+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

ناکامي په بریا کې څه رول لوبوي؟

article-40.jpg

لیکوال: جان سي مکسویل

ژ. روکیان

تر هغې چې ته د ناکامۍ د خوند څکلو لپاره داوطلب نشی، د بریا خوند نشې لیدلی!

ډیر خلک په دې باور دي چې د بریا ترلاسه کول اسانه کار دی. ستر امریکایی مخترع توماس ایډیسن په دې راز پوه دی نو ځکه داسې وایي:

"ناکامي د غرور یوه برخه ده. خلک ځکه د بریاوو ترلاسه کولو لپاره هڅې نه کوي چې ددوی په ګومان دوی بریا بې له هڅو ترلاسه کولای شي. ځینې خلک بیا په دې باور دي چې د شپې ویده شي نو سهار به مالدار را پاڅيږي. په دې دویمه خبره کې دوی په نیمه خبره پوه دي هغه دا چې سهار خو را پاڅيږي که نور څه نه وي!!!"

موږ او تاسو باید په دوو لارو کې یو انتخاب ولرو: آیا غواړو ویده شو او د تل لپاره د نکامۍ مخ ونه ګورو او یا هم باید سهار په داسې ډول سره اوچت شو چې په دې خبره پوه وو چې: ناکامي په ریښتیا هغه قیمت دی چې مونږ یې باید د بریا د ترلاسه کولو په موخه پرې کړو!

که چیرې تاسو د ناکامۍ په اړه خپل لید لوری بدل کړی، نو هغه غوښتنې چې تاسو لری، ترلاسه به یې کړای شئ.

تاسو باید ناکامۍ ته څه ډول وګورئ؟ د لاندې ۷ لیدلورو په لوستلو سره تاسو کولای شئ چې ناکامي تعریف کړای شئ:



خلک فکر کوي چې ناکامي د مخنیوي وړ ده خو هیڅکله نه:

هر سړی ناکامیږي؛ تاسو به دا خبره اوریدلې وي چې: انسان غلطي کوي او خدای (ج) بخښل! دا خبره الکسنډر پاپ ته ‌ډیره راجع کیږي چې ۲۵۰ کاله دمخه یې کړې وه خو دا خبره له ده مخکې د رومیانو پرمهال ۲۰۰۰کاله مخکې شوې وه.

ددې خبرې په ماهیت کې کوم بدلون نه دی راغلی. لکه څنګه یې چې پرون صدق کاوه، نن یې هم کوي: که چیرې ته انسان وې، نو غلطي باید وکړې.

تاسو به د مرفي د قوانینو او د پیټر د اصولو نوم اوریدلی وي. په دې وروستیو کې ما هم د "د انسانیت لپاره اصول" تر عنوان لاندې ځینې اصول وضع کړل:؟؟؟

لومړی اصل: ته به درسونه زده کړې!

دویم اصل:  ته هیڅ غلطۍ نه کوې یوازې درسونه زده کوې!

دریم اصل: یو درس تر هغې تکراریږي څو زده شي.

څلورم اصل: که اسان درس زده نکړې نو سختیږي.

پنځم درس: هغه وخت به په دې پوه شی چې درس دې زده شویدی کله چې ته خپلو اعمالو ته بدلون ورکړې.

تاسو وګورئ چې لیکوال نورمن کزین څومره ښه خبره کړیده: "د انسان جوهر په دې کې دی چې نیمګړی دی!"

نو اوس به پوه شوی وی چې  له انسانه! غلطۍ سر خوري.



خلک فکر کوي چې ناکامي یوه واقع ده خو داسې نه ده:

 د ځوانۍ پرمهال به ما فکر کاوه چې بریا او ناکامي به د څو شیبو کار وي. ښه مثال به یې د آزموینې ورکول وي. کله دې چې په آزموینې کې F واخیسته نو خبره دې پای ته ورسیدله خو زه دا خبره نه منم. زه وایم چې ناکامي یوه پروسه ده. ته ځکه په آزموینې کې ناکام شولې چې ته په هغې لارې نه وې تللی چې هغه په آزموینه کې د بریا سبب کیدله.

ناکامي د بریا په څیر ده. د کوم ځای نوم نه دی چې ور ورسیږی. لکه څنګه چې بریا یوه پروسه ده، همدا ډول ناکامي هم یوه پروسه ده. لکه څنګه چې بریا په یو ځلي نه راځي، ناکامي هم په یو ځلي نه راځي. ناکامي او بریا له دې رامنځته کیږي چې ته له خپلو ورځنیو چارو سره څه ډول چلند کوې. هیڅوک نشي کولای، تر هغې پورې چې اخري ساه یې نه وي وتلي، یوه انسان ته ناکام ووایي.



خلک فکر کوي چې ناکامي یوه وسیله ده خو نه ده!

کله چې ته غلطي کوې لکه ضرب الاجل ته په وخت ځواب نه ورکوې یا دا چې د یوه پروپوزل د بودجې مجموعه غلطه راوباسې، یا یوه غلطه معامله کوې یا د خپلو ماشومانو د تدریس لپاره داسې یو میتود په لاره اچوې چې ښې پایلې نه لري نو په کوم معیار وایې چې دا اشتباهات وو؟

آیا وخت یې در ضایع کړئ؟ تا او ستا ادارې ته یې مالي زیان در رسولی؟  یا ته دغه کار ته غلطي وایې ځکه چې ته د خپل ریٔس او یا هم خپلو ملګرو د انتقاد لاندې راځې؟

نه یاره. غلطي په دې شیانو نه تلل کیږي! نور څوک ستا کارونه ناکام او یا هم بریالي نشي تللی. دا یوازې ته یې چې خپل کارونه یا بریالي او یا هم ناکام وګڼې. د خپلو کارونو په مقابل کې ستا خپل غبرګون کولای شي چې ستا کارونه یا مثبت او یا هم منفي؛ بریالي او یا هم ناکام؛ ډیر ګټور او یا هم کم ګټور کټګوري کړي.

ته خبر یې او کنه چې متشبثین هیڅکله په لومړي ځل، په دوهم ځل، په دریم ځل خپل کاروبار له ځمکې نشي پورته کولای! د ټیولن پوهنتون د پروفیسورې لیزا آموس په وینا د متشبثینو د ناکامۍ اوسط 3,8 دی. اشتباهات او غلطۍ متشبثین په شا نشي ګرځولی ځکه دوی پوهیږي چې درې ګامه مخ په وړاندې او دوه ګامه مخ په شا بیا هم مساوي دي له یو ګام مخ په وړاندې سره! هماغه دی چې مخکې ځي، نوم جوړه وي او بریالي کیږي!



خلک فکر کوي ناکامي یې تر ټولو ستر دښمن دی خو نه دی!

خلک له ناکامۍ داسې ‌ډاریږي لکه چې له وبا! دوی له ناکامۍ داسې تښتي لکه خلک چې له تورې تیارې ځانونه وباسي. خو په یاد ولرئ څو پورې چې له بدمرغۍ سره غاړې غړۍ نشئ، د بریا مخ نشی لیدلی.

د باسکیټبال مربي ریک پیټینو د بریا په اړه بیخي بل ډول نظر لري. دی وایي: "ناکامي ښه کار دی! ناکامي د بریا سره (پارو) ده. د مربیت په اړه چې ما څه هم زده کړي له ناکامۍ مې زده کړیدي." هغه څوک چې ناکامۍ ته د دښمن په سترګه ګوري، د هغو کسانو غلامان وي چې بریاوې ترلاسه کوي. هربرټ وي. بروک نو وایي: "هغه ملګري چې غلطۍ نه کوي، له هغه چا امرونه ترلاسه کوي چې غلطۍ کوي!"

څومره لوی کسان چې په نظر درځي، ورسره کینه! خبره ورسره وکړه او د ناکامۍ په اړه ورڅخه وپوښته! دوی به هیڅکله د ناکامۍ بدي درته ونه وایي. دوی به هیڅکله د ناکامۍ په اړه منفي نظر درنکړي. مشهور موسیقي پوه ایلویز ریسټاډ وایي: "کله چې موږ له ناکامۍ سره مخامخیږو، موږ نوې لارې د ځان لپاره پرانیزو!"

په ټکساس کې یوه پخوانۍ خبره ده وایي: "چې غوا دې ژوندی وي او له لاسه دې نه وې ورکړي، په تویو شوو شیدو پسې سر مه ګرځوه!" ستونزه هغه وخت پیښیږي چې تاسو د تویو شوو شیدو په فکر کې شئ او هغه اصلي موخه در څخه پاتې شي. هغه چې ناکامۍ ته په غلط نظر نه ګوري، هغوی اوږده، اوږده ګامونه اخلي:

اشتباهات دغه خلک له کاره نشي غورځولئ

او بریا یې هم په ځان نه غره کوي

بریا ده او که ماتې په ژوند کې له یوه ګام اوچتولو څخه پرته بل شی نه بلل کیږي. ټام پیټر وایي: "که خلکو حماقتونه نه وای کړي نو هیڅکله به شایسته کارونه نه وای ترسره شوي!"

خلک فکر کوي چې ناکامي بدنامي ده خو داسې نه ده!

ګورئ ناکامي یو ځلې وي او ځي! زما د سناتور سام ایروین جونیر دغه خبره ډیره خوښیږي چې وایي: "ماته د بریا په څير ده. یو ځلې وي او ښه دې ړقوي، څنډي  دی!" تاسو هم ناکامۍ ته همدا ډول ګورئ.

دومره په کې مه ورکیږئ چې باالاخره تاسو چپه کړي. پخپلې لمنې د داغ په سترګه هم مه ورته ګورئ. هره ناکامي د بریا په لار کې یو پاټکئ وګڼئ!

 

خلک فکر کوي چې ناکامي اخري د چارو پای دی خو نه دی!

که له ډیرې سترې ناکامۍ سره هم مخامخ شولې، دا فکر هیڅکله ونه کړې چې نور نو مخکې نشې تللی او دا دې د چارو، ژوند او بریا اخري پوړ و او نوره ټولې دروازې دې په مخ وتړل شولې. راځئ چې د سرګیو زیمان کیسه درته وکړم: سرګیو زیمان د نوي کوک (New Coke) مغز متفکر و. رابرټ مکمت د نوي کوک ماتې ته د نړۍ د محصولاتو تر ټولو بده ماتې وایي. زیمان پرهیز کولا هم بازار ته وړاندې کړې وه او دهغې مغز متفکر هم ورته ویلای شو . دده زړه و چې د پیپسې په مقابل کې د کوک حیثیت اوچت کړي. ده فکر کاوه چې خلک د کوک له څښاک څخه چې له سلو کالونو څخه را پدیخوا یې څښي، ستړي شوي او یوې نوې فارمولې ته اړتیا لري. هماغه و چې د کوک نوې فارموله یې معرفي کړله خو په دې فارمولې کې کوک ۱۰۰ ملیون ډالره تاوان وکړ. خلکو نوی کوک خوښ نکړ او کمپنۍ په خپل نوي محصول کې له ماتې سره مخامخ شوله. زیمان اړ شو چې کوک کمپنۍ پریږدي او استعفیٰ وکړي.

دغې سترې ناکامۍ زیمان له ماتې سره مخامخ نکړ. کلونه وروسته چې ترې وپوښتل شول چې د نوي کوک د ماتې په اړه څه وایي: ماتې یې بولي او کنه؟ دده ځواب و: "نه ماتې نه وه!"

"نو چې ماتې نه وه، څه وه؟ غلط ګام، سهوه، ښوییدنه؟"

"یاره کومه بله کلیمه د ښوییدنې څخه وروسته نشته؟" "که تاسو ماته دا ووایاست چې د نوي کوک ستراتیژۍ کار ونکړ، نو زما ځواب به وي 'هو' کار یې ونکړ خو که د نتیجې په اړه یې وپوښتئ چې ناکامه وه نو نه یې منم ځکه خاتمه یې مثبته وشوله. د کوک د پخوانۍ فارمولې بازار یو ځل بیا ګرم شو. "

د زیمان دغه ارزونه د کوک کولا مرحوم پخواني ریٔس روبرټو ګویزیوټه لخوا تایٔید شوله. هماغه و چې زیمان یې په ۱۹۹۳ز کې یو ځلې بیا پخپلې کمپنۍ کې په دندې وګوماره. ګویزیویټه وویل: "هلکانو موږ د پایلو لپاره پیسې ورکوو د ښو کارونو ترسره کولو لپاره یې نه ورکوو!"



ناکامۍ ته غاړه غړی شئ:

له ځان سره څنګه مرسته کولای شئ چې د بریا او یا هم ناکامۍ په اړه نوي لیدلوري خپل کړئ او ذهنیت ته بدلون ورکړئ؟ یوازې یوه لار لرئ او هغه دا چې غلطۍ وکړئ او له خپلو اشتباهاتو یې زده کړئ. د ایډیا کنکشن سیتسمز چاک بران خپلو شاګردانو  ته د غلطیو یوه سهمیه ورکوي. د غلطیو په لوري یې هڅوي. هر شاګرد ته په هر روزنیز ورکشاپ کې ۳۰ غلطی ورکوي. که دغه غلطی ترې وشولې، نو دیرش نورې ورکوي او بیا دیرش نورې! تر دې چې شاګرد د غلطیو په اړه له سره فکر وکړي چې نه سړی یې باید له همدغو غلطیو زده کړي. دا ځل دې چې نوې پروژه او یا هم کومه بله کورنۍ دنده ترسره کوله نو د ځان لپاره د غلطیو او یا هم اشتباهاتو ضریب تعین کړئ لکه زه به په دې پروژې کې ۲۰/۳۰/۴۰ غلطی کوم! مخکې له لاسته راوړنو دغه غلطۍ وکړئ. غلطی او اشتباهات ناکامي نه تعریفوي بلکې د لاسته راوړنو په لار کې قربانیو ته غلطۍ ویل کیږي او بس!