+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

څلورم څپرکی:

article-176.jpg

 

څنګه یې پیل کړم؟

ل. جان سي مکسویل

ژ. روکیان

د بریا په لوري لومړی ګام د ځان استثنایي رسول دی!

آیا تاسو له هغو کسانو سره کار کړیدی چې د خپل ځان په رسولو نه وو توانیدلي؟

خلک د ځان رهبرۍ دې ته وایي چې هره ورځ یو څو ښه تصمیمونه ونیسي. خو داسې نه ده. موږ باید د ژوند په کلیدي ساحو کې یو څو مهم تصامیم ونیسو او نور باید د هغوی په پليتوب کار وکړي.

زه ستاسو د ذهن د روښانولو لپاره یو ډیر عنعنوي مثال وړاندې کوم.آیا تاسو د کوم نوي کال په پیل کې پریکړه کړیده چې تاسو به دا ځل په کلکه ورزش پیلوی؟ حتماً ځکه تاسو د ورزش په اهمیت پوه شوي یاست او درته مهم ښکاریدلی دی. د ورزش په اړه پریکړه کول اسانه کار دی خو د ورزش په اړه د شوې پرکړې مدیریت او تعقیب سخت کار دی. تاسو په یوه کلب کې ځان د ورزش په موخه ثبت کړ خو اوس چې د جنوری په لومړۍ اونۍ کې کلب ته ځې نو د خلکو له یوه عجیب بیروبار سره مخامخیږې. خلک دي؛ ګاډي دي؛ بیروبار دی؛ ترافیک پولیس دي چې ګاډو ته لارښوونه کوي خو ځه په ۱۵ دقیقو کې ته په دې توانیږی چې د خپل ګاډي لپاره ځای پیدا کړی هغه هم د کلب څخه یو څلور بلاکه لیرې! خو ته وایې چې ځه همدا څلور بلاکه لارې هم ښه دی ځکه ته د ورزش لپاره راځې نو چې د ورزش لپاره راځې یو څه به پیاده لاړ شې!

کله چې کلب ته ننوتلې او غواړې کالي بدل کړې نو د کالیو د بدلولو لپاره ځای او بیا د هغوی د سمبالښت لپاره درته المارۍ نه موندل کیږي. خو ته وایې چې ځه خیر دی؛ اوس مې نیت کړی چې ورزش وکړم دغه شیان باید وزغمم! د کالیو د بدلولو لپاره دې ځای پیدا کړ خو اوس له یوې بلې ستونزې سره مخامخ شولې او هغه دا چې ټول د ورزش وسایل بند دي او هر یو یې یو چا نیولی او پرې بوخت دی. خو ځه خیر دی یو ماشین درته پیدا شو خو دا هغه ماشین نه دی چې تا غوښته! خو ته بیا هم وایی چې ځه خیر دی! ورزش دې وکړ؛ ځان دې لوند خیشت کړ او اوس غواړې چې ولامبې! خو په تشنابونو داسې یو بد حال دی چې مجبور یې په کتار کې د ۲۵ دقیقو لپاره ورته ودریږې خو ته وایې چې ځه کور کې به ولامبم!

د کور په لوري چې روانیږې او له کلبه راوځې چې د کلب په دروازې کې د کلب له مدیر سره مخامخیږې! ته غواړې چې هغې ته شکایت وکړې خو هغه درته وایي، خیر دی، یو څه حوصله وکړه. ته مسلسل یو درې اونۍ راشه بیا به درته یوه ښه المارۍ، ستا په خوښې ماشین او د ګاډي لپاره به دې یو نږدې ځای درته په ګوته کړو! دغه خلک چې ګورې دوی د دریو اونیو دننه، دننه کمیږي او ځي!

د تمرین او ورزش پریکړه کول د قضیې یو اړخ دی خو د هغوی تعقیب او تطبیق یې بل اړخ دی. زیاتره خلک په راتلونکو اونیو کې له خپلې پریکړې تیریږي او ته هم د هغو کسانو له جملې څخه یې چې یا پخپلې پریکړې پښه کیږدې او یا یې تر پایه تعقیب کړې. همدې ته د خپل ځان مدیریت ویل کیږي.

بریالي خلک کوم شیان په ځان کې اداره کړي؟

که غواړې چې پخپلې کاري ساحې کې بریالی و اوسې او پخپلې ادارې او شاوخوا خلکو کې ښه نوم ومومې نو باید په لاندې ۷ ساحو کې کارونه اداره کړی:

خپل احساسات کنټرول کړه:

ما یو ځلې اوریدلي وو چې هغه کسان چې احساساتي ستونزې لري (ډیر احساساتي دي) د هغو کسانو په پرتله چې له دې ستونزو څخه بې غمه دي، ۱۴۴سلنه د ګاډو ډیر ټکرونه کوي. همدغې مطالعې دا راز هم افشا کړی و چې د ډیرو وژونکو ټکرونو هر پنځم قرباني شپږ ساعته مخکې له ټکره له یو چا سره لفظي شخړه درلوده.

هر سړی باید خپل احساسات اداره کړي ځکه هیڅوک نه غواړي چې له ساعتي بم سره نږدې او څنګ په څنګ  واوسیږي. بریالي خلک په دې پوهیږي چې څه وخت احساسات وښيي او څه وخت یې وځنډوي. ځینې وخت یې ددې لپاره ښيي چې د ټیم ملګري باید هغه څه احساس کړي چې دوی یې احساسوي. کیدای شي ځینې خلک په دې باور وي چې د دوی دغه احساس ښودنه ددې لپاره وي څو خپل ټیم غافلګیر ونیسي.

خو زه داسې فکر نه کوم ځکه هر سړی د خپل ټیم او ډلې خیر غواړي او هڅه کوي چې داسې څه وکړي چې خپلې ډلې ته یې خیر ورسیږي. دا چې مشران هغه څه ګوري چې د ټيم عادي غړي یې نشي لیدلی، نو ځکه د ټیم د نورو غړو په پرتله لومړی احساسات ښيي.

د ټیم په هغه څه پوهول چې تاسو یې احساسوی ستاسو د ټیم د ودې او پرمختګ سبب کیږي او هغوی ددې وړتیا مومي چې هغه څه وګوري چې تاسو لیدلي دي.

په نورو وختونو کې باید مشران حالات تر خپل څار لاندې ونیسي. ټامي فرانکس په خپل کتاب امریکایي عسکر (American Soldier) کې د یوې ویجاړونکې پیښې یادونه کوي. دغه مهال دی په ویتنام کې د یوه ټيټ پوړي صاحبمنصب په توګه جنګیده. په دې پیښه کې فرانکس له خپل مشر ډګروال ایریک انټیلا څخه متاثره شویدی او خپله کیسه په دې ډول سره کوي:

"ما د انټیلا سترګو ته سترګې غړولې. انټیلا ښه پوره په غوسه و خو خپله غوسه یې نه ښکاره کوله ځکه موږ په جګړې کې وو او ده د جګړې مشري په غاړه درلودله.په چوپه دده لخوا د ستونزو حلولو موږ ټولو ته غښتلتیا رابخښله. یو ساعت وروسته به ښه په غوسه کیده خو اوس لکه تیږه داسې ولاړ و. په جګړې کې باید لوړ پوړي خپل احساسات څومره یې چې هم زغملی شي وځنډوي!"

کله چې زه دا خبره کوم چې بریالي خلک دې خپل احساسات وځنډوي دا په دې مانا هیڅکله مه اخلئ چې زه له دوی غواړم چې خپل احساسات ووژني او یا یې هم خښ کړي. د احساساتو په کنټرول او ادارې کې اصلي خبره داده چې ته باید خپل ځان ته د لومړيتوب پرځای مقابل اړخ ته لومړیتوب ورکړې. د هغوی ګټې او احساسات پخپلو ګټو او احساساتو لومړۍ کړې. ته باید د خپلو احساساتو ښودنه او یا هم نه ښودنه هیڅکله د خپل ځان خوښولو لپاره ونکړې.

ته باید له ځان وپوښتې چې اصلاً کې ستا ټیم څه ته اړتیا لري او څه شی درڅخه غواړي؟ نه دا چې هغه څه وکړې چې ستا د خوښۍ سبب کیږي.

خپل وخت اداره کړه:

د وخت د مدیریت مسٔله په جدي ډول سخته مسٔله ده او په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې نه د ادارې په رأس کې دي او نه یې هم په تل کې!

دا مې ځکه وویل چې د رأس کسان زیاتره مهال خپل مسؤلیتونه نورو ته سپاري (تفویضوي) او هغوی چې په تل کې دي زیاتره مهال خپل میزي ساعت شړي ځکه دوی ته په ساعت مزدوري ورکول کیږي او دوی هغومره کار کوي څومره یې چې د ورځې رسمي ساعتونه وي. د منځنۍ کچې مامورین د ځان د بریا په موخه اوږده ساعتونه په کارونو بوخت وي او تر هغې کار کوي څو پای ته یې ورسوي نو ځکه دوی باید خپل وخت د نورو په پرتله ښه اداره کړي.

وخت خورا زیات ارزښت لري. روان پوه او لیکوال سکاټ پیک وایي "تر هغې چې ځان ته په ارزښت قایل نشې، وخت ته په ارزښت نشې قایلیدلی؛ تر هغې چې وخت ته په ارزښت قایل نشې، نو هیڅ هم نشې کولای." چارلس سپینازو پخپل In What to Do Between Birth and Death کې کاږي: "خلک د اجناسو لپاره پیسې نه ورکوي بلکې د هغه وخت لپاره پیسې ورکوي چې دغه جنس یې په کې ترلاسه کړیدی."که چیرې یو څوک ووایي چې زه د رخصتۍ کور غواړم په پنځو کلونو کې واخلم نو ددې مطلب دادی چې دغه کور به ده ته تقریباً د خپل د ځوانۍ د عمر یو پر دولسمه تمامیږي.

ددې پر ځای چې په دې ډیر فکر وکړې چې څه وکړم او څه باید واخلم په دې فکر وکړه چې دغه کول او دغه اخیستل دې څومره وخت نیسي. په هغو شیانو وخت ولګوه چې هغوی ددې ارزښت لري چې وخت پرې ولګول شي. که زموږ په دې وروستۍ خبره کار وکړې او عملي جنبه وروبخښې نو وخت به دې ښه مدیریت کړی وي.

 

 

خپل لومړیتوبونه مدیریت کړه:

زیاتره خلک عمومي دي. دوی ډیر زیات د ډیرو شیانو په اړه پوهیږي. خو ډیر بریالي خلک تل خپل پام متمرکز ساتي او په هر څه کې ځان نه بوختوي. دغه زوړ متل اوس هم ښه کار کوي چې وایي: که په دوو سویو پسې شولې نو یو به هم ونشې نیولی خو که په یوې پسې شولې، ستړی شوی به وې خو منګول به دې هم ډکه شوې وي. ددې لپاره چې ته مو له عمومي بودن څخه ویستلی وې نو لاندې فورمول عملي کړه:

۸۰ سلنه وخت دې په هغو کارونو ولګوه چې ته په کې ډیر غښتلی یې!

۱۵ سلنه وخت دې په هغو کارونو ولګوه چې ته یې غواړې زده کړې!

۵ سلنه پاتې نور وخت دې په نورو مهمو کارونو ولګوه.

کیدای شي دغه کار اسانه نه وي خو که هڅه یې وکړې نو کولای شې په کې بریالی شی. په هغو ساحو کې چې ته ښه نه پوهیږې، په ټیم کې یې نورو هغو کسانو ته وسپاره چې هغوی په کې وارد دي او مسلکي په کې پوهیږي او یا هم له خپلو ملګرو سره په ټیم کې یوه معامله وکړه هغه داسې چې په کومو ساحو کې چې ته ښه پوهیږې هغه ته وکړه او په هغو ساحو کې چې هغوی ښه پوهیږي، هغه دې هغوی وکړي.

که غواړې چې له منځنۍ کچې ووځې نو ځان له عمومي بودن څخه تخصصي بودن ته وباسه. په ډیرو کارونو کې ځان مه ورکوه. ځان مسلکي کړه. په هغو ساحو کې کار وکړه چې ته په کې ښه ځلیدلی شې.

د بري په لوري د تګ راز په ډیسپلین کې دی! په In Good to Great کې جیم کولینز کاږي: "موږ تل بوخت وو خو کار مو نه مالومیږي ځکه غیرمنظم کار کوو؛ ډیسپلین ته توجه نه کوو. ورځ تر بلې مو د 'باید وی کړو!' لیست غځیږي! کوو،کوو، کوو او په همدې کولو کې ورک وو. هغه کمپنۍ چې له ښو څخه غوره شویدي، هغوی د 'باید وی کړو' لیست په ځای 'باید وی نکړو' لیست هم جوړه وي. دوی ددې لپاره چې 'ستر' شي، د ټولو هغو کارونو مخه نیسي چې مهم نه دي او هسې وخت ضایع کوونکي بلل کیږي!"

ته چې څومره د "باید وی کړو" لیست په تطبیق کې جدي یې باید "باید وی نکړو" لیست په تطبیق کې هم جدي شې، رامنځته یې کړې او په پوره اخلاص سره یې تطبیق کړې. سړی باید ولې په هغو شیانو خپل وخت ضایع کړي چې هیڅ ګټه ورته نشي رسولی.

که چیرې داسې یو کار وي چې ته په کې غښتلی کیږې، نو ترسره یې کړه! که داسې یو کار وي چې ستا د پرمختګ سبب کیږي، نو ترسره یې کړه! که داسې یو کار وي چې ستا مشر درته وایي چې ته یې باید شخصاً ترسره کړې، نو ترسره یې کړه. که له دې یاد شوو کټګوریو وتلی وي، نو بیا یې "باید وی نه کړو"لیست ته غورځوه او سر پرې مه ګرځوه!

 

خپله انرژي وسپموه:

ځینې خلک باید خپله انرژي زخیره کړي هسې نه چې بې انرژۍ شي او ولاړ پاتې نشي.

څو کاله دمخه زه داسې نه وم لکه نن چې یم. که چا به راڅخه پوښتنه کوله چې دومره ډیر کارونه مې څنګه ترسره کړیدي نو زما ځواب به ددوی لپاره دا و:"ډیره انرژي، ټيټه IQ" له وړکتوبه زه داسې عادت شوی وم چې تل به بوخت وم. د شپږو کلونو به وم چې زه په دې پوه شولم چې زما نوم "مقیم خان" نه دی!

اوس چې له شپیتو اوښتی یم، نو هڅه کوم چې انرژي مې وسپموم. د "بدلون په فکر—Thinking for a Change" ما خپله یوه هغه ستراتیژي چې څنګه انرژي وسپمول شي له خپلو لوستونکو او مینه والو سره شریکه کړیده. هر سهار چې زه له خوبه پاڅیږم نو خپله جنتري ګورم او په هغې که هغه فعالیتونه لټوم چې زما لپاره مهم وقایع ګڼل کیږي. کله مې چې خپله مهمه واقعه وموندله او پرې پوه شولم نو بیا هڅه کوم چې دغې واقعې ته خپله ټوله توجه وسپموم او په ښه ډول سره یې ترسره کړم. کیدای شي دغه کار چې زما په جنترۍ کې زما لپاره مهم لیست شوی کیدای شي له فامیل سره ناسته وي، زما له خپرندویې ټولنې سره چې زما کتابونه چاپوي ملاقات وي؛ زما د وینا له تمویلوونکي سره لیدل وي، نو ځکه هڅه کوم چې خپله انرژي بې ځایه ضایع نه کړم او له دوی سره دغه پلان شوي کارونه په پوره پام او شایسته ګۍ سره ترسره کړم.

حتیٰ هغه خلک چې ډیره انرژي هم لري، د سختو حالاتو پرمهال خپله ټوله انرژي له لاسه ورکوي او خالي پاتې کیږي. زه د هغو مدیرانو لپاره چې په اداري جوړښت کې په منځنۍ کچې کې راځي توصیه کوم چې د انرژۍ له منځه وړونکو ABCفعالیتونو سره مقابله وکړي او مخه یې ونیسي:

Activity without direction—doing things that don’t seem to matter!

بې لوري فعالیت—د هغو کارونو ترسره  کول چې مهم نه دي ترسره شي!

Burden without action—not being able to do things that really matter!

بې عمله بار—ددې وړتیا نه درلودل چې هغه کارونه ترسره کړي چې په ریښتوني ډول سره اهمیت لري!

Conflict without resolution—not being able to deal with what is the matter!

بې له حله ستونزه—ددې وړتیا نه درلودل چې هغه کارونه ترسره کړي چې په ریښتوني مانا سره مهم شمیرل کیږي.

که ته په دې پوه شې چې داسې یوې ادارې کې کار کوې چې هلته دغه ABC انرژي ویستونکي عملاً لیدل کیږي نو باید ډیر جدي د خپلې انرژۍ په ساتلو کار وکړې او پرینږدې چې انرژي دې بې ځایه په نورو کارونو ضایع شي. ښه به وي چې د ځان لپاره اداره ولټوې!

خپل افکار سمبال کړه:

ناول لیکونکی او شاعر جیمز جوایس وایي "ماغزه به دې هغه څه واپس درکړي کوم څه دې چې په کې ځای پرځای کړې وي. د ښه فکر تر ټولو ستر دښمن بوختیا ده. که چیرې د ژوند تګ دې داسې وي چې ډیر دې فکر کولو ته نه پریږدي نو د کاري ورځې پرمهال درې او یا هم څلور داسې شیان له ځان سره یادښت واخله چې بې له هغو نه کیږي. بیا یو څه وخت وروسته د همدغو موضوعاتو لپاره وخت وباسه کیدای شي دغه دفکر کولو وخت په همدې ورځ او یا هم د اونۍ یوه بله ورځ وي. یوه ورځ د فکر کولو لپاره وټاکه. په In Thinking for A Change کې خلک دې ته هڅولي چې د فکر کولو لپاره یو ځای وټاکي لکه ما چې په خپل دفتر کې یوه چوکۍ د فکر کولو لپاره غوره کړیده. زه دغه چوکۍ د فکر کولو څخه بدون د بل هیڅ شي لپاره نه کاروم. خلکو په غونډو کې راته وویل چې کله دوی پخپلو تفکر چوکیو کې کیني نو هیڅ فکر موضوع یې ذهن ته راځي! ناست وي، ناست وي خو پایله نه لري. ما ورته وویل چې زه هیڅکله د تفکر په چوکۍ کې بې له اجنډا نه کینم. هر کله چې غواړم د تفکر په چوکۍ کې کینم نو مخکې له مخکې اجنډا مې جوړه کړې وي. کوم موضوعات چې ما له ځان سره په اجنډا کې نیولي وي هغه موضوعات وي چې ما ته د ورځې په جریان کې وخت نه وي پیدا شوی چې په اړه یې فکر وکړم. کله چې د تفکر په چوکۍ کې کینم نو خپله اجنډا مخې ته اچوم او هرې موضوع ته د اړتیا وړ وخت ورکوم. د تفکر پرمهال کله داسې تصامیم ارزوم چې ما نیولي وي او یا هم دداسې پریکړو په اړه فکر کوم چې زه غواړم عملي بڼه ورکړم. کله، کله د تفکر پرمهال غواړم چې یوه ابتکاري نظریه رامنځته کړم.

زه غواړم چې تاسو دې ته وهڅوم که غواړی د تفکر په چوکۍ کې له ځان سره نظریات ولری نو وار له مخه اجنډا خپله کړئ. که دا کار مو مخکې نه وي کړئ، اوس یې وازمویې، زه ډاډه یم چې پایله به یې غوره وي.

په دې هم ځانونه پوه کړئ چې د تفکر یوه دقیقه له یوه هغه ساعت څخه چې په بې پلانه کارونو او یا هم په خبرو تیر شوی وي، غوره ده.

 

 

خپل کلیمات اداره کړئ

د باسکیټبال افسانوي لوبغاړی جان ووډن وایي:"دا مه را ته وایاست چې څه کولای شې، په عمل کې را ته په ثبوت ورسوه چې څه کولای شی." بریالي خلک د خبرو په ځای عمل ته ډیر پام کوي او کله چې هم دوی وغواړي کوم څه ته غوږ ونیسي نو باید داسې شیان ورته وویل شي چې ارزښتمن وي، یوازې تشې خبرې نه وي.

The Forbes Scrapbook of Thoughts on Business کې له ایمایل ډی ګیرارډین خبره را اخیستل شویده: "کلیمات ستر زور له ځان سره لري. ښه غوره (انتخاب) شوي کلیمات کولای شي چې د روان فوځ مخه ونیسي؛ ماته په بري بدلولی شي او یوه امپراطوري ساتلی شي."

که غواړې چې په کلیماتو کې مو وزن وي نو ښه یې تول کړه. که چیرې ته خپل افکار اداره کړې او د فکر له وخت څخه ښه ګټه پورته کړې نو باوري یم چې د درندو، وزن لرونکو او په تول برابرو کلیماتو غوراوی (انتخاب) به درته سخت نه وي.

ډیویډ مککینلي چې د ټکساس په پلانو (Plano) کې د یوې لویې ادارې یو وتلی او بریالی مشر دی ماته له ښوونځي څخه د فارغت وروسته د لومړی دندې کیسه وکړله چې څه ورته پیښ شوي وو.

ده ته ویل شوي وو چې له یوه مهم کس سره دلیدنې په موخه لاړ شي او خپل مشر هم له ځان سره بوځي. کله چې دوی هلته د لیدنې (ملاقات) لپاره رسیږي او مشر ګوري نو ډیویډ ددې پرځای چې خپل مشر ته د خبرو لپاره کومه موقع ورکړي، ټولې خبرې پخپله کوي او مشر ته یې هیڅ فرصت نه میسریږي چې خوله چوله کړي. بیچاره د لیدنې تر پایه چوپ پاتې کیږي.

کله چې دوی له غونډې وځي او د ګاډي په لوري ځي، نو مشر یې ورته وایي چې دا نن مې چې ستا حال ولیده نو ما ته هیڅ اړتیا نه وه چې دلته راغلی وای. زما بودن په دې ناسته کې بیخي غیر ضروري و. ډیویډ راته وویل چې په دې ورځ مې د ژوند تر ټولو مهم درس زده کړ او زه په دې هم پوه شولم چې کله له سړي سره مشران وي نو باید څنګه چلند وکړي."

زه وایم که چیرته د ویلو لپاره کوم څه له ځان سره لرې، نو په لنډو او ساده الفاظو کې یې  ووایه او که نه یې لرې، غوره به وي چې چوپ پاتې شې.

 

خپل شخصي ژوند تنظیم کړه

که یو سړی پخپلو دفتري کارونو کې بریالی او ډیر ښه وي، ښه خبره ده خو که شخصي ژوند یې ګډوډ وي نو تر ډیره به ښه ورځ ونه ګوري او ډیر زر به هر څه خراب شي. دا به یو سړي ته څه ګټه ورسوي چې د ادارې تشکیلاتو د ونې په سر کې وي خو ښځه او ماشومان یې له لاسه ورکړي وي؟

د هغه شخص په توګه چې ډیر عمر مې په مشورو ورکولو کې تیر کړی، زه خو وایم چې هیڅ بریا د کورني ژوند تشه نشي ډکولی. تر ډیره زما د بریا تعریف داسې یو شی و: "بریا دې ته ویل کیږي چې شاوخوا دې تر ټولو نږدې کسان وي. ښه ډیره مینه در کړي او زښت زیات درناوی درته ولري."

زه د خپلې ښځې، ماشومانو او لمسیو مینې او درناوي ته مخکې له دې چې نور خلک یې راکړي اړتیا لرم. خدای (ج) دې وکړي چې دا خبره غلط وانخلئ. زما مطلب دا نه دی چې زه د هغو کسانو چې له ما سره کار کوي او یا هم زما همکاران دي مینې او درناوي ته اړتیا نه لرم بلکې هدف مې دا و چې له دوی څخه دمخه ماته د خپلو نږدې کسانو چې د هر چا لپاره د کورنۍ غړي کیدای شي، مینه او درناوی اړین دی. که زه د کورني ژوند په مدیریت کې بریالی نه وم نو باور مو وشه چې دفتري ژوند به مې هیڅکله بریالی نه وي بلکې د کورني ژوند تر اغیز لاندې به راغلی وي.

 

لومړی د خپل ځان مشري وکړه!

که چیرې غواړې په نورو نفوذ ولرې نو لومړی باید د خپل ځان مشري وکړې.که چیرې دا کار ونکړې نو هیڅ اعتبار به خپل نکړای شی. زما په فکر دا لاندې شیان صحیح دي:

که زه د خپل ځان مشري ونکړم، هیڅوک به مې پیروي ونکړي!

که زه د خپل ځان مشري ونکړم، هیڅوک به راته درناوی ونلري!

که زه د خپل ځان مشري ونکړم، نو هیڅوک به را سره ملګرتیا ونکړي!

دا خبرې په هر حال کې هغه که ته مشر وې، یا له چا سره کار کوې او یا هم که څوک کار درسره کوي یعنې په ټولو حالاتو کې د منلو وړ او ثابتې دي. که له خپل ځانه یې پیل نکړې، نو د بري چانس دې کمزوری او نشې کولای چې پرمختګ وکړې.