+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د چین د دیوال راز

article-1200.jpg

ژباړه: روکیان

د چین ستر دیوال:

پخوانیو چینایانو د هوسا اوسیدلو پریکړه وکړه. د هوسا ژوند رامنځته کولو لپاره دوی

په یوې خولې شول چې باید له هیواده دیوال تاو کړي ترڅو دښمن یې په هیواد حمله ونکړای شي. ددغه دیوال په لومړیو سلو کلونو کې، چین باندې درې ځلې حملې وشولې.

اوس نو حتماً تاسو ته پوښتنه پیدا کیږي چې څنګه؟

دوی هیڅکله په دیوال نننوتل بلکې د دروازې له لارې خپلې موخې ته ورسیدل؟ بیا نو حیران شولې چې څنګه؟

یرغلګرو به د کلا ساتونکو ته بډې ورکولې!

چینایانو خو دیوالونه جوړ کړل خو د خپلو خلکو په کرکټر او د هغوی په جوړولو یې هیڅ کار ونکړ.

 

نو موږ هم باید د دیوالونو په ځای په اخلاقیاتو کار وکړو.

یو مستشرق وایي: که غواړی چې یو تمدن له منځه یوسی، نو لاندې نسخه پلې کړئ:

·       کورنۍ چارچوب له منځه یوسئ

·       تعلیمي سیستم یې تحریف او تخریب کړئ

·       ددوی شخصیتونه او ارزښتونه ورته سپک کړئ

 

دغه کار باید څنګه عملي شي؟

·       په کورنۍ کې د مور نقش ټيټ کړئ ترڅو مور د کور له یوې کاریګرې پرته بل مقام ونلري.

·       د تعلیمي سیستم د له منځه وړلو لپاره د معلم حیثیت له منځ یوسئ ترڅو په ټولنې کې ورته په ټيټه سترګه وکتل شي او شاګردان یې هم د یوه بې حیثیته شخص په نظر وګوري

·       د سترو شخصیتونو په اړه خلک مشکوک کړه تردې چې نه یې بیا خلک خبرو ته غوږ کیږدي او نه هم ورپسې لاړ شي.

کله چې باضمیره مور کور کې مړه شوله، معلم مړ بوله او معلم چې مړ شو، ځوانانو ته به ارزښتونه څوک ورزده کوي؟

 

بس نور مو زړه خپل!