوره. د ویناوال حالت درک کړه. د هغه تحصیلي سویه، مقام او شالید په نظر کې نیولو سره موضوع باندې فکر وکړه.

  1. حوصله ناک اوسه:

که ویناوال لږه اوږده ساه واخیستله مطلب دا نه دې چې سړی نور خلاص شو. لږ صبر وکړه. ټوپ مه اچوه. اور مه اخله. ځکه ځینې وخت ویناوال د جملو جوړولو او څنګه ویلو لپاره وخت اخلي او اړتیا ورته لري.

  1. له شخصي تعصبه تیر شه:

هڅه وکړه چې بې طرفه فکر وکړای شې. ټول خلک ستا په ډول نه دي. دا چې خلک مختلف دي نو د ویلو او وینا کولو طرز یې هم توپیر لري. ټول خلک له ځان سره مه پرتله کوه. ټول خلک به ستا په شان معلومات نه لري؛ ټول خلک به ستا په شان کلیمات نه استعمالوي. لکه څنګه چې خلک په څيرو کې بدل دي په خبرو کولو، مالومات لرلو کې هم توپیر لري.

  1. لهجې ته غوږ شه:

اغیزمن ویناوال هڅه کوي چې لهجه او د غږ جګوالی او ټيټ والی په خپلې ګټې وکاروي. ځکه د لهجې کارول او د غږ لوړوالی او ټيټ والی الفاظو ته اهمیت ورکوي. په دې ‌ډول سره نوموړی تاسو ته دا ښیی چې کومه موضوع ډیره مهمه او کومه موضوع لږه مهمه ده.

  1. کلیماتو ته نه—د کلیماتو شا ته پرتو مفاهیمو ته ځير شه!

تاسو باید بشپړ انځور ترلاسه کړئ. په وړو ټوټو پسې مه ګرځئ. د غوږ نیولو یو سخت اړخ هم دا دی چې غوږنیوونکی وړو ټوټو ته ربط ورکړي. ترمنځ یې ارتباط قایم کړای شي.

  1. غیرلفظي مفاهیمو ته ځير شه:

د مخاطب مخ، د لاسونو استعمال، او بصري تماس ته متوجه اوسئ. موږ یوازې باید له غوږونو سره غوږ ونه نیسو بلکې زموږ سترګې هم غوږ (متوجه وي)ونیسي. لاسونه مو هم باید غوږ ونیسي. زر پایلې ته مه ورځه! هڅه باید وکړې چې خپل پوهاوی وازمایې.