+971544591231
info@rokyan.com
Dubai UAE
Social Links:

د سټالون کیسه

article-1199.jpg

باور به مو ونه شي! یو څه سوچ وکړئ چې څوک به دا ځل در معرفي کوم؟! دا نو بیخي ریښتوني هڅوونکې کیسه ده.مخکې له دې چې مشهور شي او خلک یې وپیژني، سړی سخت مفلس و. د خپلې ښځې زیورات یې غلا کړي وو. بیخي بې کوره و او درې شپې یې د بسونو په تمځي کې تیرې کړې وې. د یوه ښه او پوره ګیلاس شرابو رانیولو او د خیټې د اور سړولو لپاره یې خپل خوږ او زړه ته نږدې سپی هم په دوکاندار په ۲۵ ډالرو وپلوره.

 

 ۲۵‌ډالره یې واخیستل خو ژړا یې نه ټینګیدله—ځان ورته مات ښکاریده.

دوې اونۍ وروسته یې د محمد علي کیلې د بوکسِنګ مسابقه چیرته ولیدله؛ له هماغه ځایه یې الهام واخیسته او دراکي (Rocky) لپاره یې متن لیکل پیل کړل. مختلفو سټوډیوګانو دده څخه د فلم اخیستلو لپاره وړاندیزونه وسپارل.

 

یو وړاندیز هم په کې د ۱۲۵٫۰۰۰ ډالرو و خو دده شرط دا و چې په فلم کې به د اتل رول دی پخپله لوبوي.

 

سټوډیو والا ورته وویل چې هلکه یو فلمي کیسه دې لیکلې اوس ځان سم دم درته امیرکروړ ښکاري او وایې چې له ما پرته بل اتل نسته!

 

دده ځواب ښکاره و یا ما له کیسې سره یو ځای د فلم لپاره واخلئ او یا کیسه نه درکوم!

 

څه موده وروسته، سټوډیو والا بیا ورته  وویل چې سړیه زیل مه کوه او له خره دې را کوز شته! دغه ۲۵۰٫۰۰۰ ډالره واخله!

دده ځواب ښکاره و: "نه یې درکوم!"

سټوډیو والا ورته د ۳۵۰٫۰۰۰ ډالرو وړاندیز وکړ. خو ده بیا هم وویل چې نه یې درکوم! تاسو به باور ونه کړی چې دی دغه مهال هم بې کوره او بې اوره و!

سټوډیو والا چې دده ضد ولیده نو دده رول منلو ته یې هم سرټیټ کړ او د راکي تړون یې ورسره دده په قهرمانۍ په ۳۵۰٫۰۰۰ ډالره ومانه.

لومړی کار یې دا و چې د شراب خرڅوونکي دوکان ته ورشي او سپی ترې واپس واخلي. شراب خرڅوونکي ته یې وویل چې هلکه ۱۰۰ ډالره واخله او سپی واپس کړه، هغه ویل نه!

"۲۰۰ډالره"

"نه!"

بس نو خپل هغه سپی چې په ۲۵ ‌ډالره یې پلورلی و بیرته په ۱۵٫۰۰۰ ډالره واخیسته.

بس کله چې داسې ګیر شولې چې دردونه دې ډیر شول، لوبې دې سر په سر وبایللې، د ماتو په مقابل کې ګلمرجان شه! ماته ونه منې، تر هغې چې خوبونه او ارمانونه دې په حقیقتونو بدل شي.

هغه کس چې کور یې نه درلودهګ د خوراک لپاره یې څه نه درلودل اوس نو سټالن (Stallone) نومیږي. په ۲۰۱۴ز کې یې یوه مجلس کې وویل: "خبره دا نه ده چې څومره سخت یې وهې خبره دا ده چې څومره سخت وهل کیږې!"

 

بره پورته کیسه د " Sylvester Stallone وه.