+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د اکتوبر دیارلسمه:

له دې ځایه هر څه بدل ښکاري!

ل: جان سي مکسویل

ژ:روکیان 

 

کله چې د خلکو د زړونو د ګټلو خبره شي نو ددې پر ځای چې د ځان په اړه فکر وکړې باید د خلکو په فکر کې و اوسې!

 

هغه خلک چې ټوله توجه یې پخپل ځان او خپل ځان ته په خدمت کولو وي، هغوی نشي کولای چې له نورو خلکو سره ښې اړیکې او یا هم ګډ ژوند رامنځته کړای شي.

 

ددې لپاره چې دغه خلک مو له دې ستونزې بیغمه کړي وي، لوی تصویر ورته وښایاست!

 

که غواړې چې لوی تصویر وګورې او نورو ته په ځان د اولیت حق ورکړې نو لاندې کارونه ترسره کړه:

 

له خپلې وړې دنیاګۍ څخه ووځه! د محور او پام د بدلولو لپاره مجبور یې چې له خپلې وړې دنیاګۍ څخه ووځې! که ته د خلکو په اړه تنګ نظری وې نو داسې ځایونو، مجلسونو، او خلکو ته لاړ شه چې تر اوسه دې نه دي لیدلي؛ ورسره مخامخ شوی نه وې او داسې کارونه وکړه چې پخپل ژوند کې دې نه وي کړي!

 

که زما په دې خبره دې عمل وکړ نو لرې نه ده چې په نظریاتو کې به دې ډیر زر جدي بدلون رامنځته شي لکه څنګه چې زما په نظریاتو کې بدلون رامنځته شو!

 

خپل غرور دې په دروازې کې پریږده: کومو کسانو ته چې خود غرضه ویل کیږي داسې نه ده چې هغوی د خپل ځان په اړه ډیر فکر کوي او یا هم ځان ورته ډیر لوی ښکاري! ستونزه په دې کې ده چې هغوی د نورو په اړه ډیر کم فکر  کوي او یا هم ورته هیڅ متوجه نه دي.

 

موږ په اشتباه سره زیاتره مهال د مینې متضاده کلیمه نفرت ګڼو! خو زه وایم چې دا خبره غلطه ده. د نورو سره مینه نه کول په ځان ټوله توجه متمرکزول دي! که چیرې ستا پام تل پخپل ځان وي نو هیڅکله به له نورو سره مثبتې اړیکې رامنځته نکړای شې!

 

په دې پوه شه چې کوم شیان اجراات رامنځته کولای شي! اجراات هغه وخت رامنځته کیږي کله چې نور خلک په کار کې سهیم کړې! هغه کس چې د توجه محراق یې خپل ځان وي، هغه به تل وږی او ستومانه وي: نه به یې تنده ماته شي او نه سکون ومومي!

 

که غواړې چې ژوند دې له اجرااتو او لاسته راوړنو څخه ډک وي نو باید له نورو سره سالمې اړیکې ولرې. داسې اړیکې چې په ځان دې بریالی کړای شي!

 

له کتاب Winning with People څخه!

 

په یاد ولره چې دغه ټوله نړۍ—له یوې وړې استثنأ پرته—له یو بل څخه جوړه شویده!