+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

په هر څه د 80/20 اصل پلي کړئ

Rokyan Management Consultancy International FZE

eat that frog

"مونږ تل کافي وخت لرو خو که مونږ یې وغواړو خو ښه یې وکاروئ!" والفګنګ وان ګویته

د 80/20 اصل د ژوند او وخت د مدیریت کولو  لپاره مهم اصل دی. دغه اصل ته د پَریټو اصل هم ویل کیږي. د پَریټو اصل نوم یې د ویلفریډو پَریټو له نوم څخه اخیستل شویدی چې دغه اصل یې په 1895 ز رامنځ ته کړی و. پَریټو له خپلې ټولنې څخه د تجربې پر بنسټ دا خبره تثبیت کړې وه چې خلک یې په "غښتلو کمو" چې د دده د ټولنې شل سلنه جوړه وي رامنځ ته کړې وه. دغه ۲۰ سلنه په زیرمو کې له نورو بره او برخه یې غوښنه وه خو په ورته وخت کې دده د ټولنې "ډیری چټي" وو چې دده د ټولنې اتیا سلنه یې جوړوله.

ده بیا وروسته دغه اصل رامنځ ته کړ ځکه چې ټول اقتصادي فعالیتونه په همدې اصل په عمومي ډول ولاړ دي.

د مثال په ډول دغه اصل وایې چې ستاسو شل سلنه فعالیتونه ددې سبب کیږي چې اتیا سلنه پایلې رامنځ ته کړای شي. شل سلنه ستاسو مامورین کیدای شي چې ددې سبب شي چې ستاسو څخه اتیا سلنه خرید وکړای شي. ستاسو ۲۰ سلنه محصولات کیدای شي چې تاسو ته ۸۰ سلنه ګټه راوړلای شي. کیدای شي ستاسو په خپلې دندې کې شل سلنه داسې کارونه وي که ترسره یې کړی نو اتیا سلنه نوم به مو ګټلی وي او اداره به خوښوي چې تاسو ډیر کار کړیدی.

که په بل ډول دا خبره وکړم نو وایم که چیرې تاسو د لسو فعالیتونو لیست له ځان سره ولری نو کیدای شي چې دوه داسې کارونه وي که ترسره شي نو د اتو نورو تشه به احساس نشي او یا هم که ترسره شي نو پایلې به یې د اتو نورو په پرتله ډیرې وي.

کله خو داسې هم کیږي چې تاسو د لسو فعالیتونو لیست له ځان سره ولرئ خو په دې لسو فعالیتونو کې به یو داسې فعالیت وي که ترسره شي نو د نهو نورو ترسره کولو لپاره به مو لار پرانیستلې وي. همدغه یو کار ته همدغه چنګښه ویل کیږي. نو ځکه دغه چنګښه لومړۍ وخورئ.

آیا تاسو ویلای شی چې کوم کار د نورو فعالیتونو د ځنډیدلو سبب ګرځي؟ باور به مو نه راځي چې زیاتره خلک خپل ځانونه په ۸۰ سلنه هغو کارونو بوخته وي چې نتایج یې ۲۰ سلنه وي او هغه کارونه ترې پاتې کیږي که ۲۰ سلنه وخت پرې تیر کړي نو اتیا سلنه پایلې به ولري.

داسې خلک به مو لیدلی وي چې ټوله ورځ بوخت وي خو د ورځې په پای کې یې که کار و ارزوې نو ډیر کم کار به یې ترسره کړی وي ځکه دوی ټوله ورځ خپل ځانونه په هغو شیانو بوخت کړي وو چې د دفتري ارزښت له مخې یې اړتیا کمه او یا هم کم ارزښته وو خو هغه کارونه چې خورا مهم وو او کولای یې شول چې ددوی د ځلیدا سبب شي، دوی ورته لیدلي، لیدلي، لیدلي خو کړي یې نه دي. له یوې شیبې یې بلې او له بلې یې بلې ته ځنډولي دي.

په دفتر کې ارزښتمن کارونه هغه دي چې پیچلي او سخت وي. د دوی ترسره کول ښې مادي او معنوي ګټې له ځان سره لري. له همدې کبله زه درته وایم چې ځان په هغو کارونو مه بوختوه چې وخت اتیا سلنه نیسي خو ګټې یې شل سلنه وي.

هر کله چې کار پیلوې له ځانه پوښته چې آیا تر لاس لاندې کار دی هغه ۲۰ سلنه کار دی چې اتیا سلنه ګټې لري او که اتیا سلنه کار دی چې ۲۰ سلنه ګټې له ځان سره لري؟

 

اصل: د وړو شیانو د لومړي کولو فکر مو له سر څخه وباسئ او خپل عادت مو په دې برخه کې بدل کړئ.

 

په یاد ولرئ کله چې تاسو یو کار د ځان لپاره غوره کوئ او هغه په بار،بار ترسره کوئ نو عادت کیږي مو او د عادت ماتول اسانه کار نه دی.

که چیرې ځان د وړو او کم ارزښته کارونو په ترسره کولو عادت کړئ نو بیا به یې له  شر څخه ځان نشی خلاصولی او تل به ورسره لاس و ګریوان یاست نو له همدې کبله هڅه وکړئ چې ځان پرې عادت نه کړئ.

د هر سخت کار سخته برخه په هغه کار، کار پیلول دي.کله چې تاسو  په ارزښتمنو کارونو کار پیلوی نو په طبیعي ډول به تاسو خوښ اوسئ او ورته هڅیږی به. ستاسو په مغز کې یوه برخه ده چې هغه د مهمو کارونو په کولو سره غوړیږي. نو تل هڅه وکړئ چې د خپلو ماغزو دغه برخه فعاله وساتئ.

د مهمو کارونو د پیل او پای ته رسولو په اړه فکر کول ددې سبب کیږي چې تاسو د کارونو په ځنډولو باندې غلبه ومومئ. یوه خبره چې ستاسو لپاره یې غواړم تکرار کړم دا چې د مهمو کارونو په کولو باندې هومره وخت لګیږي څومره چې تاسو په نامهمو کارونو باندې وخت ضایع کوئ.

خو کله چې تاسو مهم کار پای ته رسوی، ماغزه مو تازه کیږي او تاسو ځان بریالی احساسوی خو کله چې تاسو کم ارزښته کار پای ته رسوی د خوښۍ ډیر کم احساس درته پیدا کیږي او یا هم هیڅ نه!

د وخت مدیریت د ژوند مدیریت دی. د فرد مدیریت دی! د وخت مدیریت ددې سبب کیږي چې تاسو کارونه په هماغه منطقي تسلسل کې ترسره کړی چې اړتیا یې وي.

د وخت مدیریت په هغو شیانو باندې چې تاسو یې په راتلونکې کې کول غواړی، کنټرول ته ویل کیږي. او د راتلونکو کارونو په انتخاب کې تاسو ازاد یاست چې څه شی انتخاب کړی. اوس نو دا تاسو پورې اړه لري چې د خپل ژوند د بریا لپاره په مهمو کارونو پسې ځی او که غیرمهمو او وخت وژونکو پسې!

مهم، مثمر خلک تل هڅه کوي چې په مهمو کارونو چې ددوی په مخ کې پراته دي پیل وکړي. دوی تل هڅه کوي چې دغه چونګښه هر څنګه چې وي له مرۍ تیره کړي. نو په نتیجه کې دوی ډیرې لاس ته راوړنې لري او له متوسطو کسانو ډیر خوښ وي. نو که تاسو هم غواړی چې ددوی په څیر شی نو د همدوی لار ونیسئ.

 هماغه چونګښه وخوره:

په خپل ژوند کې د مهمو موخو، فعالیتونو، پروژو، او مسؤلیتونو لیست همدا نن جوړ کړئ. کوم فعالیتونه په سر ۱۰٪ کې او کوم په سر ۲۰٪ کې راځي څو تاسو ته ۹۰٪ او ۸۰٪ لاس ته راړنې په نصیب کړي؟ نو همدا نن تصمیم ونیسئ چې تاسو به په هغو فعالیتونو بوختیږئ چې په ریښتوني مانا سره ستاسو په ژوند کې بدلون راوستلی شي او دلویې بریا سبب مو کیږي.